1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

«د افغان کډوالو وژل»؛ ایران رد کړل، طالبان پلټنې کوي

۱۴۰۳ مهر ۲۵, چهارشنبه

د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري د په لسونو افغان کډوالو د وژلو په اړه له ناتائید شویو رپوټونو وروسته طالبانو د پلټنو خبر ورکړی او د ایران استازي دا رپوټونه رد کړل.

«د افغان کډوالو وژل»؛ ایران رد کړل، طالبان پلټنې کوي
د ارشیف انځور: «د افغان کډوالو وژل»؛ ایران رد کړل، طالبان پلټنې کويانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د «حال وش» په نوم یوه خبري ژورنال چې دایران  د بلوچستان او سیستان ولایتونو اړوند خبرونه خپروي، د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري په کلګان سراوان سرحدي سیمو کې د لسګونو افغان کډوالو د وژلو خبر ورکړی دی. دغې رسنۍ د پېښې د قربانیانو او ژوندي پاتې شویو کسانو ویډیوګانې هم خپرې کړي، چې کره والی یې نه دی تائید شوی.

په دغې ویډیو کې چې دوه کسان غږېږي وايي چې دوی تقريباً ۳۰۰ کسان ول چې ايراني ځواکونو پرې ډزي وکړې. د ایران نورو رسنیو په دې اړه رپوټ نه دی ورکړی، خو افغان رسنیو د »حال وش« د ویډیوګانو پر بنسټ رپوټونه خپاره کړي دي.

د سراوان سیمې د لیرې والي او په سیمه کې د خبریالانو د نشتوالي له امله د دغې پېښې تائید او جزئیاتو ته رسېدل ستونزمن کړي او دویچه ویله هم په یاده سیمه کې کومه سرچینه نه ده موندلې.

پر خواله رسنیو دغه رپوټ ته د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو په ګډون افغانانو تند غبرګونونه ښودلي دي. یو شمېر کارونکو پر طالبانو نیوکه کړې ده، چې ګواکې د خلکو په ساتنه کې ناتوانه دي.

«د افغان کډوالو وژل»؛ ایران رد کړل، طالبان پلټنې کويانځور: Mohsen Karimi/AFP

د افغانستان د پخواني حکومت لوی څارنوالی فرید حمیدي پر خپل ایکس لیکلي:«قصدي برید او وژل او په دې پوهېدل، چې هغوی بې دفاع او بې پناه، پناه غوښتونکي دي، د بشریت ضد جنایت، لوی جرم او غیرانساني کار دی.»

اړوند: ايران غواړي له افغانستان سره پر پوله ديوال جوړ کړي

د طالبانو پلټنې؛ د ایران ردول

د طالبانو ادارې  ویاند ذبېح الله مجاهد ویلي دي چې د دوی بېلابېل ارګانونه او ډیپلوماټیک استازي د پېښې په اړه پلټنې او څېړنې کوي. د طالبانو ویاند د خپلې خبرپاڼې په یوې برخه کې چې پر ایکس یې خپره کړې ده، ویلي دي:«په دې اړه د افغانستان د اسلامي امارت بيلابيل ارګانونه او دیپلوماتیکې استازولۍ پلټنې او تحقيقات کوي، داچې د پیښې سیمه له هیواده بهر ښودل کیږي، تر اوسه معلومات نه دي کره شوي، د موضوع تر روښانتيا وروسته به په دې برخه کي لازم تصميم ونيول شي.»

د ایران حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان  له پاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي دا رپوټونه رد کړي او هغه یې »د رسنیو تبلیغ« بللی دی.

کاظمي پر خپلې ایکس شبکې لیکلي دي:«تر دې دمه د مختلفو سرچینو له لارې د تعقیب په پایله کې روښانه شوې ده چې سراوان کې د لسګونو غیرقانوني کسانو د وژلو په اړه خبرونه صحت نه لري.»

اړوند: ایران ولې له افغانستان سره د پولې د تړلو پرېکړه کړې؟

له ایران څخه د افغان کډوالو اخراج ته په اشارې د ایران استازي ویلي دي، چې دا کار په قانوني توګه تر سره کېږي.

هغه زیاته کړې ده:«د ایران اسلامي جمهوریت هوډ لري چې د غیر قانوني پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو او په ټولو سرحدي نقطو کې د هغوی د غیر قانوني ننوتلو سره قانوني چلند وکړي.»

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې د ایران حکومت د افغان کډوالو پر اخراج ټینګار کوي. افغان کډوال  د کار بندیز او په ځینو ښارونو کې د موټر چلوونې د بندیز په ګډون په ایران کې له زیاتېدونکې سختۍ سر ټکوي. په تېر کې هم د ایران پر پوله دا وړ پېښې شوي دي، چې د ایران سرحدي ځواکونو پر هغو کډوالو ډزې کړي دي، چې په ناقانونه توګه یې ایران ته د ننوتلو هڅه کوله.

ژباړه: امید دیدار

له ترکيې څخه د افغان کډوالو ویستل او د قاچاقي لارو ننګونې

04:46

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب