د هيماليه غرونو په سيمه کې يو تر ټولو ګران زراعتي محصول يعنې زعفران اوس په کشمير کې په ودانيو کې دننه توليديږي. د کارپوهانو په خبره په لابراتوار کې ازموينې بريالۍ ختلې دي او دغه میتود اوس له لسګونو دوديزو کروندګرو سره شريک شوی دی.
د کرهڼې کارپوه نذير احمد ګاني، وويل چې په ودانيو کې دننه د زغفرانو کرکيله مرسته کوي څو د زعفرانو توليد ډېر شي چې په تېرو کلونو کې خرابې هوا ډېر زيان ور اړولی دی. ګانی چې د زراعت د پوهنتون مرستيال رئيس هم دی، وويل چې »کله چې مو اقليم ننګوي، موږ ګورو چې څنګه ورسره ځان عيارولی شو. په کور کې دننه هڅې دا معنی لري چې موږ عمودي کرهڼې ته مخه کوو.«افغانستان: د زعفرانو د توليد کچه لوړه سوې ده
د کشمیر اقتصاد تر ډېره په زراعت پورې تړلی دی او د اقليمي بدلون، يعنې د حرارت لوړېدونکو درجو او نه اټکلېدونکو بارانونو د کروندګرو تر منځ اندېښنې زياتې کړې دي کوم چې د محصولاتو له راکمېدو څخه سر ټکوي.
دغو اقليمي تغييراتو د سيمې پر زرونو کنګلونو هم تاثير اچولی چې په چټکۍ سره کوچني کيږي او د ویلي کیدو په حال کې دي او د دوديزو زراعتي لارو چارو مخه يې په دغه نازک طبيعت کې نيولې ده.
سربېره پر دې د لسيزو راهيسې يوه بېلتون غوښتونکي خوځښت په کشمير کې جګړې کړې دي. په لسونو زره ملکي وګړي، ياغيان او حکومتي ځواکونه په دغسې شخړو کې وژل شوي دي.
په تېرو درو کلونو کې د زعفرانو کروندګر، عبدالمجيد واني، په کورونو کې دننه د زعفرانو د کرلو لاره غوره کړې ده. دی وايي راضي دی او دغه تخنيک »موږ ته په ښه ډول ګټه رسولې« ده. د هغه په خبره »موږ په پيل کې يو څه ستونزې لرلې ځکه چې تجربه مو کمه وه، خو د وخت په تېرېدو سره مو زدکړه کوله.«آیا پاکستان رښتيا نور د کشمير ملاتړ نه کوي؟
د زعفرانو يو کیلوګرام تر ۴۰۰۰ امريکايي ډلرو پورې بيه درلودلی شي.
يو لامل يې دا دی چې تر ۱۵۰ زرو پورې ګلانو ته اړتيا وي څو يو کيلوګرام زعفران توليد شي.
په ټوله نړۍ کې زعفران له خوراکي موادو څخه نيولې، تر دارو درملو او د سينګار تر توکو پورې په بېلابېلو برخو کې کارول کيږي. تقريبا ۹۰ سلنه زعفران په ايران کې کرل کيږي. خو کارپوهان د کشمير د زعفرانو کيفيت لا ښه بولي، ځکه چې رنګ او خوند يې لا قوي بلل کيږي.
آ./ن.ص./خ.ح.
افغان میرمنې سره زر تولیدوي
په ۲۰۱۳ کال کي د افغاني زعفرانو د ذایقې او کیفیت په نړیوال انستیتوت کې لومړی ځای وګاټه. همداشان په افغانستان کې د زعفرانو د تولید او کښت د زیاتیدو خبر ورکړل شوی دی. په دغه انځوریز راپور کې د زعفرانو تولید ښوول شوی دی. انځور: DW/H. Hashimi «ایسا» یا په افغانستان کې د پانگوني د ملاتړ اداره، خبر ورکوي چې د افغانستان زعفران په ۲۰۱۳ مېلادي کال کې د ذایقې او کیفیت د نړیوال سازمان په درجه بندیو کې لومړی مقام ګټلی دی. په دغه انځور کې لیدل کیږي چې د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې مېرمني د زعفرانو حاصل راټولوي.
انځور: DW/H. Hashimi د ایسا، چارواکي همداشان په افغانستان کې د زعفرانو د کښت او تولید د ډیریدو خبر ورکوي. د ورکړل شوو ارقامو له مخې یوازي سږ کال په هرات ولایت کې په ۷۰۰ جریبه ځمکه کې زعفران کرل شوي دي چې د هغې حاصل به ښایي ۳۰۰۰ کیلوگرامه ته ورسیږي. دغه سور کمیسي افغان میرمنې، د «افغان زعفران» په نوم شرکت کې په منظمه توگه خپل کار پر مخ بیایي.
انځور: DW/H. Hashimi د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع وزارت وایي، افغان زعفران شرکت، چې د زعفرانو د کښت، تولید، پروسس او بسته بندۍ په برخه کې فعالیت کوي، په دغه هیواد کې د زعفرانو د تولید ستر شرکت دی د اروپا په شمول بېلابېلو لویو وچو ته صادرات لري. په دغه شرکت کې زیاتره کارکوونکي بې وزله ښځي دي.
انځور: DW/H. Hashimi زعفران د افغانستان په یوه مهم صاداراتي توکي باندي اوښتي دي. هڅه کیږي چې دغه کښت د کوکنارو ځای ونیسي. د کوکنارو کر په نړیواله ټولنه کې افغانستان له سختو نیوکو سره مخامخ کړی دی. د افغانستان د کرهڼي، مالدارۍ او اوبو رسولو وزارت د دغه کښت د ترویج له پاره بېلابېل پروگرامونه لري.
انځور: DW/H. Hashimi په یوه تازه مورد کې د ټول افغانستان څخه د ۲۰۰ بزگرانو له پاره د زعفرانو د کښت د زده کړې زمینه برابره شوې ده. په پام کې ده چې دغه بزگران به د زعفرانو د پیازو تر تر لاسه کولو وروسته يې په کښت پیل وکړي او خپلي تجربې به د سیمې له نورو بزگرانو سره شریکي کړي. د زعفران گل باید هره ورځ سهار وختي راټول شي، که نه د ورځې په اوږدو کي بيا مړاوې کیږي.
انځور: DW/H. Hashimi اوس هم د افغانستان یو کیلوگرام زعفران په نړیوال بازار کې شاوخو ۲۰۰۰ ډالره بیه لري. د افغانستان په بازارونو کې یو کیلوگرام زعفران د پروسس او بسته بندۍ تر مخه، د خپل کیفیت د تناسب له مخې د ۱۵۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ ډالرو پورې بيه لري. له ځمکې څخه د زعفرانو د گلانو تر راټولو وروسته بیا دغه گلان د پروسس له پاره وړاندې کیږي.
انځور: DW/H. Hashimi په اوسن وخت کې په افغانستان کې ډیري مېرمنې د زعفرانو په پټو کې کار کوي. د زعفران د گل راټولول او د گل له منځه د تارونو لیرې کول یو نازک کار شمیرل کیږي. له همدې کبله د زعفران تولیدونکي شرکتونه ښځينه کارګرو ته ترجیح ورکوي. یوازي د افغان زعفران، په شرکت کې ۱۵۰۰ تنې ښځي کار کوي.
انځور: DW/H. Hashimi که څه هم هڅه کیږي چې په افغانستان کې د زعفران کښت د کوکنارو ځای ونیسي او په یو شمیر ولایتونو کې د زعفرانو کښت هم زیات شوی دی، خو له دې سره سره افغانستان په نړیواله کچه د مخدره توکو په تولید کې لومړی ځای لري.
انځور: DW/H. Hashimi په لومړي سر کې په افغانستان کې د زعفران کښت د هرات ولایت له غوریان ولسوالۍ څخه پیل شو. د زعفرانو پیاز بیرته راستنو شوو کډوالو له ځانه سره راوړي ول او د هغه په کښت یې پیل وکړ. تر هغه وروسته دغه کښت د پښتون زرغون ولسوالۍ ته انتقال شو. په اوسني وخت کې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د زعفرانو د تولید اتحادیې موجودي دي.
انځور: DW/H. Hashimi ویل کیږي چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د زعفرانو د پیازو، غوښتنه مخ په ډیریدو ده. اړونده دولتي چارواکي وایي چې د افغان بزگرانو له پاره د هسپانيا او یو شمیر نورو هیوادونو څخه د زعفرانو پیاز چمتو کوي. د هغوی په خبره خپله په افغانستان کي هم د زعفران د پیازو په تولید کې ډیروالی راغلی دی. خو څو کاله کیږي چې ایران افغانستان ته د زعفرانو د پیاز خرڅلاو منع کړی دی او په قاچاق کې حسابیږي.
انځور: DW/H. Hashimi