1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: موټر بم برید درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۹ آبان ۱۹, دوشنبه

د افغان چارواکو په حواله د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ موټر بم بريد سوی دی. په دې پيښه کې ۴ کسان وژل شوي او په لسونو نور ټپیان سوي دي.

Afghanistan Anschlag auf Polizeiquartier in Kandahar
انځور: Reutes/I. Sameem

د کندهار د پولیسو ویاند جمالناصر بارکزي دویچه ویله ته وویل چې نن، دوشنبه (د نومبر ۹ نيټه) سهار وختي د میوند ولسوالۍ پرا منیه قومندانۍ موټر بم برید سوی دی.

دده په خبره په دې برید کي ۳ پولیس سطحي ټپیان دي او د ملکي خلکو د کورونو د نړېدو له امله یوه ښځه وژل سوی او ۱۳ ملکیان ټپیان دي.

خو د کندهار د عامي روغتیا رييس ډاکټرمحمد طاوس اشرف نادري په میرویس حوزوي روغتون کي له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل، ۳۶ ټپيان کندهار ښاراو ۴ تنه نور ټپيان سیمه ییزو روغتیايي مرکزونو ته وړل سوي دي. نادري وايي، د میوند ولسوالۍ د ننني موټربم برید له امله ۴ جسدونه هم ور وړل سوي دي.

هغه زياته کړه: «د میوند ولسوالۍ له پيښي څخه ټول ۴۰ زخمیان راوړل سوي دي، چي ۳۶ مرکزي روغتون ته او ۴ تنه نور ټپیان بیلا بیلو روغتیايي مراکزو ته وړل سوي دي. ددې ترڅنګ ۴ جسدونه هم راوړل سوي دي. لاهم زموږ ډله اخته ده، چي له تر خاورو لاندي کسان راوباسي. » هغه په یاده مرګ ژوبله کي د ملکیانو شمیره زیاته وبلل خو د پولیسو د مرګ ژوبلي شمیره يې یاده نه کړه.

په همدغه میرویس حوزوي روغتون کي یوه بله امنیتي سرچینه بیا، چي نه غواړي نوم او ږغ يې خپور سي المان ږغ ته وویل، تر لسو زیات ټپي پولیس هم ور وړل سوي دي، چي د ۲ تنو روغتیايي حالت نازک دی. 

د پيښي د مسؤلیت په اړه تراوسه چا څه نه دي ویلي.

میوند کندهارښار ته نژدې یوه له هغو ۴ولسوالیو څخه ده، چي له تیرو ۱۰ ورځو راهیسي پکښي د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو له خوا جګړه روانه ده.

د یادي ولسوالۍ څخه په لسهاوو کورنۍ کندهارښار او ډنډ ولسوالۍ ته رابې ځایه سوي دي.

دغه کډوال وايي، چي ورځ تربلي د هوا سړېدو نورهم اندېښمن کړي دي.

په کندهارکي د بشري حقونو فعالان له وسله والو طالبانو غواړي، چي په جنګ کي ښکېلي غاړي دي د جګړې او بریدونو پرځای د سولي پر تلپاته دوام په صداقت سره ټینګار وکړي.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار