کابل؛ هغه ښار چې ښایي د څښاک اوبه به و نه لري
۱۴۰۵ خرداد ۲۹, جمعه
د طبيعي ناورينونو او شديدو موسمي پېښو له کبله د بې ځایه شويو شمير په څرګند ډول په لوړېدو دی او تېر ميلادي کال کې دغه شمیر ۱۳،۶ ميليونو کسانو ته رسېدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې دغه شمیر په ۲۰۲۴م کال کې ۹،۹ ميليونه وو.
دا معلومات د چاپیريال ساتنې د «ګرين پیس» په نامه سازمان په نوښت په ترسره شوي رپوټ کې وړاندې شوي چې نن، جمعه خپور شوی دی.
اړونده موضوع: د کِپ ټاون څخه ترکابله، هغه ښارونه چي د اوبو له سخت کمبود سره مخامخ دي
د هامبورګ پوهنتون په دې څيړنه کې راغلي دي چې جګړې، د پراختيايي همکاريو په برخه کې د بودجې شديد کمېدل او همدا راز د انرژۍ او سرې لوړې بیې د نړۍ په وروسته پاتو او د پراختيا په درشل کې ولاړو هېوادونو کې خلک د خپلو ټاټوبو پرېښودو ته اړ کوي او مهاجرت ته یې شدت ور بخښلی دی.
د څيړنې په حواله په ۲۰۲۵م کال کې په ټوله نړۍ کې د پراختيا او بشري مرستو له پاره بودجه کابو يو په څلورمې راکمه او ۱۷۵ مليارډ ډالرو ته ورسېدله.
د ګرين پيس د مهاجرت د برخې کارپوه فواد دراني، شکايت کوي: «په داسې حال چې په وروسته پاتو او د پراختيا په درشل کې د ولاړو هېوادونو کورنۍ خپل ټاټوبی د اقليمي ناورينونو له کبله پرېږدي، شتمن هېوادونه خپلې د پېسو مرستې راکموي.»
نوموړی زياتوی صنعتي هېوادونه بايد د افرازاتو په راکمولو کې چټکوالی راولي او په عين حال کې باید له ډېرو اغیزمنو شويو هېوادونو سره مرسته وکړي څو ځان د اقليمي بحران له عواقبو سره عيار کړای شي.
افغانستان سخت اغیزمن دی
په څيړنه کې دوه داسې هېوادونه ذکر شوي چې تر ټولو ډېر د اقليمي بحران او کمې شوې پراختيايي بودجې څخه اغیزمن شوي دي چې پایلې پر مهاجرت ليدل کيږي. دا هېوادونه افغانستان او د کانګو جمهوريت دي.
په افغانستان کې د هماليه غرونو يخونو ويلي کيدل د څښلو اوبو او همدا راز د زراعت په برخې کې اوبو لګونې ته ګواښ متوجې کوي. د شدېدې وچکالۍ په نتيجه کې سخت سېلابونه راغلل چې له کبله یې ډېرو انسانانو خپل ټاټوبي پرېښي.
کابل ته په ټوله نړۍ کې د لومړي ستر ښار په توګه دا خطر متوجې دی چې د څښلو اوبه یې په بشپړه توګه ختمې شي.
کانګو جمهوريت کې د پراختيايي بودجې کمښت
د ګرين پېس په حواله د متحده ایالاتو پراختيايي بودجه د بل هر هېواد په پرتله تر ټولو ډېره پر کانګو جمهوريت باندې کمه شوې ده.
د دغه سازمان په حواله په داسې حال کې چې په ۲۰۲۴م کال کې د مرکزي افريقا دغه ستر او بحران ځپلي هېواد ته ۱،۴ میليارډه امريکايي ډالر ورکړل شوي ول، په ۲۰۲۶ مالي کال کې دغه بودجه يوازې ۲۱ میليونه ډالر ول.
يوې نړيوالې څيړنیزې ډلې د بحرانونو پر رامنځته کيدو د بودجې د دغه سملاسي راکمېدو اغیزې څيړلي دي او موندلې یې ده: د شخړو د رامنځته کيدو نسبي احتمال د پام وړ لوړ شوی دی.