په آلمان کې جرم او جنایت؛ اوضاع څومره خطرناکه ده؟
۱۴۰۴ شهریور ۲۶, چهارشنبه
یوټیوبر کورت کاز چې یو جنوبي افریقايي الاصله آلمانی دی، په یوه ويډيو کې د آلمان د فرانکفورت ښار د ریل ګاډو عمومي تم ځای ته نژدې یوه بدنامه محله په آلمان کې د نوي عادي وضعیت په توګه معرفي کوي، کومه چې «په بشپړه توګه د غیرقانوني مهاجرو له لوري جرم، جنایت او مخدره موادو په سر اخيستې ده.» هغه وايي: «نوی آلمان» د «شرم او مسخرې» خبره ده.
په یوه ويډيو کې چې هغه له دغې ناحیې اخیستې، د مخدره موادو معتادین په کې ښودل کيږي چې د پلې تګ راتګ پر لار پراته دي. هغه د یوه مشکوک پلورنکي له خوا ګواښل کيږي او یوه ښځه پرې بوتل ګوزاروي. دغه ويډیو په یوتیوب کې له ۷ میلیون او په ټيک ټاک کې له ۱۰ میلیون ځله ډېره کتل شوې چې د پردیو د وېرې ډېر نظرونه ورکړل شوي دي.
په آلمان کې د جرم او جنایت په هکله ورته ډېرې ويډیوګانې موجودې دي او داسې ښکاري چې دغه وضعیت پر یوې حساسې موضوع بدل شوی دی. خو آیا دغه ويډيوګانې کټ مټ واقعیتونه منعکس کوي؟
ښارونه د هغو له څنډو لا خطرناک
د جرمونو کارپوهه، سوزان کارشتيت دویچه ويله ته وویل چې د فرانکفورت ښار د ریل ګاډو مرکزي تم ځای ته نژدې محله، له مودو راهیسې د جنسي کاروباریانو په ځای بدله شوې او «دغې موضوع تاوتریخوالي او د مخدره موادو جرمونه دغه ځای ته راکاږلي دي.»
نور ولولۍ: المان: د چړې په وسیله برید کوونکی افغان په عمري بند محکوم شو
په ټول آلمان کې داسې منفرد ځایونه شته چې د جرمونو لوړ ارقام لرونکي دي. د ډېرو نورو هېوادونو په څېر، جرمونه د کلیواليو سیمو په پرتله په ښارونو کې ډېر دي.
د بېلګې په توګه د آلمان په لويو ښارونو لکه بریمن، برلین او فرانکفورت کې د جرمونو کچه لوړه ده چې دا تر ېوه حده په دې دلیل ده چې په دا ډول ځایونو کې ټولنیزه برابري د کلیوالي یا له ښاره بهر علاقو په پرتله ډېره ده.
کارشتيت وايي چې په ټوله کې کېدای شي آلمان یو «ډېر امن هېواد» وګڼل شي چې د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو ته په کتو د جرمونو کچه پکې د ډېرو نورو غربي هېوادونو په پرتله کمه شوې ده.
د جرمونو د کچې د کمېدا یوه برخه د تکنالوژۍ له پرمختګ سره تړلې ده. د بېلګې توګه اوس د یو عصري موټر خلاصول او غلا کول د یو پخواني موټر په پرتله ډېر سخت دی.
د جرمونو له اړخه آلمان په نړيواله سطحه په کوم ځای کې دی؟
کارشتیت چې د آلمان له شمالي ښار هامبورګ څخه ده او اوس د استرالیا په ګریفیت پوهنتون کې تدریس او تحقیق کوي وايي چې په آلمان کې په نړيواله سطحه د جرمونو د مقایسې له پاره تر ټولو ښه لار د قتلونو ارزونه ده.
نور ولولۍ: په آلمان کې د چاقو حمله؛ یوه ښځه وژل شوې بله ېې په تور نیول شوې
په ۲۰۲۴م کال کې په آلمان کې په هرو ۱۰۰زره کسانو کې د قتل پېښې ۰.۹۱ وې چې د نړۍ په هېوادونو کې په ۱۴۷م ځای کې راځي. په جنوبي افریقا او اکوادور کې بیا په هر ۱۰۰زره کسانو کې ۴۰ تنه قتل شوي دي. د قتلونو دغه رقم په امریکا متحده ایالاتو کې ۵.۷۶ دی.
هغه وايي: «زما ځيني همکاران د [قتلونو دغه کچه] د مقایسې یو طلایي معیار ګڼي، هغه په دې دلیل چې موږ د بېلګې په توګه د ملګرو ملتونو د معلوماتو یوه ډېره ستره مجموعه په اختيار کې لرو او دا د جدي تاوتریخوالو له پاره یو ښه شاخص دی.»
خو ۲۰ کاله مخکې په آلمان کې د قتلونو ارقام په هرو ۱۰۰زره کسانو کې ۲.۵ کسان ول چې دا د نن ورځ په پرتله د پام وړ لوړ رقم دی. سربېره پر دې چې د قتلونو دغه کچه په یوه اوږده دوره کې راښکته شوې، خو آلمان په وروستیو کې په جرمونو، په ځانګړې توګه د تاوتریخوالو اړوند جرمونو کې زیاتوالی تجربه کوي.
کارشتیت وايي تر ډېره نارینه ځوانان په تاوتریخوالو لاس پورې کوي، په همدې دلیل په دې مسئله کې مهاجرت هم رول لري.
نور ولولۍ: د چړې بريد؛ په آلمان کې يو افغان د پولیسو په ډزو کې ژوند له لاسه ورکړی
هغه زیاتوي: «د غربي اروپا اکثره هېوادونه د داسې نارینه ځوانانو د ډېرېدو شاهدان دي چې تر ډېره له کورنیو او ټولنیز کنټرول پرته په دغه هېوادونو کې میشت دي. ډېرو دغو ځوانانو د جنګ، داخلي جګړو او دې ته ورته پېښو له کبله ژور روحي زیانونه ليدلي دي.
دغه کارپوهه وايي چې باید پر دغو ننګونو غلبه وشي. په وینا ېې، بریالی ادغام د جرم او جنایت کچه راکموي، ځکه بیکارۍ او د ليدلوری نه شتون د جرم او جنایت د ډېریدو عامل واقع کيږي، نه دا چې په خاصه توګه مبدا هېواد پورې تعلق ولري.
د کارشتيت په خبره: «معلومه ده چې ستونزې شته چې زما په فکر باید ورته رسيدګي وشي. په عین حال کې که په ټولیزه توګه د مهاجرت او جرم ترمنځ رابطې ته وګورو، متوجه کېږو چې مهاجر د ملي نفوس په پرتله د لږو جرمونو مرتکب ګرځي.»
د ډېرو جرمونو رپوټونه نه ورکول کيږي
په مونشن کې د «ایفو» اقتصادي تحقیقاتو موسسې یوه څېړنه دې نتيجې ته رسېدلې ده چې په جرم او جنایت کې د افرادو د جنسیت او عمر ترڅنګ، د هغوی د اوسېدو ځای هم کلیدي رول لوبوي.
نور ولولۍ: «بېګناه کسان مې وژلي»: آلمان کې د چړې بریدګر خپل جرم منلی
د آلمان په کلن ښار کې د پولیسو د علومو په پوهنتون کې جرم پېژندونکې جینا رزا وولینګر په دې باور ده چې مهاجر د ليرو پرتو سیمو په پرتله تر ډېره په ښارونو کې ژوند کوي.
هغه وايي: «ښاريي علاقې له جرم او جنایت سره ډېر نژدې ارتباط لري». په همدې دلیل د هغې په آند په خپله مهاجرت د جرم او جنایت د ډېریدو عامل ندی.
مېرمن وولینګر وايي: «د ځوانانو د جرم او جنایت زمینه په ښه توګه تر څېړنو لاندې نیول شوې ده او هلته په بشپړه توګه روښانه ده چې «د تاوتریخوالو علت په آلماني او غیرآلماني ځوانانو کې دقیقاً یو ډول دی. خو د خطر عوامل په مهاجرو ځوانانو کې ډېر دي.»
د خطر په عواملو کې د تحصیلاتو کچه او د تاوتریخوالو تجربه شامل دي، د بېلګې په توګه په کور کې تاوتریخوالی او یا هم هغو عقایدو ته میلان چې تاوتریخوالي ته د نارینه توب د یو روش په توګه مشروعیت ورکوي.
په آلمان کې د جرم او جنایت د ارقامو اصلي منبع، د جنايي پولیسو فدرالي اداره ده. دغه اداره د جرم او جنایت کلني ارقام خپروي، خو دا یوازې هغه موارد تر پوښښ لاندې نیسي چې د پولیسو له خوا رپوت کيږي.
نور ولولۍ: فرانسه: په یوه جومات کې لمونځ کوونکی د چاقو په برید کې وژل شوی
له همدې کبله د نارپوټ شوو جرمونو د کچې معلومول ستونزمن کار دی. که ځیني جرمونه د نورو په پرتله لږ رپوټ کړل شي او یا کله چې د خلکو یوې خاصې ډلې د بېلګې په توګه توکمي اقلیتونه، د نورو په پرتله ډېر رپوټ شي دا کېدای شي ستونزه ایجاد کړي.
دا کېدای شي په دې منتج شي چې ځينو جرمونو ته په کمه سترګه وکتل شي، د بېلګې په توګه په لېرو پرتو سیمو کې د کورنیو تاوتریخوالو کچه.
تاوتریخوالی تر ډېره د اشنا خلکو له خوا کیږي
دغه موضوع د جنسي تيري په موضوع کې هم صدق کوي. کارشتیت وايي: «په جنسي تاوتریخوالو کې د پردیو کسانو له خوا تاوتریخوالي ډېر نه دي. دا ډول پېښې تر ډېره په یوه نژدې رابطه کې رامنځ ته کیږي. د بېلګې په توګه د تره یا کاکا، پلندر، ښوونکی یا روزنکي لخوا. داسې پېښې هم شوي چې په هغو کې پردیو پر خلکو تعرض کړی وي خو دا نادرې دي لکه په کلن کې د ۲۰۱۵م کال د نوي کال شپې پېښه.
کارشتیت ۲۵ کاله مخکې آلمان ترک کړ چې لومړی انګلستان ته ولاړه او اوس په استرالیا کې ژوند کوي. کله چې هغه خپل د زېږېدو یا د اصلي ټاټوبي ښار هامبورګ ته ځي، څه احساس کوي؟
نور ولولۍ: پولیس: په برلین کې د چاقو برید اسلامستي انګیزه نه درلوده
هغې دویچه ويله ته وویل چې په دغه ښار کې ېې تل د خوندیتوب احساس کړی دی: «حتي په ښاري ریل ګاډو کې. په ټوله کې آلمان یو امن او دوستانه هېواد دی.» خو کارشتیت وروسته خپله خبره بېرته اصلاح کوي: آلمان امن دی، خو ښايي د استرالیا په اندازه دوستانه نه وي.
له آرشیف څخه: