د جرمني په پارلمان کي د اتحادي ګوندونو د داخلي مسایلو ویاند، الکساندر تروم د دغه هیواد له داخله وزیري، نېنسي فایزر څخه غوښتي چي افغانستان ته د مجرمینو او خطرناکو اسلام پالو استول بیرته ممکنه کړي.
د مخکنیو حکومتونو پر وخت د جرمني څخه د افغانانو د اخراج یو عکسانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance
اعلان
په هغه یوه لیک کي چي یې وزیري ته لېږلی او د جرمني د خبري آژانس سره پروت دی، راغلي دي چي ترکیه په طیارو کي افغانان بیرته خپل هیواد ته استوي، د کابل هوايي میدان خلاص او فعاله دی. حکومت همدارنګه د پخوانیو محلي همکارانو او تر ډیر خطرلاندي افغانانو د راایستلو او قبولی عملي حل لاري پیدا کړي دي.
د بادن ویرتنبیرګ د مسیحي دیموکراټانو دغه وکیل پرون دوشنبه ماپښین داخله وزیري ته ليکلي دي، په همدې دلیل د جرمني ولس ته څوک قناعت نسي ورکولای چي ولي حتی «په سختو او خطرناکو قضیو کي هم څوک نسي اخراجیدلای».
دا هم په داسي حال کي ده چي په بادن ویرتنبیرګ ایالت کي د الکساندر تروم د ګوند څخه د ادغام وزیري، ماریون ګینټګیس او فایزر له ډېر وخت راهیسي د دغسو قضیو په هکله اختلاف سره لري.
د افغانانو د اخراج پر ضد احتجاجونهانځور: Alexander Pohl/NurPhoto/picture alliance
ګینټګیس کوښښ کوي چي په الیرکیرشبیرګ ناحیه کي د جنسي تجاوز په دلیل محکوم سوي افغانان اخراج کړي. خو مرکزي حکومت د هغوی اخراج ردوي او دې ته اشاره کوي، چي افغانستان ته د ۲۰۲۱م کال په اګست کي اخراج بند سوی دی. د هغه دلیل په افغانستان کي امنیتي حالت راوړل کیږي.
الکساندر تروم فایزر ته پخپل خط کي پرهغې باندي سخت انتقاد هم کړی دی. دی لیکي: «تاسي په خپلي عدم توانايي سره عام ولس د نور لا ډیر خطر سره مخامخ کوی او په خلګو کي د کومکونو د سرته رسولو تمایل راکموی».