1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي د امريکايي ځواکونو وتل له وخت مخکې وبلل

۱۳۹۹ اسفند ۲۲, جمعه

کرزی وايي چې د امريکا له خوا وړانديز شوی د سولي پلان داسي مواد لري چې افغانستان ته د سولي په راوستلو کي مرسته کولای شي.

Afghanistan Hamid Karzai Ex-Staatspräsident
انځور: picture-alliance/AA/H. Sabawoon

حامد کرزي له اسوشيتد پرس خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د جګړو او شخړو تر څو لسيزو وروسته افغانان خپله «په چټکۍ سره سوله غواړي» او د خپل ملت رغېدو ته سترګې په لار دي.
واشنګټن چې د زياتېدونکي تاوتريخوالي او د مذاکراتو د لږ پرمختګ له کبله مايوسه وو، دواړو لورو ته د سولې د يوه وړانديز مسوده ورکړې ده چې يوه کاپي يې اسوشيتد پرس د اونۍ په پيل کې تر لاسه کړې ده.
کرزی چې په روانو خبرو کې يو کليدي لوبغاړی بلل کيږي، وايي چې د امريکا متحده ايالاتو له خوا وړانديز شوی د سولې پلان داسې مهم مواد لري چې افغانستان ته د سولې په راوستلو کې مرسته کولی شي، خو دواړه ښکېل لوري پکې يو څه ملاحظات هم لري.
سره له دې چې د کرزي ارزونه ډېره مثبته ده، خو د واشنګټن دغه پلان به ښايي د ولسمشر اشرف غني او د طالبانو له خوا له سخت مخالفت سره هم مخامخ شي.
غني د موقت حکومت مفکوره د يوې انتقالي دورې د يوې برخې په توګه ردوي او د هغه د قدرت د کمولو يوه هڅه يې بولي.
د طالبانو ځينې اعمال، په تېره د ښځو د عام رول او د اسلامي نظام د غوښتنې له کبله، ښايي د امريکا متحده ايالاتو له خوا له وړاندې شوو افکارو سره سمون ونه لري.
کرزی چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ کال پورې د افغانستان ولسمشر وو، په مذاکراتو کې کوم رسمي رول نه لري، خو د يوه مهم لوبغاړي په سترګه ورته کتل کيږي.
د افغانستان له پاره د امريکا ځانگړی استازی، زلمی خليلزاد، ورسره تل ملاقات کوي او يوه مېز ته د سياسي مخالفينو په کښېنولو کې يې هم خپل مهم رول ادا کړی دی.
کرزي وويل چې د امريکا وړانديز کولی شي له جګړو ستړی ملت انتخاباتو ته ورسوي، چې پکې د ښځو او اقليتونو حقونه خوندي دي او په اساسي قانون کې اصلاحاتو او د يوې انتقالي ادارې جوړولو ته هم لاره هواره کړي.
امريکا متحده ايالاتو تر دې مخکې لا هڅه کړې چې مذاکره کوونکو ته د چټک عمل اړتيا په ګوته کړي. غني ته په يوه ليک کې چې له وړانديز سره مل وو، د امريکا د بهرنيو چارو وزير، انتوني بلينکن، وويل اړينه ده چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل لوري د تقريباً شلو کلونو راهيسې روانې جګړې ته سوله ايز حل پيدا کړي. د کرزي په خبره «سوله د افغان ولس ډېره زياته ژوره هيله ده.»
د هغه په خبره «تاسو تصور نه شئ کولی چې موږ سولې ته څومره بيړه لرو، هم زموږ او هم زموږ د ځوانانو له پاره.»

