1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار غونډه؛ د امریکا د برید غندنه او ګاونډيو ته خبرداری؟

۱۴۰۱ مرداد ۲۸, جمعه

د کندهار په غونډه کې په کابل کې د ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه د امریکا د هوايي برید د غندني ترڅنګ هغه هیواد ته خبرداری ورکړل شو چې ډرون ته یې له خپل فضایي حریم څخه د الوتنې اجازه ورکړي وه.

Symbolbild Afghanistan: Deutsche Diplomaten sprechen mit Taliban
انځور: Alexey Kudenko/Sputnik/dpa/picture alliance

په دې غونډه کي د طالبانو مشر وویل د ټولې نړۍ سره په هغه امورو کي تعامل کوو چې د اسلام او زموږ له ملي مصالحو سره په ټکر کي نه وي. دا غونډه د طالبانو د رهبرۍ سربیره د ۳۰۰۰ کسانو په حضور کي جوړه شوې وه او د یوه پریکړلیک په صادرولو سره پاې ته ورسیدل.

د کندهار په غونډه کي د یوشمیر نورو مسایلو ترڅنګ ګډونوالو د روان کال د جولای میاشتي پر ۳۰مه په کابل کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکی هغه برید په کلکه وغانده چې پکې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ووژل شو.

یاد برید د دوحې تړون له اصولو سرغړونه وبلل شوه که څه هم په غونډه کي د کوم مشخص هېواد نوم نه دی اخیستل شوې، خو ويل شوې چې د افغانستان هغه ګاونډي هېواد چې د امريکا بې پيلوټه الوتکي ته يې له خپل هوايي حريم څخه اجازه ورکړې، د امريکا سره په دې جرم کې شريک او له افغانستان سره دارنګه معامله بدې پایلې لري.

په یاده غونډه کي د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او خپلې غوښتنې وړاندې کړي.

هغه همداراز وویل: »چا چې ازبکستان او نورو هیوادونو ته د افغانانو طیارې وړي دا د شرم وړ ده، دا طیارې زموږ نه د دې د ملت وې، له هیواد بهر مسلکي خلک دې راشي په کور دننه طیاره جوړه کړۍ موټر جوړ کړه زه درسره یم، ستاسو ګټه ماته نه بلکې دې ملت ته رسیږي.«

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې له طالب جنګیالیو وغوښتل چې د پنجشیر له خلکو سره ښه چلند وکړي، او همداراز له سوداګرو یې وغوښتل چې په هيواد کې پانګونه وکړي ترڅو د افغانانو ژوند هوسا شي.

یوه تمه دا هم وه چې د کندهار په غونډه کي به د طالبانو رهبري د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانستلو په اړه خپل دریځ روښانه کړي له دې سره سره چې د طالبانو مشر هبت الله آخند زاده وویل چې د هیواد د بچیانو بې تعلیمه پاتېدل خپل مسئولیت بولم خو لاهم د طالبانو له واکمنۍ راهسي د نجونو ښوونځي تر شپږم ټولګي پورته تړي پاتي دي.

که څه هم دې غونډي په کابل کي د عالمانو له لویې غونډې سره ډیر توپیر نه درلود خو کارپوهان وايي تر هغه چې طالبان د افغانستان له پاره یو واحد او د نړیوالو اصولو پر بنسټ ولاړ لید لوری و نه لري د درانګه غونډو جوړول لازمي ګټي نشې لرلی.

د سیاسي چارو کار پوه عمران ځلاند وايي: «تر کومه چې ما د کندهار غونډه تعقیب کړه د طالبانو رهبر پکې احساساتي وینا کړې اوس د دې وخت نه دی چې طالبان د امریکا او نړۍ سره د زور موقف غوره کړي باید نړۍ او افغانانو ته په عمل کي وښودل شي چې طالبانو تغیر کړی او دوې غواړي په نړیواله دهکده کي یوه با ثباته افغانستان ته لاره هواره کړي هغه څه چې تر اوسه نه په کور دننه او نه هم بهر طالبان ورته ژومن دي.»

وړاندوینه دا وه چې په دې غونډه کي به د افغانستان د روان وضعیت په اړه یوشمیر مهمې پریکړي تر سره شې خو د کابل غونډي په شان یوځل بیا ګډونوالو د طالبانو له امیرالمومنین سره خپل بیعت تازه کړ د افغانستان د روان وضعیت په اړه یې کومه پریکړه ونه کړه.

د سیاسي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي د نظام د داخلي ستونزو د حل له پاره په دا ډول غونډو کې یوازې طالبان او د هغوی ملاتړي حضور لري او نورو سیاسي ډلو او عامو خلکو ته په دغو غونډو کې د ګډون موقع نه ورکول کیږې.

د ندیم په خبره د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د طالبانو د مشرانو تر منځ اختلافات راپیدا شوي طالبان هڅه کوي چې دغه اختلافات د همدارنګه غونو په تر سره کیدو سره حل کړي: «د کندهار غونډه د همدې له پاره جوړه شوې وه. دلیل دا دی چې دا توپیرونه وڅیړي او د مشرتابه په واک کې د دوی خراب شوي اړیکې ترمیم کړي. په حقیقت کې د دوی له داخلي مسئلې پرته بله مهمه موضوع نه ده مطرح شوې.»

د دې غونډې ګډونوالو له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني هغه څه چې د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته لاهم د دوې حکومت د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوې.

عتیق الله مطمئن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب