د کابل په غرب کي د بریدونو دوام او د امنیتي برنامې نشتوالی
۱۴۰۰ خرداد ۱۲, چهارشنبه![Afghanistan Anschläge in Kabul](https://static.dw.com/image/57752598_800.webp)
په تازه پېښه کي د سه شنبې په ماښام د کابل په لویدیځ کي دوه کاسټر موټرونه د بریدونو هدف وگرځیدل چي په نتیجه کي یې ۱۰کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان سول. د دغي چاودني قربانیان ملکي کسان ول چي تر ورځني کارونو وروسته خپلو کورونو ته روان ول.
دغه برید په داسي حال کي سوی چي لا هم د کابل په لویدیځ کي د سیدالشهدا پر مکتب باندي د برید د څه ناڅه ۹۰ قربانیانو دغم ټغرلا نه دی ټول سوی.
د کابل د لوېدیځ اوسیدونکي پر امنیتي ارگانونو تور لگوي چي د دغي برخي د امنیت په ساتلو کي پاته راغلي دي.
د امین په نامه د کابل د لویدیځ یوه اوسیدونکي دویچه ویله ته وویل: «ما خپله خور د ناامني په خاطر مکتب ته له تلو څخه منع کړه، دا ځکه چي دلته د زده کړي هیڅ کوم ځای امنیت نه لري او داعش هم د کابل په دغه برخه کي د زده کړو پر مرکزونو د بریدونو گواښ کړی.»
د کابل دغه اوسیدونکی زیاتوي: «هر سهار چي له کوره وځم، د بیرته ژوندي راتگ امید نه لرم، دا ځکه چي څو ورځي مخکي د ښوونځي ۸۶ زده کونکي ووژلي سوې او تیره ورځ هم د کابل په دغه برخه کي عادي خلک د بریدونو هدف وگرځیدل».
محمدعالم چي د کابل په لویدیځ کي یو دوکان لري وايي چي که پولیس د امنیت په ساتلو کي جدي وي نو خلک به ورسره همکاري وکړي. هغه له دولتي چارواکو وغوښتل چي ډیر ژر دي د خلکو ږغ واوري او د هغوی د امنیت ساتلو له پاره دي یوه لاره چاره وسنجوي.
د کابل په لویدیځ کي د بریدیونو او د خلکو د انتقادونو د زیاتوالي په تعقیب، څه وخت مخکي ولسمشر محمد اشر غني خپل دوهم مرستیال سرور دانش ته وظیفه ورکړه چي د کابل د لویدیځ د امنیت ساتلو له پاره دي یوه امنیتي طرحه جوړه کړي.
د جمهوري ریاست دوهم مرستیال د کابل د لویدیځ امنیتي طرح د گذر د وکیلانو، پارلمان د استازو او د سیمي د خلکو په مشوره جوړه او جمهوري ریاست ته وسپارله. امنیتي چارواکو او د ولسمشر د دوهم مرستیال دفتر، و نه غوښتل د نوموړي طرحي په اړه دویچه ویلي ته معلومات ورکړي.
د کابل د لویدیځي برخي امنیت د چهارشنبه په ورځ د ملي شورا د استازو د مجلس د بحث موضوع هم وه. د پارلمان استازي، علي اکبر قاسمي په عمومي غونډه کي وویل:«د کابل د لوېدیځ اوسیدونکي په وار وار سره د بریدونو هدف گرځیدلي، خو حکومت د دغو بریدونو د مخنیوي له پاره هیڅ ډول گامونه نه دي پورته کړي.»
د پارلمان دغه استازی ادعا کوي چي حکومت د خلکو د امنیت په راوستلو کي پاته راغلی او وړاندیز یې کړی، ښه به داوي چي د کابل د لویدیځي برخي د امنیت ساتل په خپله د دغي سیمي اوسیدونکو ته وسپارل سي، تر څو خلک په خپله د ځان امنیت ونیسي.
په افغانستان کي هره ورځ بریدونه او زورزیاتی دوام لري، خو په زیاترو پیښو کي چارواکي، دولتي ادارې او نظامي تاسیسات د بریدونو هدف گرځي. برعکس د کابل په لویدیځ کي د بریدونو هدف په تکرار سره ملکي کسان او زده کوونکي ول چي د برید ځای ته نیژدې کوم دفتر او یا هم نظامي یا دولتي تاسیسات موجود نه ول.
د افغانستان پارلمان یوه بل استازي، مهدي راسخ په عمومي غونډه کي وویل چي تر اوسه د کابل په لویدیځ کي ۳۵ بریدونه سوي خو چارواکي هیڅ ډول امنیتي برنامه نه لري. د هغه په خبره د کابل د لویدیځي برخي د امنیتي ساحې جوړښت د یوه سیاسي رهبر د امنیتي جوړښت په اندازه نه دی.
خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند، فردوس فرامرز دویچه ویلي ته وویل: «د پولیس جدي هلي ځلي کوي، څو هغو سیمو ته رسیدگي وکړي چي ډیري ستونزي او شکایتونه پکښي موجود دي.»
هغه زیاته کړه چي د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په مشرۍ د سهار شپږنیمو تیم د کابل د امنیتي ستونزو د هوارولو له پاره جدي پامرنه کوي او د کابل د امنیت د ښه والي له پاره به امنیتي طرح ډېر ژر عملي سي.
د هغه په خبره امنیه قومانداني د کابل د امنیتي میثاق تر برنامې لاندي، د خلکو په همکاري هڅه کوي، څو په کابل کي د جنايي او ترهگري جرمونو مخه ونیول سي.
GP/NZ/Adeli, Ghazanfar