1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لبنان د امریکا له خوا د اوربند وړاندیز شوې طرحه ارزوي

۱۴۰۳ آبان ۲۶, شنبه

د فرانسې خبري آژانس د لبناني چارواکو په حواله ویلي چې دغه هیواد له اسرائیل سره د اوربند په اړه د امریکا د وړاندیز کړې طرحې د ارزونې په حال کې دی. لبنان باید له اسرائیل سره په پوله د ملیشه و پر ځای خپل پوځ مستقر کړي.

اسرائیل په بیروت کې اهداف په نښه کړي دي
د وروستۍ جګړې له پیل څخه د نومبر تر ۱۳ نیټې پورې د اسرائیل په بریدونو کې په مجموع کې ۳۳۸۶ انسانان وژل شوي دي.انځور: Adnan Abidi/REUTERS

دوو لبناني چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه هیواد د امریکا متحده ایالاتو له خوا له اسرائیل سره د ۶۰ ورځني اوربند د طرحې د ارزولو په حال کې دی.

د فرانسې خبري آژانس د جمعې (د نومبر میاشتې ۱۵ نیټه) ورځې د رپوټ پر بنسټ امریکا متحده ایالاتو په خپل ۱۳ ماده ایي طرحه کې له لبنان څخه غوښتنه کړې ده چې له اسرائیل سره په سرحد کې دې د خپلو ځواکونو ځای پرځای کول پیل کړي.

نوموړي خبري آژانس همدرانګه د یوه لبناني چارواکي په حواله د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د اوربند په هکله ویلي دي چې «اسرائیل تر اوسه پورې دغې وړاندیز شوې طرحې ته کوم ځواب نه دی ورکړی.»

مخکې تر دې لبنان ته د امریکا د اوربند د طرحې په هکله د رویټرز خبري آژانس له خوا رپوټ ورکړل شوی و.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ په بیروت کې د امریکا سفیرې لیزا جانسن، د پنجشنبې په ورځ د اسرائیل او حزب الله ترهګرې ډلې ترمنځ د جګړې درولو وړاندیز کړې طرحه د لبنان د پارلمان مشر نبیه بري او د امل غورځنګ چې د حزب الله یو له متحدینو څخه دی، مشر ته وړاندې کړې ده. 

په همدې برخه کې نبیه بري د جمعې په ورځ له «الشرق‌الاوسط» رسنۍ سره په خبرو کې له امریکا څخه د وړاندیز شوې طرحې ترلاسه کول تائید کړل او ویې ویل چې په دې طرحه کې « د ۱۷۰۱ پریکړه لیک د عملي کولو له پاره د یو شمیر عربي هیوادونو په موجودیت کې د یوې نظارتي کمیټې تشکیلول هم شامل دي.» بري په ورته وخت کې بې له دې چې د دې طرحې نورو جزئیاتو ته اشاره وکړي زیاته کړه «کار د پرمختګ په حال کې دی او فضاء مثبته ده.»

د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۷۰۱ پریکړه لیک په اساس [چې په ۲۰۰۶ م کال کې یې د حزب الله ترهګرې ډلې او اسرائیل ترمنځ جګړې ته د پای ټکې کیښود] د لبنان سویلي سیمې باید د ملیشه ډلو له موجودیت څخه پاکې شي.

سره له دې چې لبنان د اوسنۍ جګړې د پای ته رسولو د یوې حل لارې په توګه د دې پریکړه لیک عملي کیدو سره موافقه لري، خو اسرائیل وایي په هغه صورت کې چې حزب الله د اوربند مواد نقض کړي او یا د اسرائیل له پاره ګواښ وګڼل شي، پر دغې ډلې د حملې کولو له پاره خپل حق محفوظ ګڼي.

د اوربند له پاره هیلې زیاتې شوي

 مخکې تر دې اسرائیلي رسنیو د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړې و چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ګیدئون سعر، له خپل فرانسوي سیال سره د خبرو په جریان کې ویلي وو چې په لبنان کې د اوربند له پاره په کوښښونو کې پرمختګ شوی دی.

په ورته وخت کې د اسرائیل د انرژۍ وزیر او د امنیتي کابینې غړي الی کوهن، له رویټرز سره په خبرو کې د اوربند موافقې ته د هیلې په څرګندولو سره وویل چې دا کار اوس «د بل هر وخت په پرتله ډیر نزدی» دی.

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس ډلې له ترهګریز برید یوه ورځ وروسته د لبنان حزب الله ډلې هم پر اسرائیل خپل توغندیز بریدونه پیل کړل. اسرائیل د دې اقدام په غبرګون کې په لبنان کې یو شمیر اهداف په نخښه کړل.

د لبنان د روغتیا وزارت د رپوټ پر بنسټ په منځني ختیځ کې د وروستۍ جګړې له پیلیدو راهیسې د نومبر تر ۱۳ نیټې یعنې چهارشنبې ورځې پورې د اسرائیل په بریدونو کې په مجموع کې ۳۳۸۶ انسانان وژل شوي دي.

همدارنګه د اسرائیلي چارواکو په حواله د حزب الله ترهګرې ډلې د بریدونو په جریان کې د اسرائیل په شمال، د جولان په لوړو او د لبنان په سویل کې شاوخوا ۱۰۰ اسرائیلي ملکیان او سرتیري وژل شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

۱۷ کلنه فلسطينۍ نجلۍ د اسرائیلو له بنده آزاد شوه

01:19

This browser does not support the video element.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب