1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغانستان په هکله کنفرانس کې ګډون نه کوي

۱۴۰۰ آبان ۱۲, چهارشنبه

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په نوي ډهلي کې د افغانستان په اړه کیدونکي کنفرانس کې له ګډون کولو څخه انکار کړی دی. هند له افغانستان سره د مرستې له پاره پاکستان ته یو وړاندیز هم کړی، خو دغه هیواد یې ځواب نه دی ورکړی.

USA Moeed Yusuf 2011
انځور: Getty Images/AFP/A. Wong

پاکستان په خپله بیانیه کې دا خبره واضحه کړې ده چې راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه کنفرانس کې ګډون نه کوي. چین تر اوسه پورې په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی، خو دا خبر د هندي رسنیو په سر ټکو ځای لري چې چین به هم د پاکستان په څیر په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په اسلام آباد کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه خو نه ځمه، یو تخریب کوونکی څنګه د امنیت قایمولو هڅه کولی شي؟» هغه له خپل ازبکستاني سیال سره تر خبرو اترو وروسته مطبوعاتي کنفرانس ته وینا کوله.

د معید یوسف اشاره شاید هم د هندي چارواکو هغو څرګندونو ته وې چې نوی ډهلي په سمیه کې د ټولو ستونزو پړه پر پاکستان ور اچوي، په داسې حال کې چې پاکستان بیا ادعا کوي چې په سیمه کې د ټولو مساېلو ريښې په هند کې دي.

نوی ډهلي د افغانستان د امنیت په اړه ډیر انديښمن دی، نو له همدې امله هند هم د یوه لوړې کچې کنفرانس د رابللو تابیا نیسي. ټاکل شوې ده دغه کنفرانس به د نومبر میاشتې د ۱۰ او ۱۲ نیټو ترمنځ وشي.

هند د دې کنفرانس له پاره د پاکستان، چین، ایران، روسیه، ازبکستان او تاجیکستان په څیر د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د ملي امنیت سلاکاران ور بللي دي. خو په دې کنفرانس کې طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

د پام وړ خبره خو دا ده چې د افغانستان په هکله تر اوسه پورې د پاکستان دریځ دا پاتې شوی دی چې په داسې کومې غونډې کې ګډون نه کوي، چیرې چې د طالبانو کوم استازی موجود نه وي. هند چې کومه غونډه را بللې ده هغې ته طالبان نه دي ور بلل شوي.

افغانستان ته د خوراکي موادو استولو وړاندیز

یو شمیر هندي رسنیو د سه شنبې په ورځ د هندي چارواکو په حواله ویلي دي چې هند پاکستان ته د خوراکي توکو د استولو له پاره یوه پروژه وړاندیز کړې ده، خو په دې اړه هم پاکستان تر اوسه کوم ځواب نه دی ورکړی.

د انډین ایکسپریس ورځپاڼې په حواله هند د پاکستان د ځمکې له لارې افغانستان ته د غنمو او یو شمیر نورو خوراکي توکو د استولو وړاندیز کړی دی او د پاکستان له لارې یې د نږدې ۵۰۰۰ لاریو د استولو اجازه غوښتې ده. پاکستان لا پر دې وړاندیز غور کوي.

د ورځپاڼې په حواله که هندي لارۍ د پاکستان د ځمکې له لارې د تیریدو اجازه ترلاسه نه کړي، نو پاکستان به دغه مواد د هند له سرحد څخه پورته کوي او افغانستان ته به یي رسوي چې دا کار به یو څه ستونزمن وي.

چین، ترکیې او پاکستان په څیر هیوادونو لا پخوا د بشري مرستو رسولو کار پیل کړی دی. هند هم غواړي ورته کار وکړي، خو له دغه هیواد سره د پاکستان پرته بله لار نشته او که شته هم هغه ډیره ستونزمه او ډیر مصارف ایجابوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز