په کندهار کي په زرونو کورنۍ د طالبانو له بریدونو تښتیدلي دي
۱۳۹۹ دی ۱۹, جمعهویل سوي دي چي شاوخوا ۷۰۰۰ کورنۍ او په دې ډول په مجموعي ډول ۳۵ زره انسانان د طالبانو له بریدونو د کندهار له شاوخوا سیمو څخه ښار ته تښتېدلي دي او ۱۰زره نورو کورنیو بیا ګاونډیو کلیو او یا هم خپلوانو ته پناه وړې ده.
د کډوالو ریاست مشر دوست محمد نایاب د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي د کندهار ښار ته راتښتیدلو کسانو ته مؤقتي سرپناوي جوړي سوي خو یوازي ۲۰۰۰ کورنیو ته خوراکي مواد آماده سوي دي.
له طبیعي ناورینونو سره د مبارزې ادارې مشر، سردار محمد باراني د یوه بشري ناورین خبره کړې ده. د هغه په خبره ډیرو مهاجرو خپل هر څه پرې ایښي او د اوس له پاره هیڅ شی په اختیار کي نه لري.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پر دوام سربیره، بیا هم په هیواد کي ناآرامي دوام لري. په تیره بیا کندهار چي د طالبانو اصلي مرکز بلل کیږي، له اکتوبر مياشتي راهیسي د بریدونو شاهد دی.
که څه هم د چهارشنبې په ورځ په دوحه کي دغه خبري اتری له سره پیل سوې خو یووار بیا د شپې له خوا تازه بریدونو کي لږترلږه ۱۰ کسان وژل سوي چي ۵ تنه یې ملکیان ول.