د کیف سیمه ایزو چارواکو د شنبې (د می میاشتې ۲۴ نیټه) په سهار د اوکراین پر پلازمېنې د روسیې د بې پيلوټه الوتکو د برید خبر ورکړی دی. د کیف د پوځي چارواکو په وینا د دغه برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۴ تنه ټپيان شوي او د ښار په مختلفو برخو کې اور لګېدنه هم رامنځته شوې ده.
د رویټرز خبري آژانس د کیف په فضا کې په پرله پسې ډول د ډرونونو د پرواز او چاودنو غږونو د اورل کیدو خبر ورکړی دی.
د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو، رویټرز خبري آژانس ته وویل چې د یوې بې پیلوټه الوتکې پارچې په سولومینسکي سیمه کې د استوګنې ودانۍ په لوړ پوړ کې لږېدلي دي. د هغه په خبره په دې سیمه کې په یوې ودانۍ کې چې خلک اوسېدل او بل کې یې نه اوسیدل اور لګیدنه رامنځته شوې ده.
د کیف ښاروال وویل د هغې ودانۍ ۲ اوسیدونکي چې ډرون پرې لګېدلی و، ټپيان او په روغتون کې بستر شوي دي. کلیچکو زیاته کړه چې د لومړي خبرداري تر اعلان دوه ساعته وروسته هم په ښار کې د حملې د خبرداري زنګونو د وهل کېدو لړۍ روانه ده.
یوه ویډیویي لوبه چې د اوکراين د جګړې تر اغېزې لاندې جوړه شوې
د اوکراین په پلازمينه کيف کې د «فروګېوېرز» سټوډیو یو ویډیویي ګېم جوړ کړی، چې د دغه هېواد جگړه پکې ښوول شوې ده. دا لوبه څرنگه پر اوکراين د روسیې له يرغل څخه اغیزمنه شوې؟
انځور: Frogwaresد "شرلوک هولمز: راویښ شوی" په نوم دا لوبه په یوه کال کې په کيف ښار کې د کمپيوتري لوبو د کارپوهانو له لورې جوړ شوی او د جګړې پرمهال په بشپړ ډول پرمخ تللی. په پیل کې یوه نوې لوبه او نړیواله لوبه پلان شوې وه، خو د "فروګوریز" سټوديو پریکړه وکړه، چې همدا لوبه بیا ورغوي.
انځور: Frogwaresد دې لوبې لوبغاړي، د پلټونکي یا جاسوس "شرلوک هولمز" رول پر غاړه لري. د دوی دنده د هوښیار تعامل له لارې د جنایي قضیو حل کول دي. په لوبه کې د مشاهدو، اسنادو او توکو په مرسته او همدا راز د شاهدانو او مظنونینو د څرګندونو سره، د جرمونو صحنې بیا روغول کیږي او په دې توګه یې عاملین تعقیبیږي.
انځور: Frogwaresد لوبې له پرمختګ سره، لوبې ته نور سمبولونه او او حوالې اضافه کیږي. پلټونکی هولمز ناڅابه ځان په فوق العاده ځایونو کې مومي، خو د اسرارو په برخه کې له ستوونزو سره مخامخ شوی او همدا لامل کیږي، چې د لوبې راتلونکي پړاوړنه لا پسې سختيږي.
انځور: Frogwaresکيسه په ۱۸۸۲م کال کې په هغه کوڅه کې پېليږي چې شرلوک هولمز پکې ژوند کاوه. هغه تل ترڅنګ خپل ملګری ډاکتر واتسون لري چې یو په کار پوه ځوان او عالي مشاهده کوونکی دی او د ځيرکو پوښتنو او منتطقي نتیجه ګیرۍ له لارې خپله فکري برتري څرګندوي. هغه د لندن یوه شتمن کس له لورې ګمارل کیږي، تر څو خپل ورک شوی خدمتګار پیدا کړي.
انځور: Frogwaresپر اوکراین د روسیې یرغل، د لوبې په پرمخ وړونکو او دغه راز په لوبه کې په خطرناکو او وحشتناکو رولونو باندې اغېز کړی دی. د دې لوبې یو جوړونکی سرګي اوګانسیان وایي: « فکر نه کوم، د جګړې پرته لوبې دومره تیاره وای، لکه اوس چې دي.»
انځور: Frogwaresکېف نه یوازې د اوکراین پلازمینه، بلکې د ټیکنالوژۍ صنعت مرکز هم دی. په ۲۰۲۲ کې د روسیې له برید مخکې هلته۲۵۰ کسانو د معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې کار کاوه. پر جگړې سربیره هم د ټیکنالوژۍ صنعت د پرمختګ په حال کې دی او تمه کیږي، چې راتلونکی کال ۴۵۰ زره په دغه صنعت کې بوخت واوسي. د اوکراین د رسمي سرچينو په حواله د اروپا په هېڅ ځای کې له اوکراین څخه ډېر له پوهنتونونو د ټینکالوژۍ په برخه کې فارغین نشته.
انځور: Fleig/Eibner-Pressefoto/picture alliance اور لګېدنه
سمیه ایزو چارواکو په بولون سیمه کې د خریدارۍ پر یوه مرکز د ډرون لګېدلو له کبله د یوې بلې اور لګېدنې خبر ورکړی دی. د هغوي په خبره د بې پيلوټه الوتکو پارچې په لیري واټن کې پر ځمکه لیدل کیږي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې په کیف کې له یوې ودانۍ څخه تورې لوخړې او یوې بلې ودانۍ څخه د اور لمبې پورته کیږي، په داسې حال کې چې د اطفایې عمله د اور وژنې هڅه کوي.
دغه شپني بریدونه د روسیې پر خاوره د اوکراین د بې پیلوته الوتکو د بریدونو په ځواب کې شوي دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیئ لاوروف ژمنه کړې وه چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه به بې ځوابه نه پريښودل کیږي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره په سرحد کې د یوې «حایلې سیمې» رامنځته کولو غوښتنه کړې ده. دا اقدام د کیف له خوا د نړیوالو قوانینو خلاف بلل شوی. د اوکراین حکومت دغه طرحه «په ښکاره ډول د سوله ایزو هڅو رد کول» بللي دي.
پوهه: ډرون څرنګه په سایبري جګړه کې له اوکراین سره مرسته کوي؟
This browser does not support the video element.