انځور: Paul Zinken/dpa-Zentralbild/dpa/picture alliance
اعلان
د اوسني وضعیت په نظر کي نیولو سره د جنورۍ میاشتي پر نهمه نېټه به د څارنوالۍ او مدافع وکیل دفاعیې واوریدل سي. تر لسو میاشتو معاملې او مذاکراتو وروسته قاضي القضات پرون دوشنبه اعلان وکړ چي د جنورۍ پر ۱۹ بیا کیدلای سي یو حکم صادر سي.
خو دا لا معلومه نه ده چي د دفاعیې تر اوریدو دمخه به د مقتولي مشر ورور نور اضافه اظهارات هم وکړي. د مقتولي دواړو ۲۷ او ۲۳ کلنو وروڼو خپله خور د ۲۰۲۱ م کال د جولای مياشتي پر ۲۱ مه وژلې، ځکه چي په نظر یې دغه د دوو اولادو مور افغاني اخلاقي اصول نه دي مراعت کړي او سربیره پردې یې تر طلاق وروسته د یو بل چا سره عاشقانه ارتباطات لرل.
انځور: /Patrick Scheiber/imago
د څارنوالۍ د معلوماتو پراساس وروسته هغوی د خپلي خور جسد په یوه بکس کي اچولی او د برلین څخه یې د بایرن ایالت ته انتقال کړی و. تقریباً درې هفتې وروسته د بایرن د یوه استوګنځای سره په یوه سوري کي د هغې جسد پیدا سو. د هغې مشر ورور تر شپږ میاشتنۍ پروسې او پټي خولې پاته کیدو وروسته بلاخره اعلان وکړ چي په فامیل کي یې په ټاټوبي کي د پيسو پرسر سخته شخړه رامنځته سوې وه.