1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کندهار په پنجوايي ولسوالي کې جګړه روانه ده»

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۰ تیر ۱۰, پنجشنبه

په کندهار کي یوه باوري سرچینه وايي چي له تیري شپې راهیسي د دغه ولايت په پنجوايي ولسوالي کي سخته جګړه روانه ده. خو امنيتي چارواکي او طالبان يې په اړه چپ پاته دي.

Afghanistan Kämpfe in der Provinz Laghman
انځور: Reuters/Parwiz

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون امر ډاکټر محمد داود فرهاد وايي چي دوی ته له پنجوايي ولسوالۍ څخه د پولیسو جسدونه او ټپیان ور وړل سوي دي.

هغه دويچه ويلي ته وويل: »تر دې مهاله د ۴ پولیسو جسدونه او ۳ ټپیان له پنجوايي ولسوالۍ څخه راوړل سوي دي.«

ویل کیږي چي د ولسوالۍ د بازار په سر کي د ملي امنیت مدیریت سقوط سوی او جګړه د بازار د پمپ په نوم په بل سر کي هم روانه ده.

یوه بله سرچینه بیا وايي چي د ولسوالۍ امنیه قوماندان نظر علي خپله د بازار په منځ کي له خپلو ملګرو سره محاصره دی او ځیني ملګري يې د معصوم غر په سیمه کي په جګړه بوخت دي.

د کندهار د ولایتي شورا غړی حاجي محمد یونس هم وايي چي په یاده ولسوالۍ کي جګړه سخت حالت ته رسېدلې ده.

دا چي هلته تلیفونونه کار نه کوي، نو هلته د بندو خلکو په اړه معلومات نه سته، خو ځيني کسان چي سهار وختي له پنجوايي ولسوالۍ څخه راوتلي دويچه ويلي ته وویل، د دې ولسوالۍ د یخ څاه د کمربند تر څنګ د ښار خوا ته نژدې د صالحانو په سیمه کي هم جګړه روانه ده او لار بنده ده.

عبدالجلیل وويل: »د ولسوالۍ په څو برخو کي جنګ او ټکان وو. لاري بندي وې، موږ په ډېر زحمت ځان تر کوبي سیمي پوري راورسوی.«

يوه باوري امنیتي سرچینه وايي چي د وسله والو طالبانو د ځپلو له پاره يې له کندهار ښار څخه ۰۳ ځانګړې قطعه ور لېږلې او ډېر ژر به پنجوايي ولسوالي د طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.

پنجوايي له کندهارښار څخه ۲۰ کیلومتره لیري د جنوب لویدیځ خواته پرته ده.

دا په داسي حال کي ده چي تیره شپه د شاه ولیکوټ ولسوالۍ کمربند هم په مخامخ جګړه کي مات سوی او په ډنډ ولسوالۍ کي هم پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه سوي دي.

زموږ له آرشيف څخه:

په هلمند کې د جګړې تودېدل؛ «طالبانو په يوه میاشت کې ۹۰۰ بريدونه کړي»

05:54

This browser does not support the video element.