1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کابل پوهنتون ۲۵۰ بستونه تنقیص شوې دي»

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۱ تیر ۳۱, جمعه

د کابل پوهنتون يو پخوانی چارواکی وايي چي د دغه پوهنتون د استادانو او کارکوونکو شاوخوا ۲۵۰ بستونه تنقيص شوي دي. خو د کابل پوهنتون رياست د څانګي د لغوه کولو خبره نه مني.

Kabul, Afghanistan | Frauen bei Taliban Veranstaltung
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

د کابل پوهنتون یوه پخواني مسؤل دویچه ویله ته تائید کړه، چې د استادانو او کارکوونکو ۲۵۰ بستونه د پوهنتون ریاست په همغږۍ د لوړو زده کړو وزارت له لورې تنقیص شوې دي.

د کابل پوهنتون دغه پخوانی چارواکی وایي، چې د لوړو زده کړو وزارت له لورې د ښکلو هنرو پوهنځي د لغوه کولو له پاره هڅې دوام لري: «د لوړو زده کړو وزارت تر اوسه د موسیقۍ او مجسمه جوړونې څانګې لغوه کړې دي او هڅه کوي، چې د ښکلو هنرونو پوهنځی لرې کړي او پر ځای یې د ټولنیزو علومو پوهنځي په چوکاټ کې د اسلامي هنرونو یوه څانګه رامنځته کړي.»

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په دولتي پوهنتونو کې د استادانو او محصلینو پر وړاندې ډېر محدودیتونه رامنځته شوي، له لباس نیولي د هلکانو او نجونو ترمنځ د جلا جلا ټولګیو پورې.

د کابل پوهنتون یوه استاد دویچه ویله ته تائید کړه، چې تېره ورځ یې د تنقیصۍ مکتوب راغلی او ورته ویل شوې دي، که علاقمندي لري کولی شي د کابل پوهنتون په نورو دیپارتمنتونو کې د استادۍ غوښتنه وړاندې کړي. نوموړی چې د طالبانو له ویرې نه غواړي نوم یې په رپوټ کې یاد شي وویل: «دوې ورځې مخکې مکتوب راغلی، چې ستاسې بست تنقیص شو، او اوس د ښکلو هنرونو له اتو دیپارتمنتونو څخه ۳ دیپارتمنته تیاتر، سینما او ګرافیک فعال دي.«

د پوهنتون دغه استاد وایي، د ښکلو هنرونو د پوهنځي د استادانو لس بستونه تنقیص شوې دي او له اتو دیپارتمنتونو درې یې فعال دي.

د طالبانو له لورې د افغانستان په پوهنتونونو کې کې محدودیتونو له امله یو شمېر استادانو او محصلینو کار او زده کړې پرېښي او بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوې دي. خو یو شمېر يې بې برخلیکه دي.

یو شمېر استادان وایي، چې طالبانو استادان او محصلین له رسنیو سره له مرکو منع کړې دي او هغوی ته ګواښ کړی دی، چې هیڅوګ له رسنیو سره د خبرو حق نه لري.

د کابل پوهنتون یو بل استاد، چې د طالبانو له ویرې نه غواړي په رپوټ کې یې نوم یاد شي دویچه ویله ته تائید کړه، چې د ۲۶۱ استادانو او کارکوونکو بستونه تنقیص شوې دي. هغه وویل: «د تنخواګانو نه اجره او د پیسو نه شتون، د ۲۶۱ استادانو او کارکوونکو چې په ۵، ۶ او ۷ بستونو کې یې کار کاوه بستونه يې تنقیص شوې دي.»

د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، دویچه ویلې ته د دغه ادارې د کارکوونکو د بستونو تنقیص تائید کړ، خو د شمېر په اړه یې جزئیات ورنکړل. هغه وویل: «د مجسمې جوړولو او موسیقۍ څانګو لغوه کیدل حقیقت نه لري. یو شمېر اداري بستونه په ټولو وزارتونو کې تنقیص شوې، د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون هم پکې شامل دي.»

د ښکلو هنرونو پوهنځي سرپرست محمد اریوبي د موسیقۍ او مجسمه جوړونې د څانګو د دوو استادانو د بستونو تنقیص تائید کړ. نوموړي وویل: «د موسیقۍ او مجسمه جوړولو څانګې یو یو استاد لري او بستونه یې تنقیص شوې دي. چې کله بستونه تنقیص شي څانګې هم لغوه کیږي. هڅه کوم چې دا ستوونزه هواره شي او زده کوونکي بې برخلیکه نه شي.»

خو فرهنګي فعالان په دې باور دی، چې د استادانو ګوښه کول په دې معنی دي، چې د موسیقۍ او مجسمه جوړونې څانګې له پوهنځي څخه لرې شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت، هلکان او نجونې هم جدا کړې دي او د دې له پاره چې پټ یې وساتي محدودیتونه یې پرې وضع کړې دي، چې د محصلینو د کمښت لامل شوي. د ښکلو هنرونو پوهنځي یو استاد وایي، چې د ۵۰۰ محصلینو څخه یې شاوخوا ۱۰۰ محصلین د زده کړو له پاره ورځي او نورو یې پوهنتون پرېښود.

د ښکلو هنرو د پوهنځي یوه محصله مستعار نومي ګلثم وایي، چې یو شمېر درسي ټولګي یو ځای شوې دي او نجونو ته ویل شوې دي، چې له تور لباس او ماسک پرته پوهنتون ته داخل نه شي.

هغې وویل: «زه په څلورم ټولګي کې یم، د جفت په ورځ نجونې او د طاق په ورځ هلکان پوهنتون ته راځي، زه نن رنګه څادر کې تللې وم خو طالبانو ما ته پوهنتون ته د داخلیدو اجازه را نه کړه او راته یې وویل چې له تور لباس، څادر او ماسک پرته مه راځه.»

د ویلو ده چې د طالبانو ځواکونو په تېرو ۱۰ میاشتو کې، د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي یو شمېر مجسمې تخریب کړې دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل