د اوکراين په هکله د روسیې او امريکا خبرې اترې بې پايلې وې
۱۴۰۴ آذر ۱۲, چهارشنبه
د کريملن وياند وويل چې په مسکو کې دا خبرې اترې رغندې وې، خو د اصلاح شوې مسودې ځينی برخې د روسیې له پاره د منلو وړ نه دي. د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير مارکو روبیو، بيا ويلي دي چې په اوکراين کې د جګړې د ختمولو له پاره په ترسره شويو دې خبرو اترو کې «يو څه پرمختګ» شوی دی.
د سې شنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، د ولسمشر دونالد ترمپ، له ځانګړي استازي ستيف ويتکوف، او د هغه له زوم جیراد کشنر، سره خبرې اترې وکړې. د مذاکراتو دا پړاو د جګړې ختمولو له پاره له اونیو راهېسې روانو ديپلوماتيکي هلو ځلو برخه ده.
اړونده موضوع: د واشنګټن د سولې پلان؛ د ترمپ ځانګړې استازې مسکو ته ځي
امريکایي ډلې له مسکو څخه تر وتلو وروسته د دې خبرو اترو په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو د امريکا د بهرنیو چارو وزير مارکو روبيو د فاکس نیوز سره په خبرو کې وويل: «موږ هڅه وکړه او زه په دې آند یم چې يو څه پرمختګ هم وشو. موږ بايد په دې وپوهيږو چې اوکراين ته څه د منلو وړ کيدلای شي چې هغوی ته د راتلونکي له پاره تضمينونه ورکړي.»
منزل لا ډېر لېرې دی!
د مذاکراتو تر مخه پوتین د خپلو خبرو په ترڅ کې پر اروپايي مشرانو نیوکې وکړې. هغه وويل چې اروپايي مشران د دې غلط فهمۍ ښکار دي چې روسیې ته ستراتيژيکه ماته ورکولی شي. د نوموړي په حواله «روسيه له اروپا سره د جګړې اراده نه لري خو که چېرې اروپا ناڅاپي جنګ غواړي او شروع کوي یې نو موږ هم تيار يو.»
اړونده موضوع: سیپري: تسلیحاتي شرکتونه د اوکراین له جگړې څخه گټه پورته کوي
د کريملن يوه معتبر مشاور يوري اوشاکوف، خبريالانو ته وويل: «تر اوسه موږ کوم جوړجاړي ته نه يو رسېدلي خو د امريکا د ځينو وړاندیزونو په اړه خبرې اترې کیدلای شي.»
نوموړي وویل چې ځيني ټکي داسې هم ول چې توافق پرې وشو خو ولسمشر د وړاندیزونو په اړه خپل تنقيدي بلکې منفي دريځ پټ نه کړ.
خو اوشاکوف، دا مذاکرات وستايل او ویې ويل چې خبرې اترې ګټورې او رغنده وې خو اوس هم ډېر کار په مخکې پروت دی.
د اختلاف مهم ټکي
اوکراين او متحدين یې پر امريکا فشار واردوي چې د سولې په خپل پلان کې چې سپينه مانۍ هڅه کوي ژر ومنل شي، تغيرات راولي. هغه پلان چې داسې ښکاري د کريملن له لوري هم ښايي ومنل شي.
د دې پلان مسوده په نوامبر میاشت په رسنیو کې خپره شوې وه. د دې پلان په اړه انګیرنه دا ده چې د روسیې په ګټه دی خو په دې تېرو څو اونیو کې پکې يو شمیر تغیرات راوستل شوي دي.
د مسکو او کیف ترمنځ په مهمو اختلافاتو کې له اوکراين څخه د هغو سيمو د پرېښودولو غوښتنه هم شامله ده چې تر اوسه یې لا په ولکه کې دي. پر دې سربیره د اروپا له لوري ورکړل شوي امنيتي تضمينونه هم په بحثونو کې شامل دي.
مسکو او د اوکراين اروپايي متحدين تر اوسه په دې اړه شديد اختلاف لري چې د سولې د تړون بڼه بايد څه وي.
زیلنسکي څه وویل؟
د اوکراين ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي، وويل چې تمه لري تر ملاقاتو وروسته امريکايي پلاوی ده ته له کريملن سره د ترسره شويو خبرو اترو جزيات ورکړي. که څه هم چې دا روښانه نه ده چې ستيوف ويتکوف، او جيراد کشنر، به کیف او يا کوم بل اروپايي هېواد ته سفر وکړي او که څنګه.
زيلنسکی، د شې شنبې په ورځ وويل چې د جګړې ختمولو فرصت «اوس تر مخکې ډېر» دی خو د وړاندیزونو پر ځينو اړخونو اوس هم کار ته اړتيا ده.
اړونده موضوع: پوتین د اوکراین د سولې په هکله د ترمپ طرحه د توافق له پاره پيلامه بللې
نوموړي وويل چې «هیڅ اسان حل نه شته»، او يو ځل بيا یې ټينګار وکړ چې د سولې په مذاکراتو کې دې کیف هم شامل کړل شي او څرګند امنيتي تضمينونو دې ورکړل شي چې په ناټو کې د اوکراين غړيتوب هم پکې شامل دی.
د يادولو وړ ده چې روسيه له اوږدې مودې راهېسې په ناټو کې د اوکراين د شاملیدو مخالفت کوي او ترمپ، هم دا خبره رد کړې ده.
زیلنسکي زياته کړې: «موږ جګړه بايد داسې ختمه کړو چې روسيه يو کال وروسته بیرته را ونه ګرځي.»