1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جو بایډن: پوتین پر اوکراین د برید کولو پریکړه کړې ده

۱۴۰۰ بهمن ۳۰, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وایي چې داسې اطلاعات ورته رسیدلي دي چې ښیې پوتین پر اوکراین د برید له پاره خپل تصمیم نیولی دی. بایډن زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې د مناقشې پای ته رسولو له پاره دیپلوماتیک ابزار موجود دي.

USA Washington | Joe Biden zur Russland-Ukriane Krise
انځور: Jim Watson/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې (د فبرورۍ میاشتې ۱۸ نیټې) په ماښام په سپینه ماڼۍ کې وویل پر دې باوري شوی دی چې ولادمیر پوتین پر اوکراین د برید له پاره خپل تصمیم نیولی دی. نوموړي زیاته کړه چې داسې شواهد او دلایل شتون لري چې ښيې روسي ځواکونه په راتلونکو اونیو کې پر اوکراین د برید کولو پلان لري او تصور کیږي چې په ۲ میلیونه او ۸۰۰ زره نفوس لرونکي کیف به برید وشي.

بایډن دغه څرګندونې له دونباس او د اوکراین په ختیځ کې له لوهانسک او دونتسک چې ځانونه خودمختاره جمهوریتونه بولي څخه د ملکي خلکو تر وتلو وروسته کړي دي او دغه اقدام یي پر اوکراین د روسیې د برید له پاره بهانه بللې ده.

په عین وخت کې د امریکا ولسمشر ویلي دي چې روسیه اوس هم کولی شي چې د یوه ناورین رامنځته کوونکي جګړې او دپلوماسۍ ترمنځ یو یې انتخاب کړي.

د لویدیځ د مشرانو ویډیوي کنفرانس

د اوکراین په پولو کې د تشنج زیاتیدو سره هم مهاله د لویدیځو هیوادونو یو شمیر مشرانو د جمعې په ورځ د یوه ګډ ویډیوي کنفرانس په دایرولو سره له روسیې څخه وغوښتل چې د کړکیچ د کمولو له پاره دې اقدام وکړي.

په دغه ویډیو کنفرانس کې د امریکا ولسمشر جو بایډن، د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ، د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون، د کاناډا لومړي وزیر جاستین ترودو، د پولنډ ولسمشر آندژی دودا، د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د اروپایي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین ګډون کړی و.

دوی په دغه مجازي غونډه کې خبرداری ورکړ چې پر اوکراین د روسیې د برید خطر په بشپړ ډول واقعي دی، خو د دیپلوماسۍ لاره باید خلاصه پریښودل شي. د لویدیځو هیوادونو مشرانو وویل چې پر اوکراین د روسیې د برید په صورت کې تیار دي چې د روسیې پر وړاندې پراخ اقدامات ترسره کړي.

جو بایډن په خپله وینا کې د ناټو او اروپایي هیوادونو د مشرانو مجازي غونډې ته په اشارې کولو سره وویل، د روسیې حکومت نه دی بریالی شوی چې د اوکراین د بحران پر سر د لویدیځو هیوادونو ترمنځ تفرقه او بی اتفاقي رامنځته کړي.

نوموړي اعلان وکړ چې پر اوکراین د روسیې د برید په صورت کې به، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل روسیې سیال سرګۍ لاوروف سره خپل پلان کړی ملاقات لغوه کړي.

د کیف حکومت ځواکونهانځور: Getty Images/Gaelle Girbes

«هر څوک چې وسلې پورته کولی شي، پورته دي کړي»

بل لور ته نن د شنبې په ورځ په اوکراین کې د بیلتون غوښتونکو مشر ویلي دي په «دونتسک جمهوریت» کې هر څوک چې وسلې پورته کولی شي، پورته دې کړي.

د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو عمومي مشر دینس پوُشی لین، ټولو ریزرو پوځیانو ته د حرکت په حالت کې د راتلو امر کړی دی او ویلي يي دي: «هر څوک چې وسله پورته کولی شي، پورته دې کړي.»

د بیلتون غوښتونکو دغه مشر د تیلیګرام شبکې په یوه پيغام کې لیکلي دي چې د جګړې د «لا شدید» خطر له امله اوس اړینه شوې ده چې ټول نظامي وړتیاوې دې په حرکت کې راوستل شي. 

نوموړي په دغه تحریري حکم کې د «جنرل موبیلایزیشن» اصطلاح په استعمالولو سره لیکلي دي: «زه د دونتسک جمهوریت له ټولو سړو څخه، چې په خپلو لاسونو کې هر ډول وسلې پورته کولی شي دا غوښتنه کوم چې په لاس کې دې ونیسي او راپورته دې شي، تر څو د خپلو کورنیو، ماشومانو، ښځو او مېندو ساتنه وکولی شو.»

د ختیځ اوکراین بیلتون غوښتونکو د دغه مشر مخاطب د دغه روس پلوه سیمې ټول ریزرو پوځیان دي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب