1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

کندهار: د دهلي بند پل په ماینونو الوزول سوی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۶, دوشنبه

د کندهار د امنیتي مسئولینو په وینا د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د دهلي بند د پارچاوې پل په بمونو الوزول سوی دی. د سیمې اوسیدونکي وايي چي د پول تر نړیدو وروسته یې په سیمه کي یو شمیر وسله وال طالبان لیدلي دي.

Afghanistan Kandahar Stadt Kreuzung
انځور: DW/A. Hekmatullah

دغه مهم پل د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د( دهلي بند) ته نژدې پروت دی. د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي ویاند جمال ناصر بارکزي نن دوشنبه (د اپریل ۲۶ نیټه) دویچه ویله ته وویل چې دغه پل د وسله والو طالبانو لخوا تیره شپه ناوخته په بمونو الوزول سوی دی.

«وسله والو طالبانو تیره شپه د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د دهلي بند د پارچاوې مهم پل په ماینونو ویجاړ کړی دی.»

یوه بله امنیتي سرچینه بیا وايي، وسله والو طالبانو په دې چاودنه کي ۲ پولیس هم وژلي او ۳ نور ټپیان دي، خو رسمي سرچنې دا خبر نه تاییدوي.

د سیمي خلک وايي چې د یاد پل په نړېدو سره وسله والو طالبانو پر نژدې کلیو قبضه کړې او دغه غزېدلې لار یو مخ له کندهار ښار سره قطع سوې ده. 

حاجي عبدالسلام (مستعار نوم) د یادي سیمي یو اوسیدونکی وايي: «د تیري شپې د پل له نړېدو سره زموږ په کلي کي د وسله والو طالبانو یو شمیر کسان لیدل کېږي، چي د تلاښۍ په پلمه له ځوانانو پوښتني کوي.»

شاه ولیکوټ د کندهار هغه ولسوالي ده، چي د دهلي بند پکښي موجود دی او دغه بند د کندهار پر ښار سربیره اوو ولسوالیو ته اوبه ورکوي.

عام خلک اندېښمنه لري چي که وسله وال طالبان دغه بند ته زیان ورسوي، نو دا به د کندهار له پاره یوه لویه بدبختي وي.

یاد بند نیمه پيړۍ وړاندي د امریکایانو له خوا جوړ سوی دی. تر دې وړاندې هم په ارغنداب ولسوالۍ کي دوه مهم پلونه وسله والو طالبانو نړولي ول. وسله والو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار