1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي موټربم د ملکي وکړو په ګډون ۲۳کسان ټپيان کړل

۱۳۹۹ آذر ۱۷, دوشنبه

د کندهار چارواکي وايي چي د دامان ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ په موټر بريد کي تر ۲۰ زيات کسان ټپيان سوي دي.

Afghanistan Sicherheitskräfte Taliban Afghanistan Konferenz
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د کندهار د والي ویاند بهیر احمد احمدي دویچه ویله ته وویل چي نن د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکي د دامان ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ باندي د موټربم برید چاودنه وسوه.

د ده په قول، په دې موټربم برید کي د ملي امنیت ۲ کارکوونکي، ۹ پولیس، ۷ تنه د ولسوالۍ مامورین او ۱۵ عام وګړي ټپیان سوي دي.

د ده په قول، یاد کسان سطحي ټپیان دي او څوک نه دي پکښي وژل سوي.

د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کي یو ډاکټر بیا د نوم نه ښولو په شرط وايي چي تراوسه يې دوی ته ۷ ټپیان ور وړي دي، چي وضعیت يې د ډاډ وړ دی.

دا په داسي حال کي ده چي تیره شپه په ژړۍ ولسوالۍ کي هم د پولیسو د قومندان شمس الله میلمستون په بمونو الوزول سوی چي د مسئولینو په خبره کوم تلفات نه لري.

په دې وروستیو کي د کندهار ښار او ځينو ولسوالیو امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او عام خلک له دولته د امنیت غوښتنه کوي.

تراوسه د دواړو پيښو د مسئولیت په اړه چا څه نه دي ویلي.

محمدابراهیم سپېڅلی، کندهار