د سیمه ایزو چارواکو په حواله په لاس اينجلس کې د ځنګلي اور له کبله د مړو شمیر ۲۴ ته لوړ شوی دی. له دې ډلې ۱۶ کسانو د ايتين په اور لګیدنه په او ۸ تنو نورو په د پيلېسسيډس د سيمې په اور لګیدنه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
ژغورونکې عملې د کشفي سپو سره په سیمه کې لټون جاري ساتلی دی او داسې انديښنې موجودې دي چې کیدای شي د مړو شمیر لا زیات لوړ شي.
د اب و هوا د ښه وضعیت او اور وژونکو د هڅو له کبله په پیلیسیډس کې د اور د خپریدو، چې د برینټ ووډ او سان فرنینډو ګڼ میشته سیمې پر لور د غځیډو په حال کې و، تر یوې اندازې مخه نیول شوې ده.
خو د «اور د شدت او وژونکي وضعیت» له کبله کیدای شي په راتلونکو ورځو کې حالات یو وار بیا خراب شي. تر اوسه پورې په ۲۳،۷۱۳ اکړه ساحه کې اور خپور شوی دی چې له دې څخه یوازې په ۱۳ سلنه سیمه کې تر کنترول لاندې راوستل شوی دی.
د هوا پيژندنې د ملي ادارې د اقلیمي چارو کارپوه روز شوین فیلډ وویل چې ۱۱۰ کیلومتره في ساعت سرعت سره چلیدونکي هوا ته په کتلو سره تمه کیږي چې د سه شنبې په ورځ په ځانګړي توګه خطرناک وضعیت اعلان شي.
لږ تر لږه ۱۶ کسان لادرکه دي د لاس اينجلس په ځنګلونو کې د لګیدلي اور له کبله لږ تر لږه ۱۶ تنه لادرکه دي. د لاس اينجلس ښاروال رابرت لونا د یکشنبې په ورځ وویل چې د ایتن د اور په ساحه کې ۱۲ او د پیلیسیډس د اور لګيدنې په ساحه کې ۴ کسان لادرکه دي.
د کليفورنيا ځنګلي سیمو کې اور: ويجاړونکی طبيعي ناورين
د امریکا د کليفورنيا په څو سیمو کې په ځنګلونو کې د لګیدلي اور د خاموشه کولو هڅې لا دوام لري. دا اور لګيدنې چې د دغه ایالت د تاريخ تر ټولو ناوړه بلل کيږي، تر اوسه د لسو کسانو د مړينې او ۱۰۰۰۰ کورونو د سوځيدو باعث شوی. انځور: DAVID SWANSON/AFP ولسمشر جو بایدن د کليفورنيا ایالت له اور څخه اغیزمنې سيمې د «آفت ځپلو» سيمو په توګه نومولي دي. هغه وويل چې له کانګرس څخه به د مرستې غوښتنه وکړي. دا اور لګیدنې دا پېښې د کليفورنيا ایالت د تاريخ تر ټولو ناوړه بلل شوي دي.
انځور: Jon Putmanp/Anadolu/icture alliance د لاس اينجلس په شا او خوا سيمو کې د پنځوو سترو اورلګيدنو په نتيجه کې د مړو شوو کسانو شمير لسو ته رسېدلی دی. چارواکو د نورو سیمو د تخليه کولو لارښوونه هم کړې ده. په دې منځ کې په کليفورنيا کې د امريکا متحده ایالاتو ملي ګارډ مستقر کړل شوی دی څو د احتمالي غلاو او چور مخه ونيوله شي.
انځور: JOSH EDELSON/AFP via Getty Images په زرونو هکتاره ساحه سوځېدلې د کليفورنيا د چارواکو په حواله تر اوسه دې لګیدلو اورونو تر ۱۱۷۵۰ هکتاره څخه ډېره ځمکه سوځولې ده. ويل شوي دي چې تر اوسه د اته ميليارډه ډالرو څخه ډېر مالي زيان اوښتی دی.
انځور: Tayfun Coskun/Anadolu/picture alliance د لاس اينجلس د اطفائيې ادارې مشر کرستن کرولي د پلېسدس سيمې اور د لاس اينجلس د تاريخ «د سترو ناورينونو څخه يو بللی» دی. نوموړي وويل چې د باد سرعت چې اور یې نورو ته سیمو ته خپور کړی و، اوس يو څه کم شوی او د څرخي الوتکو له لارې د اور د خاموشه کولو هڅې بيرتته پېل شوي دي.
انځور: DAVID SWANSON/AFP په زرونو کسان تېښتې ته مجبور شوي د چارواکو په حواله د اور لګیدنې له کبله شا او خوا ۱۳۰ زره کسان مجبور شوي دي چې خپل کورونه پريږدي.
انځور: David Swanson/REUTERS د هاليووډ د يو شمیر ستورو کورونه هم سوځيدلي له هاليووډ سره تړاو لرونکي ډيری شخصيتونه هم په هغو زرونو کسانو کې شامل دي چې کورونه یې سوځيدلي دي. د هاليووډ فلمي صنعت خپل يو لړ پروګرامونه هم ځنډولي دي
انځور: David Swanson/REUTERS د هاليووډ فلمي صنعت خپلې يو شمير پروژې ځنډلي د هاليووډ مشهورو ستورو لکه پېرس هيلتن، بلي کرستل، کیري الويس، رکي ليک او ديان وران تائيد کړې ده چې د کاليفورنيا په ځينو مهمو سيمو کې د لګېدلو اورونو له کبله د دوی کورونه هم سوځيدلي دي. مارک هېمل او جيمز ووډ وويل چې دوی له خپلو کورونو څخه په تېښته مجبور شول.
انځور: Ethan Swope/AP Photo/picture alliance د تاريخي ودانۍ د سوځيدو ویره په کليفورنيا کې لګيدلي ويجاړونکي اور پر نورو سربیره په بهر کې د آلمان يوه تاريخي ودانۍ «ويلا اورورا» هم ګواښي. لکه په انځور کې چې ليدل کيږي چې د اور لمبې دغه ودانۍ ته ډېرې نږدې شوي دي.
انځور: Ethan Swope/AP/picture alliance
لونا زیاته کړه چې کیدای شي د لادرکه کسانو په شمیر کې زیاتوالی رامنځته شي، ځکه کیدای شي په راتلونکو ورځو کې نوي راپورونه را ورسیږي.
د لاس اينجلس په شا و خوا کې په پنځو ځایو کې اور په لاس اينجلس کې اور وژونکو د یکشنبې (د جنورۍ ۱۲ نیټه) په ورځ په پنځو جلا ساحو کې د اور چې په پرله پسې ډول د خپریدو په حال کې دی، د قابو کولو کوښښ وکړ .
د کالیفورنیا ګورنر ګیون نیوزوم د «ان بي سي» شبکې میټ د پریس خپرونې سره په یوه مرکه کې وویل چې ځنګلي اور د امریکا د تاریخ تر ټولو ناوړه طبیعي ناورین جوړیدلی شي.
هغه وویل : «زما له نظره دا به نه یوازې د مالي زیان له کبله، بلکې د اغیزمنې شوې ساحې د پراخوالي له کبله هم تر ټولو ناوړه وي.»
نیوزوم زیاته کړه چې هغه د ښار د بیارغونې له پاره «مارشل پلان» پيلوي. هغه وویل چې زمونږ یوه ټيم پر دې کار پیل کړی دی.
اټکل کیږي چې اور به د چهارشنبې تر ورځې دوام وکړي په لاس اينجلس کې داسې انديښنې موجودې دي چې د خرابې هوا له کبله کیدای شي د ځنګل اور لږ تر لږه د چهارشنبې تر ورځې پورې دوام وکړي.
د هوا پيژندنې ملي ادارې د دوشنبې له ناوخته د سې شنبې تر سهاره پورې د تېزو بادونو وړاندوېنه کړې ده چې د هوا سرعت تر ۱۱۰ کیلومتره في ساعت پورې اټکل کیدلی شي.
د اقلیمي چارو کارپوه روز شوین فیلډر وویل: «مونږ تر چهارشنبې پورې د اور د خراب وضعیت په حالت کې یو.»
تمه کیږي چې د پنجشنبې تر ورځې به وضعیت عادي حالت ته را ورګرځي. دغه اورونه نږدې لس ورځې مخکې پیل لګېدلي ول.
د یونان په ځنګلونو کې د پراخې اورلګېدنې د مهارولو له پاره هڅې دوام لري
د یونان په رودوس، کورفو او ایوبویا جزایرو په ځنګلونو کې اورلګېدنې دوام لري. د اطفایې ځواکونه د ځمکې او هوا له لاري هڅه کوي دا اورلګېدنه مهار کړي. شاوخوا ۳۰۰۰ کسان په رضاکارانه ډول د یادو ځواکونو ملاتړ ته ورغلي دي. انځور: Nicolas Economou/REUTERS د یونان په ځنګلونو کې پراخې اورلګېدنې د مدیترانې سیندونو په شاوخوا کې د څو پرتو هېوادونو په ځنګلونو کې شدیدي ګرمۍ وژونکې اورلګېدنې رامنځته شوې دي. د یونان په ځنګلونو کې له یوې اونۍ راهیسې اورلګېدنې پیل شوي دي.
انځور: Nicolas Economou/REUTERS د یونان د اطفایې ویاند ویلي دي چې دا تر ټولو شدیده اورلګېدنه ده چې موږ ورسره مخ یوو.
انځور: Argiris Mantikos/Xinhua/IMAGO د یونان په رودوس ځنګلونو کې اورلګېدنې دوام لري. د رودوس د ښاروالۍ مرستیال ویلي دي چې غلیظ لوګي تنفوس ستونزمن کړی دی.
انځور: Aristidis Vafeiadakis//ZUMAPRESS.com/picture alliance له رومانیا، بلغاریا، پولند، سلواکیا او مالتا څخه د اطفایې سلګونه ځواکونه د یونان د اطفایې ځواکونو مرستې له پاره روان شوي دي.
انځور: Aristidis Vafeiadakis//ZUMAPRESS.com/picture alliance فرانسه، ایټالیا، ترکیه، قبرس، اسرائيل او اردن هم د اطفایې اړوند هليکوپټرې او الوتکې د اورلګېدنې سیمې ته لېږلي دي.
انځور: Spyros Bakalis/AFP د ملګرو ملتونو د طبیعت ټولنې نړیوال صندوق د معلوماتو له مخې تر ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه په یونان کې سوځېدلې.
انځور: Argiris Mantikos/Eurokinissi/REUTERS د یونان په رودوس جزیره کې د پراخې اورلګېدنې له امله په وروستۍ اونۍ کې ۳۰ زره کسان امنو سیمو ته انتقال شوي دي.
انځور: Sofia Kleftaki/DW په ګنادي او لیندوس سیمو کې سلګونه داوطلبه مرسته کوونکي راغلي دي. د دغو کسانو له ډلې یو تن په هغه سیمه کې چې اورلګېدنه رامنځته شوې ده په اوښکنو سترګو سیمه ایز خبریال ته ویلي چې: «که زه مجبوره شم دلته به مړ شم. زه له دې جزیرې سره مینه لرم.»
انځور: Lefteris Diamandis/REUTERS ساحلي ساتونکو اعلان کړی دی چې د لیندوس له جنوبي سواحلو تر دوه زره ډېر کسان د کښتیو له طریقه نورو سواحلو ته انتقال کړي دي.
انځور: Lefteris Diamandis/REUTERS د یونان په رودوس جزیره کې زرګونه سیلانیان او د سیمې اوسېدونکي ورزشي سالونونو، د ښوونځي ودانیو، د کنفراسنونو مراکزو او نورو ځایونو ته انتقال شوي دي.
انځور: Argyris Mantikos/Eurokinissi/AP/picture alliance د یونان د مدني ساتنې اداره په تېرو ۱۲ ورځو کې د ۵۰۰ اورلګېدنې مواردو خبر ورکوي.
انځور: Julia Dzhyzhevska via REUTERS د یونان د مدني ساتنې ادارې ویلي دي چې د دې اونۍ په چهارشنبه کې هوا ډېره ګرمه وه او د ۴۶ درجې وړاندوينه شوې وه.
انځور: Spyros Bakalis/AFP له کورفو سیاحتي جزیرې څخه هم زرګونه کسان انتقال شوي دي. د یونان لومړی وزیر دا وضعیت اقلیمي بدلون بللی دی. د ګرځندویي په موسم کې شدیده ګرمي او په ځنګلونو کې اورلګېدنه سیلانیان او یونان له ستونزو سره مخ کړي دي.
انځور: Maxar Technologies/AFP د الجزایر په ځنګلونو کې اورلګېدنه د الجزایر په ګډون په ځینو هېوادونو کې هم د ځنګلونو ځینې برخې سوځېدلي دي. د الجزایر په ځنګلونو کې د قربانیانو شمېر ۳۴ کسانو ته رسیدلی دی. شاوخوا ۸ زره مرسته کوونکي د اور د مهارولو هڅه کوي. د الجزایر په ختیځه برخه کې د دوشنبه په ورځ اورلګېدنه رامنځته شوه. نېږدې ۱۵۰۰ کسان له کلیو او بانډو څخه امنو ځایونو ته انتقال شوي دي.
انځور: RAMZI BOUDINA/REUTERS