1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

المان: د چړې په وسیله برید کوونکی افغان په عمري بند محکوم شو

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

د سه شنبې (د سپټمبر ۱۶) په ورځ د المان یوې محکمې هغه افغان چې تیر کال یې پر یوې اسلام ضد مظاهرې د چاقو په وسیله حمله کړې وه، د عمري بند په سزا محکوم کړی دی. په دې برید کې یو پولیس وژل شوی او پنځه کسان نور ټپيان شوي ول.

د هغه افغان چې د المان په منهایم ښار کې یې پر اسلام ضد مظاهرې د چړې برید کړی و محاکمه شو
د هغه افغان چې د المان په منهایم ښار کې یې پر اسلام ضد مظاهرې د چړې برید کړی و محاکمه شوانځور: Marijan Murat/dpa/picture alliance

د محکمې پریکړه په یوه داسې وخت کې صورت نیسي چې په المان کې د مهاجرت او امنیت په هکله بحثونو زور اخیستی دی او د المان له پاره د بدیل ښي اړخي افراطي ګوند (AfD)  ملاتړ زیات شوی دی.

د شخصي معلوماتو د خوندیتوب له کبله د مجرم نوم یوازې سلیمان ای، ښودل شوی دی. سلیمان ای چې تیر کال د می میاشتې په وروستیو کې د المان په لویدیځ منهایم ښار کې د اسلام مخالفې ډلې «پیکس یوروپا» له لورې پر جوړې شوي مظاهرې د یوې چړې په وسیله برید کړی و.

 سلیمان ای مارش یا مظاهرې ته پر یوه وینا وال او څو نورو مظاهره کوونکو تر برید وروسته یو پولیس هم د چړې په وسیله ډیر سخت ټپي کړ و چې وروسته یې بیا په روغتون کې سا ورکړې وه.

که څه هم په دعوی کې ویل شوي چې نوموړي له «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې سره همدردي درلوده، خو د ترهګر په توګه محاکمه شوی نه دی.

سلیمان ای په یو مورد کې د قتل او پنځو مواردو کې د قتل د هڅې له تورونو سره مخامخ دی.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

06:25

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل