1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

پاکستان کې د ماين چاودنې دوه تنه وژلي، يو تن ټپي دی

۱۴۰۱ اسفند ۲۱, یکشنبه

د پاکستان په سويل لويديځ کې د يوه سياستوال د موټرو پر کاروان د ماين چاودنه کې د نوموړي دوه ساتونکي وژل شوي او دريم ساتونکی يې ټپي شوی دی. دغه پیښه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې رامنځ ته شوې ده.

Pakistan Kriminalität l Bombenexplosion in Islamabad
انځور: Anjum Naveed/AP/picture-alliance

د پلوچستان د پارلمان غړی سردار خان رينډ خپل پلرني ښار سني ته په لاره و چې د ساتونکو ګاډی يې د سني شوران په سيمه د کچي بولان په ضلع يا ولسوالۍ کې له ماين سره برابر شو. دغه خبره د سیمې د پولیسو مرستيال کميشنر سميع الله کړې ده.

د راپورونو له مخې په پیښه کې د نوموړي دوه ساتونکي د چاودنې په ځای کې ځای په ځای مړه شوي دي. ياد ځای له ولايتي مرکز کويټې څخه ۲۵۰ کيلومتره لېرې پروت دی. رينډ خپله له دې پېښې روغ رمټ وتلی دی. تر دې دمه هيچا د بريد مسئوليت نه دی منلی.

ښايي دا موضوع هم تاسې ته په زړه پورې ويد پاکستان خراب اقتصادي حالت او د درملو بحران

د پاکستان په بلوچستان آيالت کې د بلوچستان د آزادۍ پوځ او د نوروو بېلتون غوښتونکو ډلو له خوا په ټيټه سطح پاڅون دوام لري چې هدف يې په اسلام آباد کې مېشت له مرکزي حکومت څخه خپلواکي ده. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې پاڅون کوونکي يې ځپلي، خو په ياد آیالت کې تاوتريخوالی لا جريان لري. په دغه آيالت يا صوبه کې سربېره پر دې پاکستاني طالبانو او د داعش وسله والې ډلې هم وخت نا وخت پر پاکستاني پوځ او نورو ځایونو کې بريدونه تر سره کړي دي.

اې. پي / ن. ص / خ. ح

پاکستان؛ جعلي ډاکټران څرنګه د خلکو له ژوند سره لوبې کوي؟

02:26

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب