1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کې ځمکې ښویدنې او سیلابونو ۲۵ تنه وژلي

۱۴۰۰ مهر ۲۶, دوشنبه

هندي چارواکو ویلي چې د هندوستان په جنوب لوېدیځ کې تر شدیدو بارانونو وروسته د سیلابونو او ځمکې ښویدنې په پیښو کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي دي. چارواکو ویلي چې د ژغورنې په عملیاتو کې پوځ هم برخه اخیستې ده.

Indien - Flut
انځور: REUTERS

د یکشنبې په ورځ د هندوستان چارواکو وویل چې د دې هیواد په جنوب لویدیځ کې تر شدیدو بارانونو وروسته د سیلابونو او ځمکې ښويدنې په پایله کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي دي. چارواکو همدا راز زیاته کړې چې د نورو انسانانو د ژغورنې له پاره د ژغورنې عملیات ادامه لري او دا چې په دې عملیاتو کې د هندوستان پوځ هم ګډون لري.

د هندوستان په ساحلي کېرالا ایالت کې د جمعې ورځې تر شدیدو بارانونو وروسته ویالې او خوړونه له اوبو ډک شول او ان په ځینو سیمو کې اوبه سړکونو ته را ختلي دي. د دې ایالت چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې تر اوسه پورې د ایډوکي په ولسوالۍ کې د ۱۱ کسانو جسدونه موندل شوي دي او د کوټایام په سیمه کې بیا د ۱۴ تنو نورو جسدونه هم موندل شوي دي.

د کېرالا ایالت لومړي وزیر پیناریي ویجایان د یکشنبې په ورځ وویل چې له سیلاب ځپلو سیمو څخه زرګونه کسان نورو خوندي سیمو ته انتقال شوي دي او دا چې د دوی له پاره لږ تر لږه ۱۰۰ موقت کمپونه هم جوړ شوي دي. چارواکي وايي چې د ژغورنې په عملیاتو کې د هند سمندري، هوايي او ځمکني پوځ ګډون لري خو تر اوسه پورې د لادرکه کسانو د شمیر په هکله معلومات په لاس کې نه شته.

انځور: picture alliance/Xinhua News Agency

د سیمې یوه اوسیدونکي د کېرالا نیوز په نامه تلویزیوني چینل ته ویلي چې «دا مې ژوند وو. هر څه ولاړل په اوبو لاهو شول.» د سیمې یوې میرمنې بیا ویلي چې «زموږ سیمې ته نیږدې تپه را وښویده. ډیر زیانونه اوښتي دي. کورونه ویجاړ شوي. ماشومان هم لمنځه تللي دي.»

بل لوري ته د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي بیا د یوه ټویټري پیغام له لارې له ځپل شویو کسانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او زیاتوي چې چارواکي له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته کوي.

د هندوستان د هوا پیژندنې اداره اټکل کوي چې په راتلونکو دوو یا دریو ورځو کې به د هند په همالیا سیمه، هماچل پردیش او اوتراکنډ سیمو کې بیا هم شدید بارانونه ووریږي. په ۲۰۱۸م کال کې په همدې کېرالا ایالت کې د شدیدو بارانونو په نتیجه کې نیږدې ۵۰۰ کسان وژل شوي وو.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب