1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کي مو تر ۱۰۰ ډیر طالبان وژلي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت په حواله په هغو جنګونو کي چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي په مختلفو ولایتونو کي تر سره سوي، تر ۱۰۰ ډیر طالبان پکښي وژل سوي دي. طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

Konflikt in Afghanistan
انځور: Sanaullah Seiam/XinHua/dpa/picture alliance

دا هم پداسي حال کي ده، چي هم حکومت او طالبان دواړه په دې کار کي مشهوره دي، چي د مقابل طرف تلفات ډیر ښيي.

په همدې حال کي تیره شنبه ورځ (د می میاشتي اوله) د ۲۵۰۰ پاته امریکايي عسکرو وتل رسمأ شروع او په یکشنبه ورځ یې بیا د هلمند په ولایت کي د انتونیک په نامه اډه وسپارله. په دغه اډه کي به په راتلونکي کي هغه افغان امنیتي ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای سي، کوم چي د امریکايي او ناټو د نورو قواوو لخوا یې د ترهګرۍ سره په مبارزه کي روزنه لیدلې ده. 

ناټو په مجموع کي بیا د تیري پنجشنبه په ورځ خبر ورکړ، چي د افغانستان څخه یې د خپل ماموریت په ختمولو شروع کړې ده. تر اوسه پوري لا په دغه هیواد کي د ناټو تقریبأ ۹۶۰۰ عسکر مستقر دي.

د امریکايانو او طالبانو تر منځ د سولي د تړون مطابق باید اصلأ امریکايي قواوي د همدې می میاشتي تر اولي نیټې پوري وتلي وای. خو دغه تاریخ د طالبانو او افغانستان د حکومت تر منځ د سولي په خبرو کي د نه پرمختګ په دلیل مراعت نسو.

د امریکا نوي جمهوررئیس، جو بایدن بیا د خپلو قواوو وتل د سپتمبر تر ۱۱ مي پوري پلان کړل. د امریکا تر دغه اعلان وروسته ناټو هم فیصله وکړه، چي تر سپتمبر میاشتي پوري به په افغانستان کي خپل ماموریت پای ته رسوي.

آ./م.ق./ا.ا.