د اروپایي اتحادیي د بهرني سیاست مسئولې کایا کالاس پر ایران د بندیزونو بیا پيلولو ته په اشارې سره ویلي چې د ایران په اړه زمونږ انديښنې ډیرې واضح دي چې په هغې کې اټومي پروګرام، بالستیک توغندي او له روسیې څخه ملاتړ شامل دی.
کالاس ویلي چې مونږ واقعاً باید له دغو ۳۰ ورځو څخه استفاده وکړو، څو د کار د دوام له پاره دیپلوماتیک حل لاره پیدا کړو.انځور: Thomas Traasdahl/Ritzau Scanpix Denmark/REUTERS
اعلان
د اروپایي اتحادیي د بهرني سیاست مسئولې کایا کالاس یوې دیپلوماتیکې حل لارې پيدا کولو له پاره د ایران پر وړاندې د Snapback یا ماشه په نوم ميکانيزم د فعالولو له ۳۰ ورځني مهلت وروسته ته په اشارې سره وویل: «د ایران په اړه زمونږ انديښنې ډیرې واضح دي چې په هغې کې د دوی اټومي پروګرام، بالستیک توغندي او له روسیې څخه د دغه هیواد ملاتړ شامل دی.»
کایا کالاس د جمعې په ورځ وویل چې ایران د ۲۰۱۵م کال د اټومي موافقې شرایط نه دي مراعت کړي: «له دې امله دغه پریکړه د درو اروپایي هیوادونو مسئولیت دی، البته په اوس وخت کې مونږ ۳۰ ورځې فرصت لرو، څو وضعیت بهتره کړو او مختلفې ممکنه حل لارې ولټوو. »
د اروپايي اتحادیي د بهرني سیاست مسئولې زیاته کړه: «مونږ واقعاً باید له دغو ۳۰ ورځو څخه استفاده وکړو، څو د کار د دوام له پاره دیپلوماتیک حل لاره پیدا کړو.»
مخکې تر دې په ملګرو ملتونو سازمان کې د بریتانیې، فرانسې او المان سفیرانو د جمعې په ورځ له ایران څخه غوښتي و چې درې مشخص شرطونه دې ومني، څو د ماشې میکانیزم فعالیدل او د ایران پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان بندیزونه وځنډول شي او د «دیپلوماتیکو خبرو اترو د دوام له پاره لازمه فضا برابره شي.»
د رویټررز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د «اروپايي تروئیکا» په نوم د دغو درو هیوادونو سفیرانو د امنیت شورا د غیر علني غونډې له ترسره کیدو مخکې غوښتنه کړې ده چې د Snapback یا ماشې میکانیزم بیا فعالول دې په دې شرط تر شپږو میاشتو پورې وځنډول شي، چې ایران د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې څارونکو ته له خپلو اټومي تاسیساتو څخه د لیدنې اجازه ورکړي، د غني کړای شوو یورانیمو د زیرمو په اړه انديښنې لیري کړي او له متحده ایالاتو سره نیغ په نیغه خبرې اترې پيل کړي.
ایا ایران خپل اټومي پروګرام جاري ساتلی شي؟
01:24
This browser does not support the video element.
کالاس د ماشې میکانیزم د فعالولو خبر له اعلان وروسته د دې مطلب په بیانولو سره چې د هغې له نظره د ایران په اټومي شخړه کې دیپلوماتیک حل لارې ته د رسیدو چانس شتون لري ویلي و «د مذاکراتو نوي پړاو ته داخلیږو.»