1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: په لاس اينجلس کې مظاهرې او ناامني دوام لري

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۱۹, دوشنبه

په لاس اينجلس کې د مهاجرت د چارواکو د چاپو پر ضد د مظاهره کوونکو احتجاج په دريمه ورځ هم روان دی. په دغه ښار کې د تاوتريخوالي ترڅنګ د موټرو د سوځولو پېښې هم رامځته شوي. په دې ترڅ کې يو شمیر کسان نيول شوي دي.

په لاس اينجلس کې د مهاجرت د ادارې د اقداماتو پر وړاندې مظاهره
د معلوماتو په حواله د ښار په ځينو برخو کې د موټر سوځولو او پر دولتي موټرو د ډبرو وارولو پېښې هم تر سترګو شوي دي.انځور: Daniel Cole/REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو د کليفورنيا ایالت په لاس اينجلس ښار کې د مهاجرت اړونده ادارې چارواکو د چاپو پر ضد پېل شوې مظاهرې تېره شپه هم روانې وې. پوليسو هڅه وکړه چې د ښار په مرکزي برخو کې دغه مظاهرې ودروي.

د معلوماتو په حواله د ښار په ځينو برخو کې د موټر سوځولو او پر دولتي موټرو د ډبرو وارولو پېښې هم تر سترګو شوي دي. چارواکو د ښار د ځینو مهمو سړکونو د بندولو امر هم کړی دی.

اړونده موضوع: د امريکا يوې قاضۍ د ترمپ د مهاجرت د يوه پروګرام ځنډول رد کړي

د لاس اینجلس پوليس وايي چې مظاهرين د ښار د «ډاون ټاون» تر سيمې رسېدلي ول چې اوس ترې بيرته وتلي دي.»

د جمعې په ورځ دمهاجرت او ګمرګي چارو ادارې چارواکو له لوري د چاپو په ترڅ کې د يو شمیر کسانو تر نيول کيدو وروسته له تاوتريخوالي د ډکو مظاهرو لړۍ پېل شوې وه.

په لسونو کسان نیول شوي

د مهاجرت چارواکو تر عملیاتو وروسته د سيمې په زرونو کسانو د دغه اقداماتو پر ضد احتجاج پېل کړ چې په ترڅ کې یې په لسونو کسان ونيول شول.

د پوليسو په حواله تر اوسه په لاس اينجلس کې د ګډوډۍ په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۹ کسان نیول شوي او پولیسو خبرداری ورکړی دی چې نور کسان به هم ونيول شي. د سيمې پولیسو د احتجاجونو د مخنيوي په موخه پر «غير قانوني اجتماع يا راټوليدو» بندیز اعلان کړی دی.

انځور: Eric Thayer/AP/picture alliance

د سيمې د پوليسو شمر جم مکدونالد، وويل چې تېره شپه ۲۹ کسان نيول شوي دي او درې پولیس افسران سرسري ټپيان شوي.

نوموړي وويل: «موږ به خلک ځواب ورکولو ته اړ کړو او د دې تشدد د مخنيوي په موخه به څه مو چې په وس پوره وي، هغه به وکړو.»

ترمپ، په وسلو د سمبال ځواک د استقرار لارښوونه کړې

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د ټولنیزو رسنيو د خپل پليټ فارم سوشل تروت له لارې پر دې احتجاج غوسه څرګنده کړې او د مظاهره کوونکو پر وړاندې یې د عملياتو ټينګار کړی دی.

ترمپ، په يوه پوست کې ليکلي چې د لاس اینجلس د پولیسو مشر جم مکدونالد، ويلي دي چې هغه به په وسلې د سمبالې قطعې د ګمارولو په اړه «وضعيت يو ځل بيا وارزوي. هغه بايد همدا اوس دغه ټګان تېښتې ته پرېنږدي. امريکا بیرته عظیمه کړئ!»

نوموړي په خپل يوه پوست کې لیکلي: «لاس اينجلس کې هر څه ناسم ښکاري، وسله والې قطعې را وغواړئ!»

په يوه بل پوست کې نوموړي ويلي: «پرمخ نقاب لرونکي کسان سملاسي ونیسئ!»

د کليفورنيا ګورنر پر ترمپ سختې نيوکې کړي

د کلیفورنيا ایالت ګورنر ګیون نیوزوم، وایي چې وضعيت «نور هم پسې خرابیدلی شي او د سمندري ځواک د ګمارلو انديښنه» هم شته. هغه وويل چې د ترمپ، له لوري د سمندري ځواک د مستقرولو ګواښ وضعيت لا پسې خراب کړی دی.

ولسمشر دونالد ترمپ، د «امنيت د ټینګولو» له پاره د ملي ګارډ د ګمارلو په برخه کې د خپلې پريکړي دفاع کړې ده. د امريکا د دفاع وزیر پيت هیګست، هم خبرداری ورکړی دی چې پنتاګون چمتو دی په لاس اينجلس کې فعال د سمندري ځواک غړي د قانون پلي کوونکو فدرالي ادارو د مرستې له پاره وليږدوي.

په عمومي توګه د ګورنر په غوښتنه دولتي ملي ګارډ ګمارل کيږي خو نیوزوم، د ايکس شبکې په يوه پېغام کې وويل: «د مظاهرو پر وړاندې د عملياتو نظم د سيمې د پوليسو په لاس کې دی، پر دې سربیره هم ترمپ، دا ډول ګام پورته کړی دی.»

اړونده موضوع: امریکا کې له اخراجه د حفاظت پای؛ په زرونو افغانان اغیزمنیږي

هغه وويل: «لاس اينجلسه! سوله ایز پاتې شه. په دې لومه کې مه ښکيل کيږه چې تندلاري یې تمه کوي.»

د يادولو وړ ده چې د کليفورنيا ګورنر د ولسمشر ترمپ، له لوري د ملي ګارډ ګمارنه «غیر قانوني» او «غير اخلاقي» عمل بللی وو د ترمپ، ادارې پر وړاندې یې د اقامې دعوې د دایرولو ګواښ هم کړی دی.

نوموړي د يوې مرکې په ترڅ کې زياته کړه: «دونالد ترمپ، هغه وضعيت رامنځته کړی دی چې نن شپه یې تاسې د تلویزيون پر پردو وينئ. هغه وضعيت لا پسې خراب کړی دی ..... هغه پر اور باندې د تیلو اچولو کار کوي.»

د لاس اينجلس ښاروالې کېرن باس، هم د دې ګډوډۍ پړه د ترمپ، پر ادارې ور اچولې او ويلي یې دي چې سپينه ماڼۍ په ښار کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو مسئوليت لري. نوموړې پر مظاهر کوونکو ټینګار وکړ چې سوله ایز واوسي او (د ولسمشر ترمپ، د ادارې) د لاس آله نه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب