زيلنسکي: د امريکا د امنیتي تضمينونو تړون چمتو شوی دی
۱۴۰۴ بهمن ۶, دوشنبه
د اوکراين جګړې ته د پای ټکي ايښوولو له پاره د امريکا متحده ايالاتو، روسیې او اوکراين د استازو ترمنځ د ترسره شویو مذاکراتو وروسته د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، ويلي دي چې کيف ته د امنيتي تضمينونو د ورکولو په اړه د امریکا تړون «۱۰۰» فيصده بشپړ شوی دی.
د يکشنبې په ورځ د لتوانيا پلازمينې ويلنيوس ته د سفر پر مهال له خبريالانو سره د خبرو اترو پر وخت زيلنسکي وويل: «زموږ له پاره د امنيتي تضمينونو معنا په تېره بيا د امريکا له لوري د امنيت ډاډګيرنه ده. په دې اړه سند په بشپړه توګه چمتو دی او موږ د خپلو متحدينو له لوري د نیټې او ځای تائيد ته منتظر يو څو دا تړون لاسليک کړای شو.»
اړونده موضوع: زيلنسکي د سولې په خبرو کې پر روسیې د نور فشار غوښتنه کړې
نوموړي وويل چې تر دې وروسته به دا سند د تصويب له پاره د امريکا ګانګرس او د اوکراين پارلمان ته وړاندې کړل شي.
اوکراين په دې ترڅ کې تر ۲۰۲۷م کال پورې له اروپايي اتحادیې د غړيتوب د ورکولو غوښتنه هم وکړه او دا یې «اقتصادي امنيتي تضمين» وباله.
زيلنسکي: د ابوظهبۍ مذاکرات ګټور ثابت شول
د جمعې او شنبې په ورځ د اوکراين، روسيې او امريکا استازو د متحده عربي اماراتو په پلازمينه ابوظهبۍ کې خپله لومړنۍ درې اړخیره ناسته وکړه. په دې مذاکراتو کې د روسیې د تقريباً څلورو کلونو راهېسې روانې جګړې د ختمولو له پاره د واشنګټن پر چوکاټ خبرې اترې وشوې.
په دې خبرو اترو کې د دیپلوماتانو ترڅنګ د دريو اړخونو پوځي استازو هم ګډون درلود. که څه هم چې د مذاکراتو په پايله کې په سملاسي توګه د سولې کوم تړون ونه شو خو زيلنسکي، دا خبرې «باثمره» وبللې.
د يوه امريکا چارواکي په حواله د بل پړاو د خبرو اترو له پاره به ښکيل اړخونه د فيبروۍ پر لومړۍ نيټه يو ځل بیا په ابوظهبي سره وګوري.
زيلنسکي، ټينګار کړی دی چې د اوکراين او روسيې په دریځونو کې اوس هم بنسټیز اختلافات موجود دي، په ځانګړي توګه د ځمکې يا سیمو په اړه.
هغه وويل: «زموږ د ځمکې په اړه زموږ دريځ يعني د اوکراين ځمکنۍ بشپړتيا ته دې درناوی وشي.»
اړونده موضوع: ايا اوکراین ته به امنيتي تضمينونه ورکړل سي؟
نوموړي د کريملن هغه دریځ ته هم اشاره وکړه چې ټينګار کوي چې کيف دې د اوکراين د ختيځ له ځينو هغو سيمو څخه خپل عسکر بيرته را غواړي چې روسیه یې الحاق شوې بولي که څه هم چې د روسیې پوځونه دي توانيدلي چې دغه سيمې په بشپړه توګه ونيسي.
زيلنسکي، وويل چې په دې تړاو «اوکراين او روسيه دوه مختلف دريځونه لري. امريکايان په دې اړه يوه جوړجاړي ته د رسېدو په لټه کې دي.»
ولوديمیر زيلنسکي، وويل چې «ټول دريځونه بايد درک کولو ته اماده وي.»
روسیې د اروپايي اتحادیې له چارواکو سره له خبرو اترو ډډه کړې
بل لوري ته روسیې ويلي دي چې د اوکراين د جګړېد ختمولو له پاره به د اروپايي اتحادیې له چارواکو سره هیڅ ډول خبرې اترې ونه کړي. د کريملن وياند ديميتري پيسکوف، د اروپايي ټولنې مشرتابه «بې کفايته» بللې ده.
پیسکوف، په ځانګړي توګه د اروپايي اتحادیې د بهرنيو چارو پر مسئولې او د استونيا پخوانۍ لومړۍ وزیرې کایا کالاس باندې نیوکې وکړې.
هغه وويل: «له هغې سره خو به موږ پر هیڅ موضوع خبرې اترې ونه کړو او نه به هم امريکایان داسې وکړي. موږ څه کولی شو؟ موږ به بس تر هغه وار وکړو تر څو هغه له تړون لاس پر سر شي.»
د جګړې له کبله اوکراينيان له سختې يخنۍ کړيږي
د جګړې د ختمولو له پاره پر مذاکراتو سربیره پر اوکراين باندې د روسيې د توغنديو او ډرون بريدونه دوام لري چې هدف یې د انرژۍ بنسټیزې زيربناوې دي.
د دې بريدونو سره د مقابلې له پاره زيلنسکي، له خپلو متحدينو څخه د فضايي مرستې د ډیرولو غوښتنه هم کړې ده.
اړونده موضوع: ترمپ پر اروپایې مشرانو سختې نیوکې کړي او هغوی یې کمزوري بللي دي
نوموړي د يکشنبې په ورځ وویل: «روسانو يوازې په دې اونۍ کې له ۱۷۰۰ ډېر د ډرون او ۱۳۸۰ لارښود فضايي بمونو بريدونه کړي او ۶۹ بېلا بېل ډوله توغندي یې توغولي دي.
هغه زياته کړه: «له همدې کبله د دفاعي سیسټم له پاره هره ورځ توغنديو ته اړتيا ده او موږ د امريکا او اروپا سره په ګډه خپلې فضا ته د پياوړي محافظت د ورکړې له پاره خپل کار ته دوام ورکوو.»
د کيف په وينا پر اوکراين باندې د روسیې د بشپړ يرغل راهېسې دا تر ټولو سونزمن ژمی دی چې علت یې شدید ساړه دی.