1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د شلو کالو لاسته راوړني له منځه نه دي تللي

۱۴۰۱ مرداد ۱۵, شنبه

حامد کرزی وايي، د نجونو پر ښوونځیو بندیز د پاکستان په امر شوی دی.هغه ويلي، چې طالبان نه شي کولاى د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې له خلکو واخلي.

Afghanistan | ehemaliger Präsident Hamid Karzai
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

حامد کرزي د آلمان له «شپیګل» خبري مجلې سره په مرکه کې ویلي دي چې «د لوستو ښځو پرته موږ یو مړ هیواد یو».

هغه زیاته کړېده: »له زده کړو څخه د نجونو محرومول د یو انزوا افغانستان په معنی دی چې نشي کولی په خپلو پښو ودریږي.«

د افغانستان دغه پخواني ولسمشر ويلي دي: »ښوونځي ته د نجونو د تګ ممانعت د اسلام د احکامو پر بنسټ نه دی، بلکې دا کار د ګاونډي هېواد پاکستان په امر شوی دی.«

د هغه په ​​وینا، »د پاکستان هدف یو بې دفاع، کمزوری او بې وزله افغانستان دی چې له کومې ستونزې سره مخ نه شي.«

پخواني ولسمشر ټینګار وکړ، چې د طالبانو په بیا واک ته رسېدو سره د جمهوریت شل کلنې لاسته راوړنې »له منځه نه دي تللي.«

هغه وويل: »په ميليونونو هلکانو او نجونو زده کړې کړي، د افغانستان ټولنه عصري شوې، د رسنيو ازادي يې تجربه کړې ده.«
خو هغه دا هم وويل:»حتی طالبان هم نشي کولای دا په اسانۍ له افغانانو بېرته واخلي.«
 

د هغه په وينا بیا هم دا مهال په افغانستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي او ملیونونه خلک له هیواده وتلي دي. د کرزي په وينا د باثباته امنیت او سولې سربیره، د پیسو ګټلو فرصتونو، تعلیم او ازادۍ ته هم اړتیا ده.
 

د افغانستان د دغه پخواني ولسمشر په وینا، طالبان باید د نړيوالو له خوا د په رسميت پېژندل کېدلو پر استقامت کار وکړي. هغه زیاته کړه چې د دې کار لپاره باید طالبان د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ وکړي، د حکومت او پوځ پخوانیو غړو ته د بخښنې فرمان عملي کړي او د واک داخلي جګړې پای ته ورسوي. پخواني ولسمشر ټینګار وکړ چي که طالبان ياد اقدامات ونکړي »نو نه به کوم پرمختګ وې او نه به هم سوله.«

کرزی د طالبانو تر نسکوریدو وروسته له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د افغانستان ولسمشر و.
 

وروسته له هغې چې تیر اگسټ کې طالبانو واک تر لاسه کړ ، د کرزي په خپله وينا هغه په خپل کور کي نظر بند دی او نه له پلازمېني کابل او نه هم له افغانستان څخه د وتلو اجازه لري.

آ./ش.ا./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب