1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراين پر کراماتورسک ښار د بريد تلفاتو لوړ شوي

۱۴۰۲ تیر ۷, چهارشنبه

د اوکراين په ختيځ کې پروت ښار کراماتورسک د روسیې د راکټي بريدونو هدف ګرځيدلی دی. په دې منځ کې د ناټو عمومي منشي د مسکو په مقابل کې دفاع ته پر خپل چمتووالي ټینګار کړی دی.

د کراماتورسک ښار چې د روسیې د بريدونو هدف شوی
د کراماتورسک ښار چې د روسیې د بريدونو هدف شویانځور: UKRAINIAN PRESIDENTIAL PRESS SERVICE/REUTERS

د رسمي شمیرو په حواله د اوکراين پر کراماتورسک ښار د روسیې د توغنديو په بريد کې اته کسان وژل شوي او۵۶ نور ټپیان شوي دي. ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، په خپله ماښامنۍ ويديويي وينا کې وويل چې په وژل شويو کې يو ماشوم هم شامل دی.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د دونیڅک سيمې ګورنر پاولو کيريلنکو، وويل چې توغندي پر نورو سربیره د ښار په مرکز کې پر هغه ريستورانت هم لګېدلي دي چې د ژورناليستانو او د پوځي منسوبين د خوښې ځای بلل کیږي. نوموړي زياته کړې ده چې د بريد پر وخت په دغه رستورانت کې ډېر ملکيان موجود ول.

د ژغورنې د عملې په حواله په ودانۍ کې په نورو کسانو پسې لټه روانه ده.

اړونده موضوع: ناټو: «سویډن د ترکیې شرایط پوره کړي»

د «ال ټیمپو» د کولمبيايي ورځپاڼې په حواله په رستورانت کې په ټپي شويو کې پر نورو سربيره مشهور کولمبيايي ليکوال هيکتور اباد فرانسيولنس، د سولې له پاره د لاتين امريکا د دغه هېواد ځانګړې استازی سیرګیو جرامیلو او همدا راز اوکراينۍ ليکواله ويکتوريا اميلن، هم شامل دي. زیاته شوې ده چې د روسیې په بريد کې دوې ژورنالیستانې هم ټپيانې شوي دي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د رستورانت ترڅنګ د استوګنې اپارتمانونه، موټر، دوکانونه، د پوست يوه ودانۍ او نورې ودانۍ هم زيانمنې شوي دي.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ د ناټو د اووه غړيو هېوادونو د دولتي او حکومتي مشرانو سرهانځور: Peter Dejong/AP Photo/picture alliance

کراماتورسک د جګړې تر مخه ۱۵۰ زره نفوس درلود او په ختیځ کې هغه وروستۍ ستر ښار دی چې د اوکراين تر کنترول لاندې دی. دا ښار د جګړې له لومړۍ کرښې څخه کابو ۳۰ کيلومتره لیرې پروت دی.

«ناټو د مسکو او منسک پر وړاندې دفاع ته چمتو ده»

دناټو د عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ، په خبره دغه پوځي ائتلاف د «مسکو او يا منسک» له خوا د هر ډول ګواښ پر وړاندې دفاع ته چمتو دی.

نوموړي په دنهاک کې د اوو دولتونو او حکومتونو له مشرانو سره تر يوې ماښامنۍ وروسته وويل: «په بشپړه توګه څرګنده ده چې موږ مسکو او منسک ته ښکاره پېغام استولی دی چې ناټو د هر متحد او د ناټو د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع ته چمتو ده.»

اړونده موضوع: ناټو د روسيې خلاف نوې دفاعي طرحې په جوړولو کې توافق ته ونه رسېده

نوموړي زياته کړه چې دا ائتلاف به په جولای میاشت کې په لتوانيا کې د راتلونکې سرمشریزې په ترڅ کې د خپلو دفاعي سيسټمونو د پياوړي کولو پریکړه نهايي کړي څو د غړيو هېوادونو ښه دفاع وشي، په ځانګړي توګه د هغو چې له روسیې او سپينې روسیې سره شريکه پوله لري.

ستولتنبيرګ له دې څخه هم خبرداری ورکړ چې د واګنر ډلې د پاڅون تر پېښې وروسته د روسیې له خوا متوجې ګواښ لږ جدي وګنل شي. هغه وويل دا روښانه ده چې د اوکراين پر وړاندې د کريملن د مشر ولاديمير پوتين، دې غير قانوني جګړې په روسيه کې اختلافاتو پسې ژور کړي دي او نوې ترنګلتياوې یې رامنځته کړي. خو اوس مهمه دا ده چې د اوکراين ملاتړ ته دوام ورکړل شي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, rtr, afp, ap)

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل