1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآلمان

آلمان: د افغان پناه غوښتونکي له پاره د عمري بند د سزا غوښتنه

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۵ مرداد ۷, چهارشنبه

د آلمان په مونشن ښار کې تېر کال پر خلکو د موټر ور ځغلولو دوسیې په ترڅ کې څارنوالانو د تورن کس له پاره چې يو افغان پناه غوښتونکی دی، د عمري بند د سزا غوښتنه کړې ده.

مونشن کې افغان تورن کس له خپل وکیل سره په داسې حال کې ليدل کيږي چې پر يوې سور رنګه دوسیه یې خپل مخ پټ کړی دی.
د قضیې په اړه به پريکړه د اګست پر ۶مه نيټه وشي. انځور: Peter Kneffel/dpa/picture alliance

دې افغان پناه غوښتونکي د تېر کال په فیبرورۍ میاشت کې د آلمان په مونشن ښار کې د يوې اعتراضي غونډې په موخه پر راټولو شويو خلکو باندې موټر ور ځغلولی وو او دوه تنه یې وژلي او يو شمیر نور ټپيان کړي ول. 

د آلمان د فدرالي څارنوالۍ استازي د سې شنبې په ورځ د مونشن سيمه ایزې محکمې ته وويل: «دا بايد په صراحت وويل شي چې دا بريد د انسانانو د ژوند اخيستو په هدف شوې وو.»

اړونده موضوع: مونشن: پر خلکو موټر ور ځغلول شوی، ډېر کسان ټپيان شوي دي

څارنوال په هغه غونډه کې چې کابو دوه ساعته دوام یې وکړ، وويل: «په دې کې هيڅ شک نشته چې تورن کس په قصدي توګه موټر د خلکو پر ګڼه ګوڼه ور ځغلولی وو.»

د تیر کال په فيبرورۍ میاشت کې د کارګرو د «وېردي» اتحادیې پر يوه غونډه دې بريد کې يوه مور او کوچنۍ لور یې وژل شوې وو او ډېر نور کسان ټپيان شوي ول.

کوم تورونه لګول شوي؟

پر دې ۲۵ کلن افغان پناه غوښتونکي د دوو قتلونو، د قتل د ۲۲ هڅو او په ۲۲ مواردو کې د جدي بدني زيان رسولو تور لګول شوی دی.

څارنوالۍ د دې افغان پناه غوښتونکي له پاره د عمري بند د سزا غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې د دغه کس له لوري ترسره شوي جرمونه په ځانګړي توګه شديد درجه بندي شوي؛ هغه چاره چې د آلمان په جزايي قانون کې تر ۱۵ کلونو بند وروسته مشروطه آزادۍ ډېره سختوي.

«په ديني – سياسي انګیزې سره برید»

د آلمان فدرالي څارنوالان په دې باور دي چې دا بريد د يوه سياسي ګام په توګه او د ديني انګیزې له مخې شوی دی.

د فدرالي څارنوال په خبره د تورن کس تصور دا وو چې دا بريد د خدای له ارادې سره سم  په افغانستان او غزه کې د امريکا او نورو لویدیځو هېوادونو د کړنو په مقابل کې د توجیې وړ ځواب دی. 

اړونده موضوع: څیړنه: مهاجرت د جرمونو او جنایت د زیاتیدو سبب نه کیږي

څارنوالانو وويل چې په دې بريد کې د بريدګر شخصي احساساتو هم نقش درلود.

د مدافع وکيلانو د وروستی استدلال او پخپله د تورن کس د څرګندونو وړاندې کول د نن، چهارشنبې ورځې له پاره پلان شوي دي. محکمه به خپله پريکړه د اګست پر ۶مه نيټه واوروي.

دې برید هم د نورو هغو بريدونو او حملو په څير چې شکمن مجرمين او تورن یې پناه غوښتونکي ول، د مهاجرت او اخراج په اړه تاوده سياسي بحثونه پارولي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب