1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي لاريون: مرکزي دولت کندهار هېر کړی دی

۱۴۰۰ مرداد ۶, چهارشنبه

په کندهار کي په لسګونو ځوانانو، مدني فعلانو او عامو خلکو په دغه ښار کي روان جنګي حالت پرضد سوله ايز لاريون وکړ. له څو اونيو راهيسي په کندهار ښار کي جګړه او بمبارۍ رواني دي.

Afghanistan Kandahar | Einwohner protestieren gegen Unsicherheit
انځور: M. Ibrahim Speasaly/DW

د کندهار ښار په زړه »شهیدانو چوک« کي راټولو سوو په لسګونو خلکو پر حکومت نيوکي وکړې او ويې ويل چي مرکزي حکومت دغه ولايت هېر کړی دی.

د دوی په قول دامهال جنګ او بمباري په کندهار ښارکي د ننه رواني دي چي له امله يې اووه زره کورنۍ بې ځایه سوي او هره ورځ تر لسو زیات ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

د خلکو په خبره، کورونه يې پاته، کاروبار په ټپه ولاړ، د ورځي پر موټرسایکل او د شپې یو مخ ګرځبندیز او مخابراتي شبکې ټولي بندي وي چي دا حالت هیڅ د زغملو نه دی.

لاريون کوونکو ويل همدا تیره شپه د کندهار ښار پر څلورو اړخونو باندي جنګ روان ؤ چي زیاتو ښاریانو شپه په ويښه تېره کړي او سهار په سلهاوو کډي د ښار له بیلا بیلو برخو څخه راووتلي دي.

لاریون کونکو پر حکومت انتقاد کاوه چې کندهار یې هیر کړی دیانځور: M. Ibrahim Speasaly/DW

د دغه لاریون يو ګډونوال دويچه ويله ته وويل: «د خدای لپاره پر کندهاریانو هره ورځ او شپه د مرمیو باران دی، مګر مرکزی دولت هیڅ سر نه خلاصوي او په دغه سخته ورځ کي يې کندهار هېر کړی دی.»

د سوله ایز لاریون ګډونوالو د جنګ پر دواړو خوواو ږغ وکړ چي ترهرڅه دي سولي ته لومړيتوب ورکړي.

د دوی په قول، که سوله ونه کړي، نو دوی پرچا حکومت کوي، پر هدیرو خو حکومت نه کېږي، ځکه دغه جنګ که نورهم دوامداره پاته سي، نو په کندهار کي به یو لوی ناورین رامنځته کړي چي بیا به يې مخنیوی اسانه نه وي.

اجمل کاکړ: «موږ هر وخت سوله غواړو، سوله مو غوښتې ده او په سوله کي د ټولو خیر دی. اوس بیا بیخي کندهاریان د رواني جګړې له امله سخت په تکلیف دي، هره ورځ وژل کیږي، ټپیان کیږي، بې کوره کیږي، خو جګړه لا روانه ده. موږ د سولي پلویان یوو او له دواړو خواوو څخه په کلکه د سولي غوښتنه کوو.»

په کندهار کې لاریون کونکي وایي چې د جګړو او بمباریو له امله یي ژوند تریخ شوی دیانځور: M. Ibrahim Speasaly/DW

په کندهار ښار کي داسي مهال په زیات شمیر کي کندهاریان د رښتیني سولي له پاره ږغ پورته کوي، چي له تیرو ۲۱ ورځو راهیسي په دغه ښار کي دننه طالبان له افغان امنيتي ځواکونو سره په جګړه اخته دي.

په دغه ښار کي دننه هره ورځ بمباريو او جګړو د خلکو ژوند سخت تريخ کړی دی او هيڅوک نه پوهيږي چي پر کوم لوري ولاړ سي. کوم شی چي په ښار کي ډېر ليدل کيږي هغه ګډي دي چي د ښار له يوې سيمي بلي ته باريږي.

کندهار ښار اوس يوه جنګي بڼه غوره کړې، اکثره دوکانونه تړلي وي او خلک يې د يوې ناڅرګندي راتلونکي په اړه په فکر کي ډوب پاته او حيران دي چي څه وکړي.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار