1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراين: زيلسنکي پارلمان ته د «بريا پلان» وړاندې کړ

۱۴۰۳ مهر ۲۵, چهارشنبه

زيلسنکي، د اوکراين پارلمان ته په خپله وينا کې روسیې ته د خپلې خاورې سپارل رد کړل او له لوېديځ څخه یې غوښتنه وکړه چې دغه هېواد ته دې په ناټو کې د شامليدو بلنه ورکړي.

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکی
په پارلمان کې د زيلنسکي د وینا پر مهال يوازې د پارلمان غړي نه، بلکې د پوځ او استخباراتو لوړپوړي چارواکي او سياسي مشران موجود ول.انځور: AFP

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د چهار شبې په ورځ د اوکراين پارلمان غړيو ته خپل د «بري پلان» وړاندې کړ. په دې طرحه کې پوځي، سياسي، دیپلوماتيکي او اقتصادي عناصر شامل دي.

په پارلمان کې د نوموړي د وینا پر مهال يوازې د پارلمان غړي نه، بلکې د پوځ او استخباراتو لوړپوړي چارواکي او سياسي مشران موجود ول.

دا طرحه په داسې حال کې وړاندې کيږي چې اوکراين د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ مياشتې د روسیې له يرغل راهېسې یعنی له کابو دوه نيمو کالونو راهېسې جګړه تجربه کوي او دغه هېواد خپله ختيځه جبهه د روسیې ځواکونو ته د بايللو په حال کې دی.

زيلنسکي، د پارلمان غړيو ته وويل: «د اوکراین د بري طرحه زموږ د هېواد او دريځونو د پياوړي کولو پلان دی څو دومره ځواکمن شو چې جګړې پای ته ورسوو.»

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «د پلان د عملي کولو امکان شته. دا زموږ په شريکانو پورې اړه لري. دا په روسيه منحصر نه دی. هر څوک یې ويني چې روسيه صادقانه سولې ته ليواله نه ده. پوتین ليونی دی او يوازې جګړه غواړي.»

زيلسنکي، په خپلو خبرو کې وويل چې اوکراين به خپله هیڅ ځمکه روسیې ته ور نه کړي او استدلال یې وکړ چې حل په يوه منجمده شخړه کې پروت نه دی او نه په دې کې چې »د اوکراين پر حاکميت او قلمرو تجارت وشي.»

د اوکراین جګړه: آیا روسیه د ټانکونو له کمښت سره مخ ده؟

03:15

This browser does not support the video element.

زيلنسکي يو ځل بيا له لوېديځ څخه غوښتنه وکړه چې اوکراين ته په روسيه کې دننه د هدفونو د په نخښه کولو له پاره د اوږده واټن وسلو د کارولو اجازه ورکړي. هغه ایران، چين او شمالي کوريا له روسیې سره د مرستې له کبله وغندل او دغه هېوادونه یې د «جنايتکارو ائتلاف» وباله.

د اوکراين ولسمشر له ناټو څخه غوښتنه وکړه چې اوکراين ته دې په دغه دفاعي ائتلاف کې د شامليدو غيرې مشروطه بلنه واستوي. زيلنسکي دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې په امريکا کې د نوامبر پر پنځمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کیږي چې يو کانديد یې يعني د جمهوري غوښتونکو نوماند دونالد ترمپ، له اوکراين سره د پوځي مرستې د درولو خبره کوي.

زيلنسکي د اقتصاد په اړه وويل چې امريکا، اروپايي اتحاديه او نور متحدين کولی شي د ګډې پانګونې او د اوکراين د طبيعي زيرمو د کارولو له پاره د يوه تړون ملاتړ وکړي.

زیلنسکي وويل چې د بريا تګلاره تر بل کاله پورې په اوکراين کې جګړې ته د پای ټکې ایښوولی شي. نوموړی په دې آند دی چې تر جګړې وروسته اوکرايني پوځي قطعې په اروپا کې د میشتو امريکا د ځينو قطعو ځای نيولی شي.

زيلنسکي وويل چې هغه به «خپل د بري پلان» په بروکسل کې د پنجشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې هم وړاندې کړي.

روسیې د زيلنسکي «د بري طرحه» غندلې

روسیې په دې منځ کې د زيلنسکي د «بري پلان» غندلی دی او له اوکراين څخه یې غوښتنه کړې ده چې له منطق څخه کار واخلي.

د کريملن وياند ديمتري پيسکوف، وويل: «د کيف د رژيم له پاره يوازنی پلان دا کیدای شي چې درک کړي سیاست یې بې معنا دی او له عقل او منطق څخه د کار اخيستو اړتيا وپيژني.»

پېسکوف، دا تبصره په داسې يوه وخت کې کړې ده چې روسيې د اوکراين په ختيځ کې دوو نورو کليو د نیولو ادعا کړې ده. د اوکراين حکومت د دې کليو له لاسه ورکول تائيد کړي نه دي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP, AFP, dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب