1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آریانا افغان هوايي شرکت اسلام آباد ته پروازونه بیرته پیل کړل

۱۴۰۰ آبان ۲۰, پنجشنبه

د آریانا هوايي شرکت د کابل او اسلام آباد ترمنځ پروازونه بیرته پیلوي. دغه پروازونه به په اونۍ کي دوه واره ، پنجشنبه او دوشنبه ترسره سي. له کابل څخه اسلام آباد ته به د ټکټونو بیه ۴۰۰ ډالر او برعکس کابل ته ۱۰۰ ډالره وي.

Ariana Airlines Flugzueg
انځور: picture-alliance/EPA/S. Sabawoon

آریانا افغان هوايي شرکت مخکي لا خپل پروازونه له کابل څخه دوبۍ او برعکس شروع کړي دي. تر آریانا مخکي هم د رواني اونۍ په پیل کي کام ایر هوايي شرکت په هفته کي پنځه واره اسلام آباد او کابل ته خپل پروازونه پیل کړي دي.

د دغو دواړو ښارونو ترمنځ د پروازونو د پیل کیدو په هکله د آریانا هوايي شرکت اعلامیه په داسي حال کي خپره سوې چي د طالبانو د ادارې د خارجه چهارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو له پاره اسلام اباد ته سفر کړی دی.

ویل سوي دي چي د هغه د خبرو اترو محور د نورو ترڅنگ د افغانستان او پاکستان ترمنځ هوايي اړیکي جوړوي. په دا وروستیو کي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي اندېښنه ښودلې ده چي افغانستان د «اقتصادي سقوط په درشل کي دی».

د اگست میاشتي له نیمايي څخه طالبانو په کابل کي قدرت ترلاسه کړ، له افغانستانه بین المللی هوايي ترافیک په ټپه دریدلی وو او دا دی اوس دغه بهیر کرار کرار بیرته پیليږي. له هغه راهیسي ځینو چارتر سوو الوتکو د کابل له هوايي ډگر څخه پروازونه کول، خو نور پلان سوي تجارتي او عادي پروازونه بیا د تعلیق په حال کي ول. 

د افغانستان اقتصاد له ژور بحران سره مخامخ دی او د طالبانو تر حاکمیت لاندي د افغانستان د راتلونکي په هکله اندیښنې لا پسي زیاتي سوي دي. په عین حال کي د هغو کسانو له خوا چي غواړي له افغانستانه ووځي، پاکستان ته د پرواز له پاره غوښتنلیکونه موجود دي، دا ځکه چي له پاکستان سره په مځکني سرحد کي وضعیت لا پسي کړکیچڼ سوی دی.

د پاکستان بین المللی هوايي شرکت تیره میاشت له اسلام آباد څخه کابل ته خپل د چارتر خدمات، د طالبانو د چارواکو د لاس وهني له امله په ټپه ودرول. طالبانو نوموړي شرکت ته اخطار ورکړی وو چي خپل د ټکټونو بیه باید راکښته کړي.

GP/NZ/AG