«د ځواکونو تر وتلو وروسته ګډوډي»

کرزي دغه هيله څرګنده کړه چې د امريکايانو وړانديز ښايي د دواړو لورو تر منځ د سولې هڅه ګړندۍ کړي چې حتی د می له لومړۍ نېټې مخکې ښايي سوله رامنځ ته شي. دا هغه مهلت دی چې د امريکايي ځواکونو ايستلو ته د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ په يوه تړون کې تېر کال ټاکل شوی وو. په اوس وخت کې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي چې مذاکره کوونکي پکې تر اوسه لا د اجنډا پر سر سره بحث کوي او کرزي هم د خپلې خوشبينۍ په هکله نور توضيحات ورنه کړل.
په دې ترڅ کې واشنګټن لا د ترمپ له ادارې سره د طالبانو د تړون بياکتنې ته دوام ورکوي. بلينکن غني ته په خپل ليک کې ويلي دي چې د می تر لومړۍ نېټې پورې د امريکايي ځواکونو وتل تر اوسه لا امکان لري. خو کرزي وويل چې هغه تر دې نېټې پورې د امريکايي او ناټو ځواکونو له وتلو سره مخالفت لري.
نوموړي خبرداری ورکړ چې پايله به يې ګډوډي وي. د هغه په خبره د واشنګټن او کابل په ګټه ده چې د ځواکونو وتل په مسؤلانه توګه وشي. د هغه په خبره «په مسؤلانه توګه وتل يا په يوه سوله ايز افغانستان کې پاتې کېدل دواړه داسې موضوعات دي چې بايد په احتياط سره يې په نظر کې ونيسو.»
طالبانو تر دې دمه د می له لومړۍ نېټې وروسته د نړيوالو ځواکونو پاتې کېدل رد کړي دي، خو کرزي وويل چې هغوی ښايي قانع کړل شي چې د امريکا حضور په يوه سوله ايز افغانستان کې ومني. کرزي دا هم وويل چې د افغانستان د مصالحې شورا چې دی يې غړيتوب لري، د يکشنبې په ورځ سره راغونډيږي. د عبدالله عبدالله په مشرۍ دغه شورا د امريکا وړانديز ته هم کتنه کوي چې په راتلونکو ورځو کې به ورته بيا ځواب ووايي.
غني تر اوسه د بلينکن د ليک او د امريکا د وړانديز په هکله غبرګون نه دی ښکاره کړی. امرالله صالح د اونۍ په پيل کې وويل چې ولسمشر په ليک کې د راوستل شوو سختو ټکو له کبله بې تفاوته دی او دا چې له خپلې هغې غوښتنې نه دی تېر شوی چې طالبان دې يا د هغه له حکومت سره يو ځای شي يا دا چې د نوي حکومت جوړولو په غرض انتخابات تر سره شي.
غني د موقتي حکومت له جوړولو سره خپل مخالفت ته دوام ورکوي. کرزي وويل چې که د غني حکومت مخالفې ډلې سره يو ځای کولی شي، نو «موږ به يې ملاتړ وکړو»، خو دا يې هم وويل چې دا کار لا تر دې دمه ممکن نه وو، او خبرداری يې ورکړ چې په قدرت کې د پاتې کېدو په بدل کې بايد سوله قرباني نه شي.
د افغانستان د سولې د خبرو د بېرته فعالولو له پاره ډېرو غونډو ته تابيا نيول کيږي. روسيې غني، طالبانو، سيمه ايزو لوبغاړو او امريکا متحده ايالاتو ته په راتلونکې اونۍ کې مسکو ته بلنه ورکړې ده. بلينکن وړانديز کړی چې ملګري ملتونه د يو څو اونيو په ترڅ کې د افغانستان په هکله په ترکيه کې يو نړيوال کنفرانس راوغواړي چې پکې د روسيې، چين، ايران، پاکتسان او امريکا د بهرنيو چارو وزيران ګډون وکړي. د بلينکن په خبره دی تمه لري چې د ترکيې په غونډه کې به د سولې يو تړون نهايي شي.
کرزي وويل چې يو سوله ايز افغانستان د ټولو ګاونډيانو په ګټه دی، په تېره د پاکستان چېرته چې د طالبانو د مشرتابه اصلي مرکز دی.
افغانستان له پاکستان سره ستونزمنې اړيکې لري سره له دې چې هلته لا ۱،۵ ميليونه افغان کډوال ژوند کوي.

د افغان سولې خبرې د يو څه وخت راهيسې په ټپه ولاړې وې
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل