شخړياوکرایین
اوکراین: د روسي ډرون او توغندیزو بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده
۱۴۰۴ آبان ۳, شنبه
اعلان
سیمه ایزو چارواکو ویلي چې د اوکراین په ختیځ دنیپروپتروفسک سیمه کې د روسیې د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو په بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د دغه رپوټ پر بنسټ د استوګنې د ودانیو سربیره، یو سوداګریز ساختمان هم زیانمن شوی دی. د سیمه ایز ادارې نظامي مشر په تلګرام ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي چې د دغو بریدونو په پایله کې په څو ځایونو کې اورلګیدنې رامنځته شوي دي.
د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو وویل چې د اوکراین پلازمېنه هم تیره شپه د روسیې له خوا تر بریدونو لاندې نیول شوی وه چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۶ کسان ټپیان شوي دي. د پلازمېنې په ختیځه برخه کې هم اورلګیدنې رامنځته شوي دي.
د روسیې له خوا د منځني واټن بالستیک توغندي د ویشتل کیدو احتمال له کبله د لنډې مودې له پاره په اوکراین کې د خطر زنګونه وغول شول.