د فوټبال په نړيوالو سياليو کي د ايران ماتې او کردستان کي جشن
۱۴۰۱ آذر ۹, چهارشنبهپه ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو پر مهال د امریکا متحده ایالاتو د لوبډلې له خوا د ایران لوبډلې تر ماتې وروسته د ایران په کردستان ولایت کې د خوښیو جشنونه ولمانځل شول.
د سنندج ښار په یوه برخه کې د نارو او موټرو د ارندونو غږونه اوریدل کیدل. خلک له خپلو کورونو ووتل او آتش بازي یا اور لوبې یې وکړې.
له هغه وروسته چې۲۲ کلني مهسا اميني چې د روان کال په سپتمبر میاشت کې يې د ایراني پولیسو په توقیف کې خپل ژوند له لاسه ورکړ په ایران کې د حکومت په مخالفت مظاهرې پيل شوي دي چې تر ټولو ډېري یي د ایران په کردستان ولایت کې ترسره کیږي.
اړوند: ایران: د حقیقت موندنې کمیټې سره هیڅ ډول همکاري نه کوو
د ایران حکومت دغه مظاهرې چې دوی یي فساد او بلوا بولي، د سرکوبه کولو له پاره امنیتي ځواکونه ګومارلي دي. په داسې حال کې چې د مهسا امیني د پلرني ښار سقزه په ګډون د کردستان په نورو ښارونو کې هم د اسلام د سخت قوانینو او بشري حقونو د سرغړونو ضد مظاهرې روانې دي.
د سه شنبې په ورځ د فوټبال نړیوال جام په یوه لوبه کې امریکا ایران ته يو پر صفر ماته ورکړه. له دې بریالیتوب سره امریکا راتلونکي پړاو ته لار وموندله. د دواړو هیوادونو ترمنځ د څلورو لسیزو راهیسې دیپلوماتیکې اړیکې پرې دي.
د ایران د کرستان ولايت په مختلفو ښارونو کې د خوښۍ جشنونه
د «ایران وائر» انټرنټ پاڼه چې له لندن څخه فعالیت کوي په ټویټر کې ویلي: «د ایران د فوټبال لوبډلې پر وړاندې د امریکا پر لومړي ګول د سقز ښاریانو جشن ولمانځه او اور لوبې یې وکړې.» دوی یوه ویډیو هم خپره کړې چې اورلوبې پکې لیدل کیږي او تر شا یي د خلکو د خوښیو غږونه اوریدل کیږي.
همدارنګه د کردستان په سنندج، ماریوان ، مهاباد او یو شمیر نورو ښارونو کې موټر سیکل سپرو د ارندونو په غږولو سره د امریکا د بریا جشن ولمانځه.
اړوند: «که د بلوڅانو غوښتنې ونه منل شي، هره جمعه به مظاهرې وکړي»
په ناروی کې د بشري حقونو ډلې هینګو ویلي چې د کردستان په ماریوان ښار کې د آتش بازیو له کبله آسمان روښانه شو او امنیتي ځواکونو د دوی پر ضد شدید عملیات پيل کړل. د ایران د سپورتې برخې ژورنالیست سعید ظفراني په ټویټر کې لیکلي دي: «آیا کله به چا فکر کړی و چې زه د امریکا د ګول وهلو خوښۍ په لمانځلو کې دری متره لوړ ټوپ ووهم.»
یوه بل ایراني ژورنالیست عامر ابتهاج په ټویټر لیکلي دي: «هغه د میدان دننه او بهر، په دواړو ځایونو کې بایللی دی.»
په همدې منځ کې په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو ډله وایي چې د څه پاندې دوو میاشتو راهیسې روانو مظاهرو د ځپلو په جریان کې د ایران امنیتي ځواکونو نيږدې ۴۴۸ کسان وژلي دي. په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز