1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کې د افغانستان په تړاو غونډه

۱۴۰۱ فروردین ۱۰, چهارشنبه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف له خپل چینایي سیال وانګ یي سره ملاقات کوي، څو د اوکراین کړکېچ او په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په هکله وغږيږي. امیر خان متقي هم چین ته رسیدلی دی.

China Guilin Treffen Außenminister Wang Yi und Lawrow
انځور: Russian Foreign Ministry/Tass/imago images

چین د افغانستان په اړه د دوه ورځني کنفرانس کوربتوب پر غاړه لري. په دې ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم چین ته رسیدلی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې امیر خان متقي به «د افغانستان په اړه د سیمې د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې ترڅنګ نورې مهمې ناستې هم ولري.» خو د دغو مهمو غونډو یادونه نه ده شوې. تر دې دمخه د چین د بهرنیو چارو وزیر په یوه نا اعلان شوي سفر افغانستان ته تللی وو.

چین د اوکراین په کړکیچ کې د روسیي سیاسي ملاتړ کړی او د دغه یرغل له غندلو څخه یې ډډه کړې ده چې امریکا متحده ایالات او د ناټو ائتلاف یې د کړکيچ اصلي لامل بولي. لویدیځ هیوادونه پر دې اندیښمن دي چې چین ښایي په دغه جګړه کې له روسیې سره د توکو په برخه کې مرسته وکړي.

د روسیې دولتي خبري آژانس «تاس» په یوه رپوټ کې ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ د خبرو اترو په پیل کې لاوروف له چین سره په اړیکو کې د روسیې پر ګټو ټینګار وکړ. زیاته شوې ده چې لاوروف وویل چې دا د نړیوالو اړیکو په تاریخ کې یو سخت وخت دی او روسیه، چین او نور ورته نظر لرونکي هیوادونه د یوه نوي نړیوال نظم د رامنځ ته کولو له پاره ښایي خپلې اړیکې غښتلي کړي.

د اوکراین کړکېچ د افغانستان په هکله کیدونکي دوه ورځني کنفرانس باندې خپل سیورې غوړلی دی. دغه غونډه د چین په سویل خیتځ کې ترسره کیږي. په دغه غونډه کې پر طالبانو او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو سربیره د امریکا متحده ایالاتو استازي هم ګډون کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازي تام ویست به په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي دي: «دا مهمه ده چې نړیواله ټولنه د افغانستان په تړاو د چلن په هلکه متحده پاتې شي.» د دغه چارواکي په خبره چې نوم یې نه دی اخیستل شوی په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي چې له طالبانو به وغوښتل شي چې «د یوه ریښتني ټولشموله حکومت د جوړولو ملاتړ وکړي... د ترهګرۍ ضد ژمنو ته ټینګ پاته شي» او د افغانستان اقتصاد ورغوي، څو د خپلو خلکو د کړاو مخه ونیسي.

همداشان د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو ایران، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه هم پلان شوې ده چې د طالبانو د حکومت له استازو سره وویني.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل