1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: په کابل کي هوايي برید جنګي جنایت نه وو

۱۴۰۰ آبان ۱۴, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت په کابل کي د اګست مياشتي په پای کي د بې پیلوټه الوتکي برید یوه «تراژیدي تیروتنه» بللې خو ویلي یې چي په دغه برید کي له جنګي قانونه سرغړونه نه ده سوې. په دغه پیښه کي لس ملکيان وژل سوي.

Afghanistan US-Drohnenangriff  in Kabul
انځور: REUTERS

د امريکايي ځواکونو داخلي پلټنه ښيي چې د دغه هيواد د بې پیلوټه الوتکي هغه برید چي د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي په پای کي په کابل کي ډېر ملکي کسان پکښي ووژل سول، له هیڅ ډول قانون څخه سرغړونه نه ده سوې.

د امریکا ددفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د نوامبر ۳) خبر ورکړ چي: «په دې اړه پلټنو ښوولې ده چي له هیڅ ډول قانون او همدارنګه جنګي قوانینو څخه سرغړونه نه ده سوې.»

«ددغه عمل د اجرأ پر وخت تیروتنه او مخابراتي ستونزي د دې باعث سوي دي چي د ملکيانو په منځ کي د مړیني داسي یوه غمجنه پیښه رامنځته سي.»

د افغانستان پر پایتخت کابل باندي د دغه هوايي برید په نتیجه کي د امریکايي ځواکونو تر بشپړ وتلو لږ مخکي، درې نارینه او اوه کوچنیان ووژل سول. د هوايي ځواکونو جنرال سامي، چي د نوموړي پیښي د ارزوني مشري پرغاړه لري وویل: «دا یوه غمجنه پیښه وه. د هغې عواقب احساسوم خو دا کوم جنايي عمل نه وو.»

هغه دا مني چي د پیښې پلټنه دا ښيي چي تر برید دوې دقیقې مخکي هدف ته نیژدې د یوه ماشوم موجودیت څرګند سو.«

خو ګومارل سوي سرتیري په هغه وخت کي کوم ماشوم ته متوجه سوي نه ول: «په دغه برید کي ګډونوالو کسانو چي د یوې پلټني په چوکاټ کي ورڅخه تحقیات سوي، د پیښي پر وخت واقعاً په دې باور ول چي امریکايي ځواکونو ته یو ګواښ تر هدف لاندي نیسي»

د امریکايي ماموریت هدف داسي یو موټر وو چي پکښي د چاودیدونکو موادو اټکل کیدی. د سامي په خبره هغه موټر د پیښي پر وخت په یوه ملکي ساحه او د کابل له هوايي ډګر څخه درې کیلومتره لیري ولاړ وو. هغه ويلي دي چي دی هغه سرتیري درک کولای سي چي په دغه هوايي برید کي شامل ول. هغوی تر سخت فشار لاندي ول، دا ځکه چي استخباراتي معلوماتو یوه احتمالي برید ته اشاره کوله.

فقط درې ورځي مخکي تر دې پیښي د کابل پر هوايي ډگر باندي د داعش په ځانمرګي برید کي ۱۳ امریکايي عسکر او ډېر ملکي افغانان ووژل سول. امریکايي ځواکونو د سپتمبر مياشتي په نیمايي کي لا د دغو ملکي کسانو وژل منلي ول او د یوې «غمجني تیروتني» خبره يې کړې وه. د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیود آوستین له دې کبله معذرت غوښتی او د یوې پلټني غوښتنه یې کړې وه.

د امریکا متحده ایالاتو پوځ مخکي خبر ورکړی وو چي په نوموړي موټر کي «په زیاته پیمانه چاودیدونکي مواد» موجود ول، او که هغه چاودلي وای نو ښايي تر دې یې هم زیات انسانان وژل سوي وای.

GP/NZ/AG