1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل څخه دوهم ملکي پرواز هم تر سره سو

۱۴۰۰ شهریور ۲۰, شنبه

بیا هم د قطر هوايي شرکت ۱۵۸ افغانان او خارجیان د کابل د هوايي میدان څخه دوحې ته انتقال کړل. د پاکستان هوايي شرکت، PIA هم غواړي د راتلونکي دوشنبه څخه افغانستان ته خپل پروازونه بیرته شروع کړي.

Afghanistan I Taliban I Flughafen Kabul
انځور: Wana News Agency/REUTERS

ویل کیږي، چي د قطر اېرلاین د دغه دوهم پرواز په ۱۵۸کي مسافرینو کي جرمنیان هم شامل وه. د فرانسې خارجه وزارت ویلي دي، چي په هغه کي ۴۹ فرانسویان هم وه. سپیني ماڼۍ ویلي دي، چۍ ۱۹ امریکايي اتباع هم په دغه پرواز کي سپاره وه.

د امریکا متحده ایالاتو په عین حال کي د قطر څخه مننه کړې ده، چي د دې امکان یې مساعد کړی دی، چي د کابل د هوايي میدان څخه پروازونه صورت نیسي او امنیت یې تأمین کړی دی.

پردې سربیره دوه امریکایان او ۱۱ تنه د امریکا اقامت درلودونکي د مځکي د لاري د افغانستان څخه وتلي دي.

په شري د اخته کیدو په سبب د امریکا پروازونه متوقف سوي دي

په همدې حال کي د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی دی، د شري (سورخکان) د شیوع په دلیل یې د اوس دپاره د افغانستان څخه نور پروازونه متوقف کړي دي. د سپیني ماڼي د ویاند، پساکي په خبره دا ځکه چي څلور افغانان په شري اخته سوي دي. دغه کسان اوس قرانطین سوي دي.

انځور: Wana News Agency/REUTERS

د بلي خوا د پاکستان دولتي هوايي شرکت، PIA غواړي د راتلونکي دوشنبه څخه کابل ته خپل پروازونه شروع کړي. د دغه شرکت یوه ویاند نن شنبه ( د سپټمبر ۱۱ مه ) د فرانسې خبري آژانس ته وویل، چي «موږ د پروازو دپاره تخنیکي اجازه پلاس راوړې ده.« لمړی پرواز به د سپټمبر پر  ۱۳ مه د اسلام اباد څخه کابل ته صورت ونیسي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب