په کندهار کي ماین چاودني ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
۱۴۰۰ تیر ۲, چهارشنبه![انځور د بلي پيښي دی](https://static.dw.com/image/15682822_800.webp)
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزي دویچه ویله ته وویل، یاد موټر تیره شپه له کندهار څخه هرات ته روان وو چي د میوند ولسوالۍ د کشکنخود په سیمه کي د سړک غاړي پر ماین برابر سوی دی.
د هغه په خبره دغه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر وو چي د سړک غاړي ښخ سوي ماین يې ۲۳ سپرلیو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون امر ډاکټر محمد داؤد فرهاد دویچه ویله ته وویل، له دي پيښي يې دوی ته ۵ جسدونه او ۱۸ ټپيان ور وړي دي چي ښځي او کوچنیان پکښي زیات دي: «موږ ته د یوې ښځي او ۴ نجونو پر جسدونو سربېره ۴ ښځي، ۶ نارینه او ۸ کوچنیان ټپیان هم راوړل سوي دي.»
عیني شاهدان وايي، موټرچلوونکي بیغوري کړې ده.
عبدالسمیع چي په دې پېښه کي يې پښه ماته سوې وايي: «موږ موټروان ته وویل، چي له عمومي سړک څخه مه اوړه، خو ده زموږ خبره نه منله، چي دا دی ټول يې ټوکر، ټوکر کړو.»
میوند د کندهار هرات پر لویه لار پرته ولسوالي ده چي له دریو میاشتو محاصرې وروسته يې وړمه شپه د قومندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ وسله والو طالبانو ونیولې.
دا په داسي حال کي ده چي همدا تېره شپه له ژړۍ ولسوالۍ څخه کندهار ښارته د پولیسو رنجر موټر د ګړندي حرکت له امله چپه سوی او ۶ پولیس پکښې ټپیان سوي دي.
د میرویس حوزوي روغتون مسؤلین وايي، په ټپیانو کي د یوه روغتیايي حالت نازک دی.