د هندوستان په شمالي ایالت اوتاراکند کې د درونو ورښتونو په پايله کې ځمکه ښوېدلې، ۱۵ کسان مړه او ۱۶ نور لادرکه ديانځور: Uttarakhand's State Disaster Response Force/AFP
اعلان
د هندي رسنیو په حواله، چارواکو د سه شنبې په ورځ ۱۳ جسدونه په اوتاراکند ایالت او دوه نور ېې د دغه ایالت په پټهوارګړ او نینیتال ولسوالیو کې موندلي دي. د تازه رپوټونو پر اساس ۱۶ کسان لادرکه دي.
اوتاراکند د هندوستان په شمال کې د طبیعي پېښو پر وړاندې یو زیانمنونکی ایالت ګڼل کيږي چې ځينې کارپوهان ېې د ويجاړونکو سېلابونو او ځمکې ښوېدو عامل اقليمي بدلون ښيي.
د سه شنبې په ورځ خپرو شوو انځورونو کې ښودل کيږي چې د دغه ایالت د دهرادون ولسوالۍ اړوند یوه ښارګوټي کې خټین سېلاب دوکانونه، لارې او کورنه تخریب کړي په داسې حال کې چې خلک د دیوالونو تر شا فریادونه کوي.
يوه ځایي اوسېدونکي ANI خبري آژانس ته وویل: «زما دوکان اوبو وې ووړ.» د هغه په وینا د مارکيټ ۷ نور دوکانونه هم اوبو وړي چې «اوس ېې هېڅ آثار پاته نه دي.»
په اګست میاشت کې هم د هندوستان د دغه شمالي ایالت ډهارالي نومي کلی ورته سېلاب لاندې کړ چې د چارواکو په خبره د څه باندې ۶۰ کسانو مړي لا هم موندل شوي نه دي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:
په پاکستان کې د موسمي بارانونو له کبله راغلو سېلابونو په میليونو انسانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي. يوازې په يوه شپه کې ۱۲۲ زره کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي. له طبيعي پېښو سره د مبارزې پر مديريت هم نیوکې شته.
انځور: QURATULAIN ASIM/REUTERS
د ښارونو په کوڅو کې د سېلابه اوبه
يوه ښځه د ملتان ښار پر يوه سړک روانه ده چې اوبو لاندې کړی دی. ملتان د پنجاب ایالت له سترو ښارونو څخه دی. له اونيو راهېسې شديدو سېلابونو چې د درنو مون سون اورښتونو وروسته راغلي د پاکستان په پنجاب ایالت کې په سونه زره کسان د خپلو کورونو پريښودو ته اړ کړي دي. د چارواکو په حواله څلور میليونه پاکستانيان دې ناورين اغیزمن کړي دي.
انځور: Ahmad Kamal/Xinhua News Agency/picture alliance
د ژوند ژغورلو له پاره تېښته
په جلالپور پيروالا کې ژغورونکي د کښتۍ په وسيله د سيمې اوسيدنکي خوندي ځایونو ته انتقالوي. د چارواکو په حواله يوازې د دوشنبې په ورځ تر ۱۲۲ زرو ډېر کسان د پاکستان په ختيځ کې له پراته دغه ښاره څخه را وايستل شول. د جون میاشتې په پای کې د مون سون د فصل له پېلېدو راهېسې تر اوسه په پاکستان کې تقريباً ۹۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: QURATULAIN ASIM/REUTERS
په سونو کلي اوبو لاندې کړي
هر لوري ته خټې او اوبه؛ تيبا ګيال کلی اوبو لاندې کړی. «پر وخت د خلکو خوندي ځایونو ته انتقال د ژوند ژغورنې باعث شوی که څه هم چې اوس هم ځيني کسان د خپلو کليو پريښودو ته غاړه نه ږدي.» دا څرګندونو د پنجاب ايالت له طبیعي پېښو سره د مبارزې د مدیريت ادارې مشر عرفان علي کاتيا، وکړې. د اګست میاشتې له پای راهېسې ۳۹۰۰ سېمې او کلي سېلابونو اغیزمن کړي.
انځور: Jahan Zeb/AP/dpa/picture alliance
د ښارونو خوندي ساتلو هڅې
دا د پنجاب ایالت تر ټولو ستر او د پاکستان دویم ستر ښار لاهور دی. چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د سيمې ډېر ستر ښارونو لا هم د سېلاب له ګواښ سره مخاماخ دي ځکه په سېندونو کې د اوبو کچه د لوړېدو په حال کې ده. زياته شوې چې له بندونو د اوبو خوشې کولو ته چمتووالی نیول شوی څو اوبه کليوالي سيمو ته وبهيږي او په دې توګه ښارونه خوندي وساتل شي.