بادغیس: د ماین په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي
۱۴۰۰ خرداد ۱۶, یکشنبه![Afghanistan Explosion in Kabul](https://static.dw.com/image/50265041_800.webp)
د بادغیس والي حسام الدین شمس د شنبې په ورځ (د جون میاشتې ۶ نیټه) وویل چې دغه کسان ټول په یوه موټر کې د حرکت په حال کې وو چې موټر یې د سړک د غاړې پر ماین ور برابر شوی او چاودنه رامنځته شوې ده.
حکومت د دې کار پړه پر طالبانو ور اچوي، خو تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی. چاودنه څو ساعته مخکې تر دې چې په قطر کې د لوړپوړو طالب چارواکو او ملګرو ملتونو د استازو ترمنځ لیدنه کتنه ترسره شي رامنځته شوې ده.
طالبان د دوی په خبره په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي. د دغې ډلې پلاوي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکو او نورو دیپلوماتانو د خونديتوب ضمانت ورکړی دی.
خو د افغان حکومت استازي بیا پر طالبانو تور لګوي چې دغه ډله د حکومتي ځواکونو او ملګي وګړو پر وړاندې په پراخه پيمانه تاوتریخوالي او تشدد کولو سره غواړي ډیر شمیر ولایتونه په بشپړ ډول تر خپل کنترول لاندې راولي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص