1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د کور څښتن پر کرایه نشین ولې کور ړنګ کړ؟

۱۳۹۹ بهمن ۱۱, شنبه

د آلمان په لويديځ کې د ګېرولشتاين ښار چارواکي وايي چې د کور دغه کرايي اوسېدونکی له پېښې روغ راوتلی دی. پوليسو اوس د ځمکې او کور د څښتن پر وړاندې پلټنې پيل کړې دي.

Deutschland | Gerolstein | Streitigkeiten führen zu Hausabriss
انځور: Polizeipräsidium Trier

د آلمان په لويديځ کې د ګېرولشتاين ښار د دغه کور مالک د جمعې په ورځ د خپل کور د ودانۍ يوه برخه په داسې حال کې چې په کور کې کرایه ورکونکی کس پکې موجود وو، ورانه کړه. د رپوټ له مخې د کور څښتن له يوه اکسکواټور ماشين کار واخيست څو ودانۍ ويجاړه کړي. دغه کور د نړېدو له ګواښ سره مخامخ و چې اصلاً پکې څوک نه شوای اوسېدلی.

ځايي پوليسو په يوه بيانيه کې ويلي چې «کرايه نشين اوسېدونکی يې په دې وخت په کور کې و، خو له نېکه مرغه ژوبل شوی نه دی. د ځايي رسنیو په حواله له دغې پېښې وروسته د کور کرايي اوسېدونکي له ښاري چارواکو سره تماس ونيو، چې هغوی بيا پوليسو ته زنګ وهلی.

د پوليسو له خوا اخيستل شوي او خپاره کړي يوه عکس کې ليدل کيږي چې د ودانۍ بهرني دېوالونه قسماً نړېدلي دي او په بام کې يې يو لوی سوری راغلی دی. پوليسو ويلي چې د پېښې په اړه پلټنه يې شروع کړې ده. 

شامل شمس/ن ص/خ ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب