روسيې اروپايي ټولني ته د نويو تحريمونو په اړه خبرداری ورکړی
۱۳۹۹ اسفند ۴, دوشنبهاروپايي ټولنه په پام کې لري چې له الکسي ناوالنی سره د روسيې د برخورد په اړه پر دغه هيواد باندي نوي بنديزونه ولگوي. الکسي ناوالنی د پوتين سرسخت مخالف دی. روسيې د دغو احتمالي بنديزونو په اړه اروپايي ټولني ته خبرداری ورکړی دی.
په اروپايي ټولنه کي د روسيې سفير ولاديمير چيږوف له آلمانۍ ورځپاڼي »دي ولت« سره په خبرو کي ټينگار کړی دی چي هغه اوس په دې اړه څه نسي ويلای چي آيا اروپايي ټولنه به په رښتيا هم »د روسيې پر وړاندي د يو اړخيزو او غيرموجه بنديزونو« يو بل دور پيل کړي.
چيږوف زياته کړه چي هغه ته دا روښانه ده چي اروپايي ټولنه په تيرو کلونو کي »په بې اساسه تورونو سره« په سيستماتيکه توگه له روسيې سره د اړيکو د پراختيا خنډ سوې په داسي حال کي چي روسيه »يو د اعتماد وړ شريک« دی چي همکاريو ته دروازه نه تړي.
د ديپلوماتانو د څرگندونو له مخي، پتېيل سوې ده چي د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو وزيران به د دوشنبې په ورځ پر روسيې باندي د بنديزونو په اړه يوې سياسي پريکړي ته سره ورسیږي، خو دا چي بنديزونه به څه ډول وي وروسته به کار پر وسي.
اروپايي ټولنه غواړي چي په لومړي ځل د بنديزونو لگولو نوې قاعده د بشري حقونو د ترپښو لاندي کولو پرضد وکاروي.
د نويو احتمالي بنديزونو لگولو دليل د کرملين منتقد الکسي ناوالني بندي کول او د هغه په ملاتړ مظاهره کوونکو سره برخورد بلل سوی دی.
د دوشنبې په ورځ په مسکو کي يوې محکمې ناوالنی په دوه نيم کاله بند محکوم کړ. او پر دې سربيره هغه د دوهمي نړيوالي جگړې يوه عسکر ته د توهين په خاطر ۹۵۰۰ يورو جريمه هم سو.
ناوالنی د روان کال په جنوري مياشت کي له آلمان څخه مسکو ته له رسېدو سره سم ونيول سو.