1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: د ځمکې ښوېدنې په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ مهر ۱۶, چهارشنبه

د هندوستان په شمال کې د ځمکې ښوېدو پېښې یو مساپروړنکی بس لاندې کړې چې د چارواکو په خبره لږ تر لږه ۱۵ کسان پکې مړه شوي دي. پېښه د سه شنبې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوې ده.

آرشیف - د هندوستان په کيرالا کې تر وروښتونو وروسته سېلابونو کې ويجاړۍ
د هندوستان په شمال کې د ځمکې ښوېدو پېښې یو مساپروړنکی بس لاندې کړې چې لږ تر لږه ۱۵ کسان پکې مړه شوي ديانځور: Rafiq Maqbool/AP/picture alliance

د هندوستان په شمالي ایالت هیماچال پرادېش کې یو مساپر وړونکی بس د ځمکې ښوېدنې په پېښه کې تر وېجاړیو لاندې شوی چې له له امله یې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.

ځايي پولیسو په یوه اعلاميه کې ويلي چې په مړه شوو کسانو کې ۹ نارینه، ۴ ښځې او ۲ ماشومان شامل دي او ۳ ټپي شوي ماشومان، نژدې روغتون ته رسول شوي دي.

د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، په بس کې د ۲۰ تر ۲۵ پورې مساپر سپاره ول چې بیلاسپور ولسوالۍ ته نژدې د ځمکې ښوېدو په پېښه کې راګير شو.

د پولیسو په خبره ژغورنکو د چهارشنبې په ورځ هم د لټون عملیات جاري ساتلی تر څو یو شمېر لادرکه شوي مساپر چې ګمان کې کیږي مړه به وي، پيدا کړي.

زیاته شوې چې دغه لار د لوړو غرونو له منځه تېره شوې چې په وروستیو ورځو کې پکې درانه ورښتونه شوي چې له کبله ېې غونډۍ بې ثباته شوي دي.

د هندوستان ولسمشرې، دروپدي مرمو او لومړي وزیر نریندرا مودي پر پېښه خپلې خواخوږۍ ښودلي دي.

د روان کال درنو وروښتونو دافغانستان، هندوستان، پاکستان بنګله دیش، بوتان، سریلانکا، نيپال او مالديپ په ګډون د جنوبي آسیا په هېوادونو کې د ځمکې ښوېدو او سېلابونو ويجاړونکې او مرګونې پېښې رامنځ ته کړي.

د بونیر قادرنګر کلی په سېلابونو کې څومره زيانمن شوی؟

03:59

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب