د فرانسې خبري آژانس د یوه خبریال په نقل، چې په دغو مراسمو کې یې حضور درلود ویلي چې د کُردستان کارګر ګوند (PKK) په هغه اعلامیه کې چې د عراق په شمال قندیل سیمه کې ولوستل شوه اعلان وکړ: «مونږ د ترکیې له داخل څخه د خپلو ټولو ځواکونو د پر شا تګ عملي کولو په حال کې یو.»
دوی یو انځور خپور کړ چې ۲۵ تنه جنګیالي، د هغو له ډلې څخه اته تنه ښځې په کې ښودل شوي چې لادمخه له ترکیې څخه د عراق شمال ته تللي دي.
(PKK) چې د روان کال په می میاشت کې یې رسماً د خپلې ۴۰ کلنې وسله والې مبارزې پای ته رسول اعلان کړ، اوسمهال د سیمې د یوه تر ټولو اوږدمهاله شخړې د پای ته رسولو په هڅه کې دی چې شاوخوا ۵۰ زره کسان په کې وژل شوي دي.
د رویټرز خبري آژانس د هغو ایرانې کردانو انځورونه خپاره کړي دي چې د داعش په مقابل کې یې وسلې پورته کړې دي. په دغو انځورونو کې چې موصل ته نږدې د بعشیقه په سیمه کې اخیستل شوي ایرانۍ پیشمرګه کردانې لیدل کیږي.
انځور: Reuters/A. Jadallahد روټرز خبرې آژانس د هغو ایرانې کردانو انځورونه خپاره کړي دي چې د داعش پر وړاندې یې وسلې پورته کړي دي.
انځور: Reuters/A. Jadallahپه دغو انځورونو کې چې موصل ته نږدې د بعشیقه په سیمه کې اخیستل شوي ایرانۍ پیشمرګه کردانې لیدل کیږي.
انځور: Reuters/A. Jadallahد دغو ښځو پر مټو نښلول شوې نښان ښئ چې دوی د (PAK) یا کردستان د آزادۍ ګوند د ایرانۍ څانګې غړي دي.
انځور: Reuters/A. Jadallahدغه کردانې له داعش ترهګرې ډلې سره د جګړې په لومړۍ لیکه کې قرار لري.
انځور: Reuters/A. Jadallahآلمان د هغو لویډیځو هیوادونو له جملې څخه دی چې د داعش په مقابل کې د کردانو ملاتړ کوي.
انځور: Reuters/A. Jadallahعراقي پوځ او کردي ځواکونو په دې وروستیو اونیو کې د داعش له منګولو څخه د موصل ښار د بیرته نیولو عملیات پیل کړي دي.
انځور: Reuters/A. Jadallahکردي نجونې د موصل ښار د بیرته نولو له پاره د داعش سره په جګړه کې دي.
انځور: Reuters/A. Jadallahموصل چې په عراق کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې تر ټولو لویه ورستۍ قرارګاه شمیرل کیږي، د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې د دغې ډلې لاسو ته ولویده.
انځور: Reuters/A. Jadallahد موصل د عملیاتو رهبري د عراقي پوځ په غاړه ده. دغه عملیات د امریکا په مشرۍ ائتلاف هوایې ځواکونو په ملاتړ د دولتي سرتیرو، کردي پيشمرګه، سني، شعیه او عیسوي داوطلبانو له خوا په لاره اچول شوي.
انځور: Reuters/A. Jadallahد موصل په شاوخوا سیمو کې د «اسلامي دولت» ډلې ډیر شمیر مرکزونه له منځه تللي او ډیر شمیر سیمې آزادې شوي دي.
انځور: Reuters/A. Jadallahد موصل د نیولو له پاره له داعش سره په مقابله کې کردۍ نجونې.
انځور: Reuters/A. Jadallahپه ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا متحده ایالاتو تر برید وروسته د موصل د بیرته نیولو عملیات په دغه هیواد کې تر ټولو لوې پوځې عملیات شمیرل کیږي.
انځور: Reuters/A. Jadallahد موصل د بیرته نیولو په عملیاتو کې تر ۴۰۰۰ ډیرو پيشمرګه ځواکونو او تر ۳۰ زرو ډیرو عراقي پوځیانو برخه اخیستې.
انځور: Reuters/A. Jadallahاټکل کیږي چې د موصل په جګړه کې له ۳ څخه تر ۵ زرو پورې داعشیان ګډون لري. دغې ډلې د ښار په اطرافي سیمو کې خندق ایستلې او په یو شمیر سیمو کې یې په ځانګړي توګه ختیځ کې ماینونه ښخ کړي دي.
انځور: Reuters/A. Jadallahپه موصل کې د یو میلیون او ۲۰۰ زرو څخه تر یونیم میلیونه پورې وګړې ژوند کوي. د ملګرو ملتونو مرسته روسونکي سازمانونه اټکل کوي چې د موصل د آزادولو عملیات به سلګونه زره خلک مهاجر او بې کوره کړي.
انځور: Reuters/A. Jadallahد کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیساري وایې چې د موصل د نیولو له پاره د داعش پر وړاندې جګړه ممکن د یوه میلیون انسانانو د بې کوره کیدو سبب شي.
انځور: Reuters/A. Jadallahد موصل د آزادولو عملیات امکان لري په اونیو اونیو دوام وکړي.
انځور: Reuters/A. Jadallahد داعش له منګولو څخه د موصل ښار آزادول کیدای د سیمې خلکو ته ډیر مالي او ځاني تاوانونه ورسوي.
انځور: Reuters/A. Jadallah خو دغې ډلې له ترکیې څخه وغوښتل چې د دې بهیر د پرمخ بیولو له پاره چې یو کال مخکې په غیر منتظره ډول د انقرې له خوا د دغې ډلې مشر عبدالله اوجالان ته د زیتون د یوې څانګې په وړاندې کولو سره پيل شوې و، اړین ګامونه پورته کړي.
په دې اعلامیه کې راغلي دي: «د دې بهیر د اړتیا وړ قانوني او سیاسي ګامونه او په دیموکراتیک سیاست کې د مشارکت له پاره د ازادۍ او لازم دیموکراتیک ادغام قوانین، باید بې له ځنډ څخه اجرا شي.»
دغې ډلې اعلان کړی دی چې غواړي د کُرد لږکۍ له حقونو څخه د دفاع په لاره کې د دیموکراتیکې مبارزې له پاره د اوجالان تاریخي بلنه تعقیب کړي.
کردستان کارګر ګوند (PKK) د جولای په میاشت کې د عراق په شمال غرونو کې نمایشي مراسم ترسره کړل او په هغه کې یې د وسلو لومړنۍ محموله لمنځه یوړله. دغه مراسم د ترکیې له خوا «د نه راګرځیدونکي عطف نقطې» په توګه وستایل شول.
آيا رشتيا د عراق په شمال کي زهرجن گاز استعمال سوی؟
This browser does not support the video element.