هغه طرحه چي د قزاقستان حکومت د دغه هیواد د لومړنۍ اټومي انرژۍ د فابریکې جوړولو په هکله ټولپوښتني ته وړاندي کړې وه، د رایه ورکوونکو له خوا تائيد سوه.
قزاقستان له دې کبله دغه موضوع ټولپوښتنې ته وړاندي کړه چي د پخواني شوروي اتحاد د اټومي آزموینو د وړانگو د خپرولو په پام کي نیولو سره، په دغه هیواد کي په دې برخه کي مخالفتونه ډیر دي.
د مرکزي آسیا دغه هیواد په نړۍ کي د یورانیمو ستر تولیدونکی دی او د تیلو لویې زیرمي هم لري، خو تل د بریښنا له کمښت سره مخامخ دی.
د قزاقستان د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چي د یکشنبې د ورځې په ټولپوښتنه کي ۶۳،۶۶ سلنه خلکو چي د رایه ورکولو شرایط یې پوره وه، گډون کړی وو او په مجموع کي ۷۱،۱۲ سلنه گډون کوونکو نوموړي طرحې ته مثبته رایه ورکړه.
روسیه، چین، فرانسه او جنوبي کوریا هڅه کوي چي د دغې فابریکې د جوړولو کار چي په پام کي ده د «بلقاش» په سواحلو کي جوړه سي، پر غاړه واخلي.
د قزاقستان ولسمشر دغه فابریکه د «نوموړي هیواد تر خپلواکۍ وروسته د قزاقستان په تاریخ کي یوه تر ټولو ستره پروژه» بللې ده.
قاسم جومارت توکایوف، ویلي دي چي غوره گڼي چي د دغې فابریکې د جوړولو کار«په پرمختللي ټکنالوژۍ مجهز، د نړۍ د شرکتونو څخه جوړ سوي یوه نړیوال کنسرسیوم» له خوا پرمخ ولاړ سي.
سربیره پردې د دغه هیواد خصوصي رسنیو رپوټ ورکړی دی چي د دغې طرحې په لسونو مخالفین تر ټولپوښتنې دمخه تیرو اونیو کي ونیول سول.
په قزاقستان کي د اټومي انرژۍ موضوع له دې کبله حساسه ده چي پخواني شوروي اتحاد د ۱۹۴۹ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ په دغه سیمه کي د ۴۵۰ اټومي آزموینو په کولو سره، یو نیم میلیون انسانان د اټومي وړانگو له خطر سره مخامخ کړل.
په پام کي ده چي دغه فابریکه به د بلقاش په سواحلو کي چې د منځنۍ اسیا دویم لوی جهيل دی، د اولکان نیمه پریښودل سوي کلي ته نیژدې جوړه سي.
په ټولپوښتنه کي د گډون د کچې د زیاتیدو له پاره رایه ورکوونکو حتی اجازه درلوده پرته له نوم ثبتولو څخه هم په هغې کي گډون وکړي. عمومي نقلیه وسیلو هم د ټولپوښتني په ورځ په لویو ښارونو کي خلک وړیا انتقالول.
توکایوف، له دغې رایه اچونې مخکی وویل: «ټولپوښتنه په خپل ذات کي پر هغو سترو بدلونونو یوه بله شاهدي ورکوي چي په تیرو پنځو کلونو کي په قزاقستان کي رامنځته سوي دي، دا د داسي یوه دولت ښکاره نښه ده چي د خلکو ږغ ته غوږ نیسي.»
د قزاقستان پلازمينه آستانه کې دودیزې کوچيانۍ لوبې
قزاقستان سږکال د کوچیاني نړېوالو سياليو کوربه وو. دغه سیالۍ په آستانه کې وې چې تازه پای ته رسېدلي. دغه سیالۍ د منځنۍ آسیا اوسيدونکو د دودیزو ورزشونو له پاره د المپيک یو ډول دی. انځورونه ېې وګورئ. انځور: Meiramgul Kussainova/picture alliance سږکال قزاقستان د پنځم دور نړېوالو کوچیاني سیاليو کوربه وو. د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر پر ۸مه اخیستل شوی دغه انځور په آستانه کې د سیاليو د پرانیستنې مراسم ښيي. په دغو سيالیو کې د ۸۹ هېوادونو تر ۲۰۰۰ ډېرو ورزشکارانو ګډون درلود چې په ۱۲ رشتو کې ېې سیالۍ کولې. په دغه تورنمنټ کې د غېږنيونې، غشې وېشتل، د باښو ښکار او د وزلوبې په څېر دوديزې سیالۍ شاملې دي.
انځور: Muhammed Enes Yildirim/picture alliance په دغو سيالیو کې د قزاقستان او ترکيې د غشي ویشتلو دوه ډوله دودیزې سيالۍ وشوې. د ترکيې پوتا او د قزاقستان جمپا. ټولې سیالۍ په شلو رشتو کې دي. د غیر دودیزو سیالیو لوبغاړي هم کولی شي په دغه تورنمنت کې برخه واخلي.
انځور: Muhammed Enes Yildirim/Anadolu/picture alliance نه لمسېدونکي فرهنګي مېراثونه کوک برو چې په افغانستان کې د وزلوبې یا بزکشي نوم لري د قزاقستان ملي سپورټ دی. په دغه لوبه کې دوه ټيمونه برخه اخلي چې پر آسونو سپاره ورزشکاران پکې هڅه کوي په یوه دایره کې اچول شوی ورغومۍ راپورته او بله داېرې کې ېې واچوي. کوک برو د یونسکو سازمان د نه لمسېدونکو فرهنګي میراثونو په نوملړ کې شامله ده. د آستانې په سیالیو کې کوک برو هم شامله وه.
انځور: Muhammed Enes Yildirim/Anadolu/picture alliance په دودیزو سیالیو کې کارونکي وسایل خپل ماهران لري چې هغوی ېې جوړوي. دوی په دغو وسایلو کې د حیواناتو ښکرونه، ځنګلي بوټی، نی او د مارغانو بڼکې هم کاروي. دوی د دغو وسایلو د ښایست یا ډيکور له پاره په هغو کې خطاطي او نور تزئيني شیان ټمبي. د ترکيې دودیزه غشې ويشتنه هم د یونسیکو د ناملموس فرهنګي میراثونو په نوملړ کې شامله ده.
انځور: Muhammed Enes Yildirim/Anadolu/picture alliance په آستانه کې د نړیوالو کوچیاني سیالیو ترڅنګ نندارتون هم جوړ شوی. د نندارتون له پاره په پراخو میدانونو کې خيمې درول شوي دي. کوچيانۍ نړېوالې سیالۍ په لومړۍ وار په ۲۰۱۴ کې په قزاقستان کې پيل شوې. دغو سیالیو ته له ټولې نړۍ په زرهاو سيلانيان ورغلي ول.
انځور: Meiramgul Kussainova/Anadolu/picture alliance د آستانه د دودیزو سیاليو په لړ کې په مختلفو ډولونو کې د غیږنېونې سیالۍ هم شوي دي. په غیږ نيونو کې یو ډول ېې کج کشتي ده. په افغانستان کې د غیږنيونې ورزشکار ته پهلوانان وايي.
انځور: Emin Sansar/AA/picture alliance
GP/NZ/AG