1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران ته نږدې د امریکا، بلجیم، فرانسې او جاپان پوځي تمرینونه

۱۴۰۰ فروردین ۲, دوشنبه

د امریکا سمندري ځواکونو اعلان کړی دی چې له بلجیم، فرانسې او جاپان سره یې په ګډه په منځني ختیځ کې سترې پوځي مانورې پيل کړي دي. دا مانورې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د جنجال په تعقیب د دغه هیواد اوبو ته نږدې کيږي.

Frankreich Flugzeugträger Charles de Gaulle
انځور: picture-alliance/AP Images/C. Ena

د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د یکشنبې (د مارچ میاشتې ۲۱ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې له ایران سره د اټومې پروګرام پر سر د لانجې په تعقیب یې له بلجیم، فرانسې او جاپان هیوادونو سره په ګډه لوې پوځي سمندري مانورې پيل کړي دي.

دغه تمرینونه د «د عرب سمندر د جنګي مانورو ډلې» په نامه د یادو څلورو هیوادونو پورې د اړوندو جنګي بیړیو په ګډون په عرب سمندر او عمان خلیج (عمان سمندر) کې صورت نیسي.

دغه تمرینونه وروسته له هغې ترسره کیږي چې ایران په ۲۰۱۸م کال کې له اټومې موافقتنامې څخه د امریکا د وتلو په غبرګون کې د دغې موافقتنامې له تعهداتو څخه سرغړونه وکړه او د پام وړې کچې پورې یې خپل د یورانیمو د غنې کولو پروګرام جاري وساته او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

ایران د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ کې اعلان وکړ چې اراده لري خپل د یورانیمو غلظت ۲۰ سلنې ته لوړ کړي. په فبروري میاشت کې یې د الحاقي پروتوکول له مخې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس څارونکي له خپلو اټومي تاسیساتو څخه له لیدنې منع کړل.

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس مشر رافائل ګروسي د مارچ میاشتې په اواسطو کې وویل چې د ۲۰ سلنې په غلظت سره د یورانیمو غني کول د اټومي وسلو جوړولو ته د نږدې کیدو په برخه کې یو مهم ګام دی.

نوموړي اوسنۍ وضعه غیر عادي وبلله او زیاته یې کړه: «څرګنده ده چې د ایران له خوا د غیر نظامي موخو له پاره د یورانیمو کارونې په اړه د ډاډ ترلاسه کولو په خاطر، جدي ارزونو ته اړتیا ده.»

ګروسي وویل چې ایران اوسمهال شاوخوا ۲۰ کیلوګرامه، ۲۰ سلنه غني شوي یورانیم لري او مخکې تر دې یې هم ۳۰۰۰ کیلوګرامه د لږ غلظت لرونکي یورانیم تولید کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ایران د غني شویو یورانیم زیرمې مخ پر ډیریدو دي او «دوی له لا زیاتو تجهیزاتو څخه په استفادې د یورانیمو د غني کولو له پاره خپله توانایې لا زیاتوي.«

ګروسۍ د مارچ میاشتې په پيل کې د اټومي انرژۍ د څار آژانس IAEO د پرانیستې په غونډه کې هم ټینګار کړی وو چې ایران په تیرو ۱۸ میاشتو کې په دغه هیواد کې پر اټومي موادو ککړو ذراتو د موجودیت په اړه اړين، بشپړ او له مسلکي پلوه قانع کونکي توضیحات نه دي ورکړي.

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس مشر رافائل ګروسي انديښنه څرګنده کړه چې د ایران د غني شوي یورانیمو تولید کیدای شي داسې کچې ته ورسیږي چې د پوځي استفادې امکان ولري.

د امریکا ولسمشر جو بایدن په وار وار ویلي دي چې په هغه صورت کې چې ایران د موافقې له مخې خپلو ژمنو ته ستون شي، د امریکا حکومت به هم یو وار بیا اټومې موافقې ته ستون شي.

خو ایران ټینګار کوي چې یوازې په هغه شرط به د موافقې تعهداتو ته ستون شي، چې د امریکا له خوا لګول شوي بندیزونه په بشپړ ډول لغوه یا لیري کړای شي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب