د کلي اوسيدونکو ته د سه شنبې په ورځ د تخلیې خبر ورکړل شو. د دې ډېر امکان نه شته چې ډبرې په رښتيا کلي ته ورسيږي. خو ليوو وايي: «په ډېر استثنايي قضيه کې ښايي د غره يوه برخه په ساعت کې د ۱۰۰ او ۲۰۰ کیلومترو په سرعت سره له ځوړه را وښوېږي او يوازې په ديرشو ثانيو کې کلی ويجاړ کړي.»
انځور: GIAN EHRENZELLER/Keystone/picture alliance
متحرک غرونه
د برينز کلي اوسيدونکي له ډېرې مودې راهېسې پوهیدل چې ښايي تخليه شي ځکه دا سيمه له پيړيو راهېسې په حرکت کې ده. له تېرو شلو کلونو راهېسې د غره ډبرې او کاړ او کلی پخپله په کال کې تقريباً يو متر د درې پر لور ښويږي.
انځور: GIAN EHRENZELLER/Keystone/picture alliance
د تل له پاره مخه ښه؟
د سيمې اوسیدونکې انا بيرګامين چې د ژوند له خپل ملګري سره په کلي کې قدم وهي، وايي چې ما غوښتل يو ځل بيا دلته راشم او د خپل ماشومتوب له دې ځای سره مخه ښه وکړم. هغې د سويس د کيسټون - اس ډي ای خبري آژانس سره په خبرو کې په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، وويل چې خداي په اماني کول ورته ډېر سخت وو.
انځور: GIAN EHRENZELLER/Keystone/picture alliance
بيرته راستنېدل به امکان ولري؟
د کلي اوسيدونکو ته ويل شوي چي هغوی به څو اونۍ او يا مياشتې د بيرته راستنېدو اجازه ونه لري. يیوازې په هغه صورت کې چې ځمک پيژوندونکي د وضعيت د ښه کيدو خبره وکړي، خلک به وکولای شي بيرته راستانه شي. دا خبره د ښاروالۍ يوه چارواکي کرستيان کارتمن کيستون خبري آژانس ته کړې ده.