امريکا د غزې د بيارغاونې له پاره «ماستر پلان» وړاندې کړی
۱۴۰۴ بهمن ۳, جمعه
د غزې د بيارغونې دا پلان د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د زوم جیراډ کوشنر، له لوري چې په دې ډول مهمو مسئلو کې نقش لري، وړاندې شو.
کوشنر د سلايډونو په کارولو سره د هغو دنګو ودانيو او اپارتمانونو عکسونه ښکاره کړل چې د غزې د بيارغاونې له پاره د ولسمشر دونالد ترمپ، د «ماستر پلان» برخه دي.
کوشنر، د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۲۲مه) په داووس کې د نړيوال اقتصادي فورم په ترڅ کې د دې پلان د وړاندې کولو پر وخت وويل چې تر جګړې وروسته غزه به داسې يو «ځای وي چې خلک به پکې وکولی شي پرمختګ وکړي او کار روزګار ولري.»
اړونده موضوع: د م.م. امنيت شورا د ترمپ د غزې پلان تصويب کړ
جیراډ کوشنر، چې کوم رسمي لقب نه لري خو د غزې د سولې د پلان په ډله کې شامل دی، وويل: «په منځني ختیځ کې به دا ډول ښارونه جوړ شي، د دوه درې میليونو کسانو له پاره او دوی به دا په دريو کلونو کې جوړ کړي.»
نوموړی چې د ترمپ، له لوري د «سولې د هئيت» نوښت د وړاندې کولو سملاسي وروسته یې خبرې وکړې، وويل: «او دا ډول شيان يا کارونه شوني دي چې موږ یې عملي کړو.»
اړونده موضوع: د ۲ کلونو له پاره د غزې اداره کولو په هکله د امریکا د قطعنامې مسوده
د ترمپ د «سولې هئيت» نوښت چې پرون، پنجشنبه په داووس کې په رسمي توګه اعلان شو، د غزې د اوربند او د دغه تړانګې د بيارغونې د نظارت په موخه رامنځته شوی دی.
کوشنر، د لږ تر لږه ۲۵ ميليارډو ډالرو پانګونې د اړتيا خبره وکړه څو د غزې ويجاړې شوې زیربناوې ورغولې شي او عامه خدمات فعال شي.
هغه وویل: «دا يوه هیله کيدای شي. دا يو منزل ګرځيدلی شي.»
د غزې ډېره برخه په کنډوالو بدله شوې
د اسرائيل او حماس د وسله والې ډلې ترمنځ جګړه کې د غزې ډېره برخه ويجاړه او يا زيانمنه شوې ده.
دا شخړه د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷ مه نيټه د حماس ډلې له لوري پر اسرائيل باندې د بريدونو له کبله وپارېدله. د حماس ډله د امريکا، اروپايي اتحادیې، آلمان او يو شمیر نورو هېوادونو له لوري د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.
د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر میاشتې د اوربند تړون د بمباريو او جګړو کچه راکمه او د مرستو د رسېدو کچه یې لوړه کړه.
خو د غزې په سونو زره کسان اوس هم د بې ځایه شويو په کمپونو کې په موقتي سرپناو او يا په بمباريو ويجاړو شويو ودانیو کې اوسي.
ترمپ غزه «يو ښکلی ملکيت» وباله
ولسمشر ترمپ، په داووس کې د کوشنر خبره تکرار کړه او ویې ویل «موږ به غزه کې ډېر بریالی شو. دا به ډېر ښه وي.»
ترمپ، همدا راز زياته کړه: «زه اصلاً له زړه نه د املاکو سړی يم..... او زه تل وايم د سمندر غاړې دغه موقعيت ته وګورئ. د املاکو دغه ښکلې ټوټې ته وګورئ. دا د ډېرو له پاره يو څه کیدای شي.»
کابو يو کال تر مخه ترمپ، د غزې «د منځني ختیځ د سیاحت پر ځای» باندې د بدلولو پلان وړاندې کړی وو چې د ډېرو اړخونو له لوري یې غندنه وشوه.
هغه وخت نوموړی د دې پوښتنو په اړه هم چې له هلته اوسيدونکو فلسطينيانو سره به څه کیږي، يو څه مبهم ښکاريده.
هغه ويلي ول چې دلته به د «نړۍ خلک ..... فلسطينيان هم، فلسطينيان به هلته اوسيږي. ډېر خلک به هلته اوسي.»